پېدايښت 18

18
اتلسم باب
د حضرت اِبراهيم سره د زوئ د پېدا کېدو وعده
1مالِک خُدائ اِبراهيم ته د ممرې پاکو ونو سره راڅرګند شو. چې اِبراهيم د سرې غرمې په وخت د خېمې د دروازې په خولۀ کښې ناست وو، 2هغۀ وکتل او څۀ ګورى چې هلته درې سړى ولاړ دى. هغوئ يې چې څنګه وليدل، هغۀ ستړى مشى له ورمنډه کړل. د عزت نه ورته ټيټ شو، 3اِبراهيم وفرمائيل، ”صاحِبانو، کۀ تاسو ما د دې قابل ګڼئ، نو زما سره ايسار شئ چې زۀ ستاسو خِدمت وکړم. 4کۀ اجازت وى نو زۀ به ستاسو پښو وينځلو له لږې اوبۀ راوړم، تاسو د دې ونې لاندې دمه وکړئ. 5زۀ به تاسو له لږه روټۍ هم راوړم، نو تاسو به بيا ښۀ مزل وکړئ. دا زما دپاره د عزت خبره ده چې زما کور ته راغلئ، نو زۀ به ستاسو مېلمستيا کوم.“ هغوئ جواب ورکړو، ”ښۀ ده، چې څنګه ستا خوښه وى نو هغه شان وکړه.“ 6اِبراهيم خېمې ته تېز لاړو او ساره ته يې وفرمائيل، ”زر شه. د ټولو نه د ښۀ اوړو بوجۍ راواخله او روټۍ ترې پخې کړه.“ 7بيا هغۀ د مال رَمې ته ورمنډه کړه او يو کچه او څورب سخے يې راونيوو او يو نوکر له يې ورکړو، چې هغه يې زر زر تيار کړى. 8هغۀ لږ ماستۀ، پئ او هغه پخه شوې غوښه هم راوړه او سړو ته يې هر څۀ کېښودل او چې کله هغوئ روټۍ خوړله نو د ونې لاندې ورته ولاړ وو. 9بيا هغوئ د هغۀ نه تپوس وکړو، ”ستا ښځه ساره چرته ده؟“ هغۀ جواب ورکړو، ”هغه دننه په خېمه کښې ده.“ 10يو مېلمه ووئيل، ”په راتلونکى کال کښې به زۀ واپس راشم او ستا د ښځې ساره به يو زوئ پېدا شوے وى.“ ساره د خېمې د دروازې شا ته دا خبرې اورېدلې. 11اوس ګوره، اِبراهيم او ساره ډېر بوډاګان وُو. او ساره د ماشوم د پېدا کېدو نۀ وه. 12نو ساره د ځان سره وخندل او وې وئيل چې، ”اوس زۀ زَړه او کمزورې يم او خاوند مې هم بوډا دے، نو اوس په دې عُمر کښې به زۀ د هغۀ سره څملم څۀ؟“ 13نو مالِک خُدائ د اِبراهيم نه تپوس وکړو، ”ساره ولې وخندل او وې وئيل چې په دې عُمر کښې زما ماشوم پېدا کېدے شى څۀ ځکه چې زۀ ډېره بوډۍ يم؟ 14داسې څۀ شته چې د مالِک خُدائ دپاره مشکل وى؟ لکه چې څنګه ما ووئيل، په راتلونکى کال به زۀ واپس راځم او د ساره به يو زوئ پېدا شى.“ 15نو ساره منکره شوه ځکه چې هغه يرېده. هغې ووئيل، ”ما خو نۀ دى خندلى.“ هغۀ جواب ورکړو، ”آو، تا وخندل.“
د حضرت اِبراهيم د سدوم د نۀ تباه کېدو سوال کول
16بيا هغه سړى روان شول او يو داسې ځائ ته لاړل چې د کوم ځائ نه يې سدوم ليدلے شو، نو اِبراهيم هغوئ ته په مخه ښه وئيلو دپاره ورسره لاړو. 17نو مالِک خُدائ د ځان سره وفرمائيل، ”زۀ چې څۀ کول غواړم هغه به د اِبراهيم نه نۀ پټوم. 18د هغۀ اولاد به يو لوئ طاقتور قوم وى او د هغۀ په ذريعه به زۀ ټولو قومونو له برکت ورکړم. 19ما هغه د دې دپاره غوره کړے دے چې هغه خپلو زامنو او اولاد ته دا نصيحت وکړى چې زما خبره منى او هغه څۀ کوى چې کوم صحيح او حق دى. کۀ دوئ داسې کوى، نو زۀ به هم د هغۀ دپاره هغه هر څۀ وکړم چې ما يې وعده کړې ده.“ 20بيا مالِک خُدائ اِبراهيم ته وفرمائيل، ”په سدوم او عموره باندې ډېر سخت اِلزامونه دى، دوئ ډېر بد عملونه کوى. 21زۀ به لاندې خامخا ځم چې دا پته ولګوم چې کوم اِلزامونه ما اورېدلى دى چې هغه رښتيا دى او کۀ نه.“ 22بيا هغه دوه سړى لاړل او د سدوم طرف ته روان شول، خو مالِک خُدائ د اِبراهيم سره ايسار شو. 23اِبراهيم مالِک خُدائ ته نزدې شو او تپوس يې ترې وکړو، ”تۀ په رښتيا د بدعملو سره صادقان هم تباه کوې؟ 24کۀ په ښار کښې پنځوس صادقان کسان وى، نو تۀ به ټول ښار تباه کوې څۀ؟ تۀ به دوئ نۀ معاف کوې د دې دپاره چې هغه پنځوس کسان بچ شى؟ 25دا څنګه کېدے شى چې تۀ به صادقان د بدعملو سره ووژنې؟ دا خو ناممکنه ده، تۀ داسې نۀ کوې. کۀ تۀ داسې وکړې، نو صادقانو خلقو ته به د بدعملو سره يو شان سزا مِلاو شى. دا ستا دپاره ناممکنه ده. ځکه د دُنيا اِنصاف کوونکے به خامخا اِنصاف کوى.“ 26مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”کۀ په سدوم کښې پنځوس صادقان کسان هم وى، نو زۀ به د هغوئ په خاطر ټول ښار بچ کړم.“ 27اِبراهيم بيا وفرمائيل، ”مالِکه خُدايه، ما معاف کړه چې زۀ زړَور شوم او ستا په مخکښې خبرې کوم. ځکه چې زۀ ستا په مخکښې هيڅ هم نۀ يم. 28خو کېدے شى چې هلته د پنځوسو صادقانو په ځائ صِرف پينځۀ څلوېښت وى. نو تۀ به د پينځو کسانو د کمى په وجه ټول ښار تباه کوې څۀ؟“ مالِک خُدائ جواب ورکړو، ”کۀ پينځۀ څلوېښت صادقان هم وى نو زۀ به هغه ښار نۀ تباه کوم.“ 29اِبراهيم بيا وفرمائيل، ”کېدے شى چې هلته صِرف څلوېښت کسان وى.“ هغۀ جواب ورکړو چې، ”کۀ څلوېښت کسان هم وى نو زۀ به هغه ښار نۀ تباه کوم.“ 30اِبراهيم وفرمائيل، ”مالِکه خُدايه، غصه کېږه مه، خو زۀ يو ځل بيا عرض کوم. کۀ هلته صِرف دېرش کسان وى نو بيا؟“ هغۀ وفرمائيل، ”زۀ به داسې نۀ کوم کۀ دېرش هم وى.“ 31اِبراهيم وفرمائيل، ”مالِکه خُدايه، ما معاف کړه چې زۀ زړَور شوم او ستا په مخکښې خبرې کوم، خو کۀ صِرف شل کسان وى؟“ هغۀ وفرمائيل، ”زۀ به هغه ښار نۀ تباه کوم کۀ شل کسان هم وى.“ 32اِبراهيم وفرمائيل، ”مالِکه خُدايه، غصه کېږه مه، زۀ به صِرف يو ځل بيا عرض کوم. کۀ هلته صِرف لس کسان وى نو بيا؟“ هغۀ وفرمائيل، ”کۀ لس کسان هم وى نو زۀ به هغه ښار نۀ تباه کوم.“ 33چې د اِبراهيم سره يې خبرې ختمې کړې نو مالِک خُدائ لاړو او اِبراهيم کور ته راوګرځېدو.

المحددات الحالية:

پېدايښت 18: PYPB

تمييز النص

شارك

نسخ

None

هل تريد حفظ أبرز أعمالك على جميع أجهزتك؟ قم بالتسجيل أو تسجيل الدخول