پېدايښت 12

12
دولسم باب
د خُدائ پاک د حضرت ابرام غوښتل
1په يو وخت کښې مالِک خُدائ ابرام ته وفرمائيل، ”خپل وطن، د پلار کور او خپل خپلوان پرېږده او هغه مُلک ته لاړ شه چې زۀ يې درته ښايم. 2زۀ به تا له ډېر اولاد درکړم او هغوئ به يو لوئ قوم شى. زۀ به تا له برکت درکړم او عزتمند به دې کړم، نو ستا په وجه به نورو ته برکت ملاويږى. 3زۀ به هغوئ له برکت ورکوم چې څوک ستا دپاره برکت غواړى. خو زۀ به په هغوئ لعنت وايم چې څوک په تا لعنت وائى. او ستا په وسيله به زۀ د دُنيا ټولو قومونو له برکت ورکړم.“ 4چې کله ابرام د پينځو اوياؤ کالو وو، نو هغه د حاران نه روان شو، لکه څنګه چې مالِک خُدائ ورته فرمائيلى وُو، او لوط هم ورسره لاړو. 5ابرام خپله ښځه سارۍ، او خپل ورارۀ لوط هم د ځان سره روان کړل او په حاران کښې چې څومره مال او نوکران يې جمع کړى وُو هغه ټول يې ځان سره کړل او کنعان ته روان شول. چې کله هغوئ کنعان ته ورسېدل، 6ابرام په دې مُلک کښې سفر کولو چې شِکم ته نزدې، د موره پاکې ونې زيارت له راغلو. (په هغه وخت کښې کنعانيان لا په دې مُلک کښې اوسېدل.) 7نو مالِک خُدائ ابرام ته څرګند شو او هغۀ ته يې وفرمائيل، ”دا هغه مُلک دے چې زۀ يې ستا اولاد له ورکوم.“ بيا ابرام هلته مالِک خُدائ ته يوه قربان‌ګاه جوړه کړه، چرته چې ورته راڅرګند شوے وو. 8د دې نه پس، هغۀ د بيت‌ايل ښار نمرخاتۀ طرف ته د غرونو مُلک ته کَډه يوړه او هغۀ په هغه ځائ کښې چې نمرپرېواتۀ طرف ته بيت‌ايل او نمرخاتۀ ته عى دے په مينځ کښې خېمه ولګوله. هلته يې هم يوه قربان‌ګاه جوړه کړه او د مالِک خُدائ نوم يې پرې واخستو. 9بيا هغۀ جدا جدا ځايونو ته هِجرت کولو چې د کنعان جنوبى حِصې ته راغلو.
حضرت ابرام په مِصر کښې
10او يو ځل په کنعان کښې قحط راغلو او دا د برداشت نه دومره بهر وو چې ابرام مِصر ته هِجرت وکړو، چې هلته دېره شى. 11چې کله هغه تقريباً مِصر ته اوړېدو، هغۀ خپلې ښځې سارۍ ته وفرمائيل، ”دا خبره واوره، ما ته پته ده چې تۀ ښائسته يې. 12کۀ د مِصر خلق تا وګورى، نو هغوئ به ګُمان وکړى چې تۀ زما ښځه يې، نو هغوئ به ما مړ کړى او تا به ژوندۍ پرېږدى. 13هغوئ ته ووايه چې زۀ يې خور يم، نو داسې به ما ته څۀ نۀ وائى او ستا په وجه به زۀ ژوندے پاتې شم.“ 14چې کله هغوئ مِصر ته واوړېدل، نو مِصريانو هغه وليده چې ډېره ښائسته ښځه وه. 15نو د فِرعون درباريانو هغه وليده او فِرعون ته يې ووئيل چې هغه څومره ښائسته وه، نو هغه يې محل ته بوتله. 16د هغې په وجه فِرعون د ابرام ښۀ عزت وکړو او هغۀ له يې د ګډو او چېلو رَمې ورکړې. څاروى، خرۀ، اوښان او ښځې او نران خِدمتګاران يې هم ورکړل. 17خو فِرعون سارۍ بوتلې وه، نو ځکه مالِک خُدائ په فِرعون او د هغۀ په درباريانو يوه لويه وبا راوسته. 18فِرعون ابرام راوغوښتو او تپوس يې ترې وکړو، ”دا تا زما سره څۀ کړى دى؟ تا ولې ما ته ونۀ وئيل چې هغه ستا ښځه ده؟ 19تا ولې ووئيل چې هغه ستا خور ده او ما درنه بوتله چې ښځه يې کړم؟ خپله ښځه د ځان سره بوځه او په خپله مخه ځه.“ 20فِرعون نوکرانو ته حُکم وکړو، نو هغوئ ابرام بوتلو او د خپلې ښځې او ټول مال سره يې د هغه مُلک نه بهر کړو.

المحددات الحالية:

پېدايښت 12: PYPB

تمييز النص

شارك

نسخ

None

هل تريد حفظ أبرز أعمالك على جميع أجهزتك؟ قم بالتسجيل أو تسجيل الدخول