پېدايښت 20

20
شلم باب
حضرت اِبراهيم او ابى‌مَلِک
1اِبراهيم د ممرې نه د کنعان صحرا ته لاړو او د قادِس او شور په مينځ کښې اوسېدو. په هغه وخت کښې چې کله هغه په جرار کښې اوسېدو، 2هغۀ فرمائيلى وُو چې خپله ښځه ساره يې خور ده. نو د جرار بادشاه ابى‌مَلِک ترې ساره بوتلې وه. 3خو يوه شپه هغۀ خُدائ پاک په خوب کښې وليدو چې ورته يې وفرمائيل، ”ګوره، تۀ د مرګ په خولۀ کښې ولاړ يې، ځکه چې کومه ښځه تا راوستې ده هغه وادۀ شوې هم ده.“ 4خو ابى‌مَلِک ګوتې هم نۀ وې وروړې او هغۀ ووئيل، ”مالِکه خُدايه، زۀ بې‌ګناه يم. تۀ به ما او زما خلق تباه کوې څۀ؟ 5اِبراهيم خو په خپله فرمائيلى وُو چې هغه يې خور ده او هغې هم فرمائيلى وُو چې هغه يې ورور دے. ما خو دا په صفا نېت کړى دى او زما لاسونو ګناه نۀ ده کړې.“ 6خُدائ پاک په خوب کښې جواب ورکړو، ”آو، ما ته پته ده چې تا دا په صفا نېت کړى دى، هغې ته ګوتې وروړلو ته مې ځکه پرې نۀ ښودلې چې زما خِلاف ګناه ونۀ کړې. 7خو اوس، هغه ښځه خپل خاوند ته واپس کړه. هغه يو نبى دے او هغه به درته دُعا وکړى او تۀ به مړ نۀ شې. خو کۀ تۀ هغه واپس نۀ ورکوې، نو زۀ تا خبروم چې تۀ او ستا ټول خلق به مړۀ کېږئ.“ 8بل سحر وختى ابى‌مَلِک خپل ټول درباريان راوغوښتل او چې څۀ شوى وُو ورته يې ووئيل، او هغوئ سخت يرېدل. 9بيا ابى‌مَلِک اِبراهيم راوغوښتلو او تپوس يې ترې وکړو، ”دا تا په مونږ څۀ کړى دى؟ ما تا سره څۀ بد کړى دى چې تا په ما او زما په بادشاهۍ دا افت راوستے دے؟ داسې خو د هيچا سره هم نۀ دى کول پکار، لکه چې تا زما سره کړى دى. 10دا تا ولې کړى دى؟“ 11اِبراهيم جواب ورکړو، ”زما دا خيال وو چې دلته به داسې هيڅ څوک هم نۀ وى چې هغه د خُدائ پاک نه يريږى او دوئ به زما د ښځې په وجه ما ووژنى. 12هغه په رښتيا زما خور ده. هغه زما د پلار لور ده، خو زما د خپلې مور لور نۀ ده او ما هغه وادۀ کړه. 13چې کله خُدائ پاک زۀ د خپل پلار د کور نه مسافر کړم، نو ما هغې ته ووئيل، تۀ به زما سره هغه وخت خپل غېرت څرګند کړې چې هر چا ته وائې چې زۀ ستا ورور يم.“ 14بيا ابى‌مَلِک ساره واپس اِبراهيم ته ورکړه، هم هغه وخت يې هغۀ ته ګډې، څاروى او نوکران هم ورکړل. 15هغۀ اِبراهيم ته ووئيل، ”ګوره، دا ټوله زما زمکه ده، چې چرته دې خوښه وى هلته اوسېږه.“ 16هغۀ ساره ته ووئيل، ”زۀ ستا ورور له د سپينو زرو زر سيکې ورکوم، دا د دې دپاره چې تا سره څومره خلق دى چې ټولو ته ثابِته شى چې تۀ بې‌ګناه يې، هر چا ته به معلومه شى چې ستا لمن پاکه ده.“ 17‏-18نو په دې وجه چې د اِبراهيم د ښځې ساره سره کومه واقعه شوې وه، مالِک خُدائ د ابى‌مَلِک په محل کښې ټولې ښځې شنډې کړې. نو اِبراهيم د ابى‌مَلِک دپاره دُعا وکړه او خُدائ پاک هغه روغ کړو، خُدائ پاک د هغۀ ښځه او د هغۀ وينځې هم روغې کړې، چې د دوئ بچى پېدا شى.

المحددات الحالية:

پېدايښت 20: PYPB

تمييز النص

شارك

نسخ

None

هل تريد حفظ أبرز أعمالك على جميع أجهزتك؟ قم بالتسجيل أو تسجيل الدخول