پېدايښت 24

24
څليريشتم باب
رِبقه د حضرت اِسحاق ښځه کېدل
1اِبراهيم اوس د ډېر عُمر وو. مالِک خُدائ هغۀ له په هر کار کښې برکت ورکړے وو. 2يوه ورځ، اِبراهيم خپل مشر نوکر راوغوښتو او هغۀ ته يې وفرمائيل، ”زما سره يو پوخ لوظ وکړه، 3د مالِک خُدائ په نوم زۀ تا له قسم درکوم، د هغه خُدائ پاک چې په آسمان او زمکه بادشاهى کوى، چې تۀ به زما زوئ اِسحاق دپاره د دې ځائ د کنعان په خلقو کښې ښځه نۀ خوښوې. 4په ځائ د دې، واپس هغه مُلک ته لاړ شه چې چرته زۀ پېدا شوے وم. او زما زوئ اِسحاق له زما په خپلوانو کښې ښځه وګوره.“ 5خو نوکر ترې نه تپوس وکړو، ”کۀ هغه پېغله چې کومه زۀ خوښه کړم، دې مُلک ته زما سره نۀ راځى، نو بيا زۀ اِسحاق هغه مُلک ته واپس ولېږم څۀ د کوم نه چې تۀ راغلے يې؟“ 6اِبراهيم جواب ورکړو، ”نه، خيال کوه چې تۀ زما زوئ واپس هلته ونۀ لېږې. 7مالِک خُدائ هغه خُدائ پاک چې د آسمانونو بادشاه دے زۀ د هغه مُلک نه چې چرته زۀ پېدا شوے وم دلته راوستم، ما ته يې وفرمائيل او لوظ يې راسره وکړو چې هغه به زما اولاد له دا زمکه ورکوى. چې کله تۀ هلته ځې، نو مالِک خُدائ به ستا نه مخکښې خپله يوه فرښته زما د زوئ دپاره ښځه لټولو کښې ستاسو مدد له راولېږى. 8کۀ هغه ښځه تاسو سره د راتلو نه اِنکار کوى، نو خېر دے تۀ د لوظ نه آزاد يې. خو زما زوئ به هلته نۀ بوځې.“ 9نو نوکر د اِبراهيم سره پوخ لوظ وکړو چې هغه هر څۀ به وکړى چې هغۀ ته يې د کولو دپاره فرمائيلى وُو. 10د دې نه پس، هغه نوکر د اِبراهيم لس اوښان د ښو تُحفو سره بار کړل. بيا د شام شمال په طرف هغه ښار ته روان شو، چرته چې د اِبراهيم ورور نحور اوسېدو. 11کله چې هغه هلته ورسېدو، هغۀ د ښار نه بهر د چينې سره نزدې اوښان کښېنول. دا د مازيګر وخت وو، چې کله ښځې اوبو وړلو له راووتلې. 12نوکر دُعا وکړه، ”تۀ مالِکه خُدايه پاکه، زما د نېک اِبراهيم خُدائ پاک يې، ما نن کامياب کړه او زما د نېک سره خپله وعده پوره کړه. 13زۀ دلته د هغه چينې سره يم چې چرته به د ښار پېغلې اوبۀ وړلو له راځى. 14چې کومې جينۍ ته زۀ وايم چې لږ منګے راټيټ کړه، چې اوبۀ وڅښم، کۀ هغه ووائى چې وڅښه او زۀ به ستا اوښانو له هم اوبۀ راوړم، چې دا هم هغه وى چې تا خپل خِدمت کوونکى اِسحاق له خوښه کړې ده. کۀ داسې وشى، نو ما ته به پته ولګى چې تا زما د نېک سره خپله وعده پوره کړې ده.“ 15د دُعا ختمولو نه مخکښې، رِبقه چې د هغې په اوږو منګے وو راووتله. هغه د بتو‌اېل لور وه، چې هغه د اِبراهيم د ورور نحور او د هغۀ د ښځې مِلکاه زوئ وو. 16هغه ډېره ښائسته جينۍ وه او لا وادۀ شوې نۀ وه. هغه لاندې چينې ته لاړه، منګے يې ډک کړو او راوختله. 17د اِبراهيم نوکر د مِلاوېدو دپاره هغې له ورمنډه کړل او ورته يې ووئيل، ”ستا د منګى نه ما له لږې اوبۀ راکړه.“ 18هغې ووئيل، ”وڅښه، صاحِبه.“ او هغې زر د خپل ولى نه منګے راټيټ کړو او چې هغۀ اوبۀ څښلې نو منګے يې ورته نيولے وو. 19چې کله هغې اوبۀ ورکړې، هغې ووئيل، ”زۀ به ستا اوښانو له هم اوبۀ راوړم تر هغه پورې چې تنده يې ماته شى.“ 20هغې زر زر د څاروو د اوبو په سبيل کښې منګے تشولو او چينې ته به د نورو اوبو دپاره په منډه تله، تر دې پورې چې ټولو اوښانو ښۀ وڅښلې. 21د هغه سړى په هغې باندې نظر وو او غلے ولاړ وو، چې معلوم کړى چې مالِک خُدائ هغۀ له په سفر کښې کاميابى ورکړې ده کۀ نه. 22چې کله اوښانو اوبۀ وڅښلې، هغه سړى د سرو زرو يوه قيمتى نتکۍ هغې ته ورپه پوزه کړه او دوه درنې د سرو زرو کَړى يې ورپه لاس کړې. 23هغۀ ووئيل، ”ما ته ووايه چې ستا پلار څوک دے، د هغۀ په کور کښې زمونږ د شپې تېرولو ځائ شته؟“ 24هغې جواب ورکړو، ”زما پلار بتو‌اېل دے، چې د نحور او مِلکاه زوئ دے. 25مونږ سره ډېر بوس او واښۀ شته او ستاسو د پاتې کېدو دپاره حُجره هم شته.“ 26بيا هغه سړى خپل سر ټيټ کړو او د مالِک خُدائ عبادت يې وکړو. 27هغۀ ووئيل، ”د مالِک خُدائ ثناء دې وى، چې زما د نېک اِبراهيم خُدائ پاک دے، چې هغۀ په رښتيا زما د نېک سره خپله وعده پوره کړې ده. مالِک خُدائ زما د نېک خپلوانو ته زۀ نېغ راوستلم.“ 28جينۍ کور ته منډه کړه او خپلې مور او نورو ټولو ښځو ته يې ټوله قيصه تېره کړه. 29د رِبقې يو ورور وو چې نوم يې لابن وو، هغۀ بهر د چينې طرف ته منډه کړه چې چرته د اِبراهيم نوکر وو. 30لابن د خپلې خور په پوزه نتکۍ او د هغې په لاسونو کَړې ليدلې وې. او رِبقې دا خبره کوله چې لابن واورېدل څۀ چې هغه سړى وئيلى وُو. هغه د اِبراهيم نوکر له ورَغلو چې هغه د خپلو اوښانو سره د چينې سره ولاړ وو، 31او لابن ورته ووئيل، ”ما سره کور ته لاړ شه. تۀ هغه سړے يې چې مالِک خُدائ برکت درکړے دے. تۀ دلته بهر ولې ولاړ يې؟ ما په خپل کور کښې ستا دپاره ځائ تيار کړے دے او هلته ستا د اوښانو دپاره هم ځائ شته.“ 32نو هغه سړے دننه کور ته لاړو او لابن د اوښانو نه بارونه کوز کړل او بوس او واښۀ يې ورته واچول. بيا هغۀ د اِبراهيم د نوکر او د هغۀ د سړو دپاره اوبۀ راوړې چې خپلې پښې ووينځى. 33چې روټۍ يې کله راوړه، هغه سړى ووئيل، ”تر هغه پورې به زۀ خوراک نۀ کوم چې تر کومې پورې ما هغه څۀ وئيلى نۀ وى چې څۀ وئيل غواړم.“ لابن ووئيل، ”ټيک ده ووايه.“ 34هغۀ خبره شروع کړه، ”زۀ د اِبراهيم نوکر يم. 35مالِک خُدائ زما نېک له ډېر زيات برکت ورکړے دے او هغه يې ډېر مالدار کړے دے. هغۀ له يې د ګډو او چېلو رَمې، څاروى، سپين زر، سرۀ زر، غلامان او وينځې، اوښان او خرۀ هم ورکړى دى. 36زما د نېک د ښځې ساره نه چې کله هغه بوډۍ وه د هغۀ يو زوئ وشو او زما نېک هغۀ له خپل هر څۀ ورکړى دى. 37زما نېک زما نه دا پوخ لوظ اخستے دے چې د هغۀ حُکم به منم. هغۀ وفرمائيل، د کنعان د مُلک د پېغلو نه زما زوئ له ښځه مۀ خوښوه. 38خو زما د پلار خلقو، زما خپلوانو له لاړ شه او د هغۀ دپاره ښځه خوښه کړه. 39او ما د خپل نېک نه تپوس وکړو، فرض کړه کۀ هغه ښځه زما سره نۀ راځى نو بيا؟ 40هغۀ جواب راکړو چې مالِک خُدائ، چې د کوم ما همېشه فرمانبردارى کړې ده، هغه به خپله فرښته تا ته درولېږى او کاميابى به درکړى. تۀ به زما د زوئ دپاره زما د خپلو خلقو نه، زما د پلار د خاندان نه، يوه ښځه پېدا کړې. 41ستا دپاره صِرف يوه لار شته چې د لوظ نه آزاد شې، هغه دا چې کۀ تۀ زما خپلوانو له لاړ شې او هغوئ تا ته اِنکار وکړى، نو بيا به تۀ آزاد يې. 42چې نن زۀ چينې ته راغلم، ما مالِک خُدائ ته سوال وکړو، اے مالِکه خُدايه، زما د نېک اِبراهيم خُدايه پاکه، ما له په سفر کښې کاميابى راکړه. 43زۀ دلته د چينې سره يم، کله چې يوه جينۍ اوبو وړلو له راشى، نو زۀ به ورته ووايم چې ما له د خپل منګى نه لږې اوبۀ راکړئ. 44کۀ هغه ما له او زما اوښانو له هم اوبۀ ورکول وغواړى، چې دا هم هغه ښځه وى چې تا زما د نېک د زوئ دپاره خوښه کړې ده. 45د هغې نه مخکښې چې ما پټه په زړۀ کښې دُعا ختمه کړې وه، رِبقه چې د هغې په اوږه منګے وو راغله او لاندې چينې ته لاړه. ما هغې ته ووئيل چې، څښلو له لږې اوبۀ راکړه. 46هغې زر د خپل ولى نه منګے راټيټ کړو او وې وئيل، اوبۀ وڅښه او زۀ به ستا اوښانو له هم اوبۀ ورکړم. نو ما هم اوبۀ وڅښلې او اوښانو له يې هم ورکړې. 47ما د هغې نه تپوس وکړو، ستا پلار څوک دے؟ نو هغې جواب راکړو، زما پلار بتو‌اېل دے چې د نحور او مِلکاه زوئ دے. بيا ما هغې له نتکۍ ورپه پوزه کړه او کَړى مې ورپه لاس کړې. 48ما خپل سر ټيټ کړو او د مالِک خُدائ عبادت مې وکړو. ما د مالِک خُدائ ثناء ووئيله، چې زما د نېک اِبراهيم خُدائ پاک دے، چې هغۀ زۀ نېغ زما د نېک نوسۍ له راوستلم چې هغه د اِسحاق ښځه جوړه شى. 49نو کۀ تۀ زما د نېک سره خپله ذمه وارى پوره کول غواړې او ښۀ سلوک ورسره کوې، نو ما ته ووايه او کۀ نۀ وى نو هم ووايه، بيا به زۀ فېصله وکړم چې ما له څۀ کول په کار دى.“ 50لابن او بتو‌اېل جواب ورکړو، ”دا خبره د مالِک خُدائ نه راپېښه ده او مونږ ورته ښۀ يا بد نۀ شُو وئيلے. 51دا رِبقه ده، د ځان سره يې بوځه. هغه دې ستا د نېک د زوئ ښځه شى، لکه چې څنګه مالِک خُدائ په خپله فرمائيلى دى.“ 52چې کله د اِبراهيم نوکر دا خبره واورېده، هغه ټيټ شو او د مالِک خُدائ عبادت يې وکړو. 53بيا هغۀ ورله جامې، سپين زر او د سرو زرو کالى راوويستل او رِبقې له يې ورکړل. هغۀ د هغې ورور او مور له هم قيمتى تُحفې ورکړې. 54د دې نه پس، د اِبراهيم نوکر او د هغۀ سره نورو سړو خوراک څښاک وکړو او هلته يې شپه تېره کړه. چې کله هغوئ سحر پاڅېدل، هغۀ ووئيل، ”ما خپل نېک له واپس ولېږه.“ 55خو د رِبقې ورور او د هغې مور ووئيل، ”کم از کم لسو ورځو له دې هغه زمونږ سره ايساره شى، نو بيا دې لاړه شى.“ 56خو هغۀ ووئيل، ”مونږ مۀ ايساروئ. مالِک خُدائ زما سفر کامياب کړے دے، ما خپل نېک له واپس ولېږئ.“ 57هغوئ جواب ورکړو، ”مونږ به رِبقه راوغواړُو او د هغې نه به تپوس وکړُو چې هغه څۀ وائى.“ 58نو هغوئ رِبقه راوغوښته او تپوس يې ترې وکړو، ”تۀ د دې سړى سره تلل غواړې څۀ؟“ هغې جواب ورکړو، ”آو، زۀ به لاړه شم.“ 59نو هغوئ رِبقه او د کور مشره خِدمتګاره او نورې نوکرانې د اِبراهيم د نوکر او د هغۀ د سړو سره لېږلو ته راضى شول. 60او دوئ د رِبقې دپاره برکت وغوښتلو او ورته يې ووئيل چې، ”خورې تۀ دې د زرګونو مور شې، ستا اولاد دې د خپلو دشمنانو په ښارونو بريالے شى.“ 61بيا رِبقه او د هغې نوکرانې تيارې شوې او په اوښانو سورې شوې چې د اِبراهيم د نوکر سره لاړې شى او دوئ ټول روان شول. 62اِسحاق د بير‌لحى‌روۍ نه راغلے وو. او د کنعان صحرا کښې ايسار وو. 63هغه ماښام په پټو کښې چکر لګولو له ووتلو او څۀ ګورى چې اوښان راروان وُو. 64چې کله رِبقې اِسحاق وليدلو، هغه د خپل اوښ نه کوزه شوه 65او د اِبراهيم نوکر نه يې تپوس وکړو، ”هغه سړے چې په پټى کښې زمونږ طرف ته راروان دے څوک دے؟“ نوکر جواب ورکړو، ”هغه زما نېک دے.“ نو هغې څادر واخستلو او خپل مخ يې پټ کړو. 66نوکر هغه هر څۀ اِسحاق ته ووئيل چې څۀ يې کړى وُو. 67بيا اِسحاق رِبقه خپلې هغه خېمې ته راوستله چې د هغۀ مور ساره په کښې اوسېدلې وه او هغه يې ښځه شوه. اِسحاق د رِبقه سره مينه کوله، نو هغۀ ته د خپلې مور د مرګ نه پس آرام مِلاو شو.

المحددات الحالية:

پېدايښت 24: PYPB

تمييز النص

شارك

نسخ

None

هل تريد حفظ أبرز أعمالك على جميع أجهزتك؟ قم بالتسجيل أو تسجيل الدخول