پېدايښت 16

16
شپاړسم باب
حضرت اِسمٰعيل او بى‌بى هاجِره
1د ابرام د ښځې سارۍ تر اوسه پورې بچى نۀ وُو شوى. خو د هغې يوه مِصرۍ وينځه وه چې نوم يې هاجِره وه، 2نو هغې ابرام ته ووئيل، ”مالِک خُدائ ما له اولاد نۀ دے راکړے. تۀ ولې زما د وينځې سره شپه نۀ تېروې؟ کېدے شى چې زۀ د هغې نه آباده شم.“ نو ابرام د سارۍ خبره ومنله. 3نو هغې خپله وينځه هاجِره ورکړه چې ښځه يې شى. (د ابرام په کنعان کښې د لس کاله اوسېدو نه پس داسې وشول.) 4ابرام د هاجِرې سره کوروالے وکړو، نو هغه اُميدواره شوه. چې کله هغې ته پته ولګېده چې اُميدواره شوه، نو خپلې بى‌بى ته به يې سپک کتل. 5نو سارۍ ابرام ته ووئيل، ”دا بد ستا په وجه وشول. ما خپله وينځه په خپله ستا په غېږ کښې کښېنوله او چې د کوم وخت نه هغې ته پته لګېدلې ده چې اُميدواره ده، نو هغه ما ته سپک ګورى. مالِک خُدائ دې اِنصاف وکړى چې په ما او په تا کښې څوک په حقه دى.“ 6خو ابرام جواب ورکړو، ”ډېر ښۀ، هغه ستا وينځه ده او ستا په اختيار کښې ده، چې څۀ دې خوښه وى نو ورسره يې وکړه.“ نو سارۍ د هاجِرې سره دومره ظلم وکړو چې هغه ترېنه وتښتېده. 7د مالِک خُدائ فرښتې په صحرا کښې د شور په لاره هاجِره په چينه وموندله 8او فرښتې وفرمائيل، ”هاجِرې، د سارۍ وينځې، تۀ د کوم ځائ نه راغلې يې او چرته ځې؟“ هغې جواب ورکړو، ”زۀ د خپلې نېکې نه تښتم.“ 9د مالِک خُدائ فرښتې هغې ته وفرمائيل، ”خپلې بى‌بى له واپس لاړه شه او د هغې د اختيار لاندې ژوند تېروه.“ 10بيا فرښتې هغې ته دا هم وفرمائيل، ”زۀ به تا له دومره ډېر اولاد درکړم چې هيڅ څوک به يې نۀ شى شمېرلے. 11تۀ اوس اُميدواره يې او زوئ به دې وشى او د هغۀ نوم به اِسمٰعيل کېږدې ځکه چې مالِک خُدائ په تکليف کښې ستا آواز اورېدلے دے. 12خو ستا زوئ به د يو ځنګلى په شان عُمر تېروى، هغه به د هر چا دشمن وى او هر يو به د هغۀ خِلاف وى. هغه به د خپلوانو نه بېل ژوند تېروى.“ 13هاجِرې د ځان نه تپوس وکړو، ”ما خو خُدائ پاک ليدلے دے او بيا هم لا ژوندۍ پاتې يم؟“ نو هغې مالِک خُدائ ته يو نوم ورکړو چا چې د هغې سره يې خبرې کړې وې، يعنې، ”هغه خُدائ پاک چې ګورى.“ 14دا ځکه د قادِس او بيرد په مينځ کښې کوهى ته خلق وائى چې، ”بير‌لحى‌روۍ“ يعنې، د هغه ژوندى خُدائ پاک کوهے دے چې ما ګورى. 15د هاجِرې نه د ابرام زوئ وشو او اِسمٰعيل نوم يې پرې کېښودو. 16ابرام په هغه وخت کښې د شپږ اتياو کالو وو.

المحددات الحالية:

پېدايښت 16: PYPB

تمييز النص

شارك

نسخ

None

هل تريد حفظ أبرز أعمالك على جميع أجهزتك؟ قم بالتسجيل أو تسجيل الدخول