پېدايښت 31

31
يو دېرشم باب
د حضرت يعقوب د لابن نه تښتېدل
1نو يعقوب واورېدل چې د لابن زامن وائى، ”زمونږ د پلار سره چې څۀ هم وُو نو هغه يعقوب د خپل ځان سره وړى دى. د هغۀ سره چې څومره دولت دے هغه ټول زمونږ د پلار وو.“ 2هغۀ ته دا پته هم ولګېده چې لابن ورسره اوس دومره ښۀ نۀ دے لکه څومره چې ورسره مخکښې وو. 3بيا مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”واپس د خپل پلار نيکۀ مُلک ته او خپلو خپلوانو له لاړ شه. زۀ به ستا مل يم.“ 4نو يعقوب راحيل او لِياه راوغوښتلې چې د هغۀ سره په پټى کښې مِلاو شى چرته چې د هغۀ رَمې وې. 5هغۀ هغوئ ته وفرمائيل، ”ما ته پته لګېدلې ده چې ستاسو پلار زما سره دومره ښۀ نۀ دے لکه چې څومره مخکښې وو، خو زما د پلار خُدائ پاک زما مل دے. 6تاسو دواړو ته پته ده چې ما د خپل ټول طاقت سره ستاسو د پلار خِدمت وکړو، 7خو بيا هم هغۀ زۀ دوکه کړم او لس ځل يې زما مزدورى بدله کړې ده. خو خُدائ پاک هغه ما ته څۀ نقصان رسولو ته پرې نۀ ښودلو. 8چې کله نه هم لابن دا وئيلى دى چې برَګې چېلۍ به ستا مزدورى وى، نو ټولو رَمو برَګ بچى راوړل. چې کله هغۀ ووئيل، د کرښو والا چېلۍ به ستا مزدورى وى، نو ټولو رَمو د کرښو والا بچى راوړل. 9خُدائ پاک ستاسو د پلار نه رَمې اخستې دى او هغه يې ما له راکړې دى. 10د څاروو د وار راوړو په وخت کښې ما يو خوب وليدو او ما وکتل چې کوم چېلى چې چېلۍ مال کوى هغه د کرښو والا، ټکى ټکى او برَګ وُو. 11د خُدائ پاک فرښتې ما ته په خوب کښې ووئيل، يعقوبه، ما جواب ورکړو، زۀ حاضر يم. 12هغې ووئيل، وګوره، هغه ټول چېلى کوم چې چېلۍ مال کوى هغه د کرښو والا ټکى ټکى او برَګ دى. زۀ داسې ځکه کوم چې لابن تا سره څۀ کوى نو ما ته د هغه هر څۀ پته ده. 13زۀ خُدائ پاک يم چې په بيت‌ايل کښې تا ته راڅرګند شوے وم، چې هلته تا يو کاڼے د يادګار په توګه وقف کړو او په هغې دې تېل واچول او هلته تا زما سره يو لوظ وکړو. اوس تۀ هغه مُلک ته واپس لاړ شه چرته چې تۀ پېدا شوے يې.“ 14راحيل او لِياه يعقوب ته ووئيل، ”مونږ ته زمونږ د پلار په ميراث کښې هيڅ هم پاتې نۀ دى. 15هغه مونږ په پردو کښې شمېرى. هغۀ مونږه خرڅې کړې يُو او زمونږ په سر هغۀ چې څومره روپۍ اخستې وې هغه ټولې يې ختمې کړې دى. 16هغه ټول دولت کوم چې خُدائ پاک زمونږ د پلار نه اخستے دے هغه زمونږ او زمونږ د بچو دے. چې تا ته خُدائ پاک څۀ فرمائيلى دى هم هغسې وکړه.“ 17‏-18نو يعقوب واپس خپل پلار ته د تلو تيارى وکړو چې د هغۀ پلار د کنعان په مُلک کښې وو. هغۀ خپل زامن او ښځې په اوښانو سورې کړې او خپلې ټولې رَمې يې د خپل ځان نه مخکښې روانې کړې، او سره د هغه هر څۀ چې هغۀ په مسوپتاميه کښې ګټلى وُو. 19لابن د خپلو ګډو نه وړۍ کلولو دپاره تلے وو او چې هغه نۀ وو نو راحيل د خپل پلار د کور بُتان پټ کړل. 20يعقوب لابن دوکه کړو ځکه چې هغه يې د خپل تګ نه خبر نۀ کړو. 21د هغۀ سره چې څۀ وُو هغه يې راواخستل او په تېزۍ سره لاړو. هغه د فرات د سيند نه پورې وتلو او د غرونو مُلک جِلعاد ته روان شو.
د لابن په حضرت يعقوب پسې تلل
22درې ورځې وروستو لابن خبر شو چې يعقوب تښتېدلے دے. 23نو هغۀ خپل سړى ځان سره کړل او اووۀ ورځې په يعقوب پسې وُو چې د غرونو مُلک جِلعاد سره يې رايسار کړو. 24په هغه شپه خُدائ پاک لابن ته په خوب کښې راغلو او هغۀ ته يې ووئيل، ”خيال کوه چې يعقوب ته هيڅ هم ونۀ وائې.“ 25لابن يعقوب د جِلعاد په غرونو کښې ګېر کړو، چرته چې يعقوب خېمه لګولې وه. لابن هم د خپلوانو سره هلته خېمه ولګوله. 26لابن يعقوب ته ووئيل، ”تا ولې زۀ دوکه کړم او زما لوڼه دې داسې بوتلې لکه د تُورې په زور دې نيولې وى؟ 27تا ولې زۀ دوکه کړم او زۀ دې خبر هم نۀ کړم او وتښتېدلې؟ کۀ تا ما ته وئيلى وے، نو ما به تۀ په خپله مخه د تمبل، رباب او د سندرو جشن سره رُخصت کړے وې. 28تا دې ته هم پرې نۀ ښودم چې ما خپل نمسى او لوڼه ښُکل کړے وے او دوئ ته مې په مخه ښه وئيلى وے. دا دې د کم عقلتوب کار کړے دے. 29زۀ تا ته د نقصان رسولو زور لرم، خو تېره شپه ستا د پلار خُدائ پاک ما له خبردارے راکړو چې تا ته هيڅ هم ونۀ وايم. 30ما ته پته وه چې تۀ ځې ځکه چې تۀ واپس کور له تلو ته ډېر بې‌صبره وې، خو زما د کور هغه بُتان دې ولې پټ کړل؟“ 31يعقوب جواب ورکړو، ”زۀ يرېدم، زما خيال دا وو چې تۀ خپلې لوڼه زما نه په زور بوځې. 32خو کۀ تا دلته د چا سره هم ستا بُتان پېدا کړل، نو هغه به ژوندے نۀ شى پرېښودلے. دلته زمونږ د خپلوانو په مخکښې يې وګوره، چې ستا څۀ څيز هم وى نو خپل څيز يوسه.“ يعقوب ته پته نۀ وه چې د لابن بُتان راحيل پټ کړى وُو. 33لابن لاړو او د يعقوب خېمه يې ولټوله، بيا هغه د لِياه خېمې او د هغه دوه وينځو خېمې ته لاړو، خو هغۀ خپل بُتان ونۀ موندل. بيا هغه د راحيل خېمې ته لاړو. 34راحيل د کور هغه بُتان راخستى وُو او هغه يې د اوښ د زين په کڅوړه کښې کېښودلى وُو او په هغې باندې ناسته وه. لابن هغه ټوله خېمه ولټوله، خو هغه يې ونۀ موندل. 35راحيل خپل پلار ته ووئيل، ”پلاره، ما ته مۀ غصه کېږه، خو چې تۀ دلته يې ستا په مخکښې زۀ نۀ شم پاڅېدلے، په ما د ښځو بيمارى راغلې ده.“ لابن لټون وکړو خو د خپل کور هغه بُتان يې پېدا نۀ کړل. 36بيا يعقوب غصه شو، ”ما څۀ بد کړى دى؟ زما ګناه څۀ ده چې تۀ داسې تېز په ما پسې راورسېدې؟ 37اوس چې زما سره څۀ دى هغه ټول دې ولټول، تا د خپل کور کوم يو څيز موندلے دے چې هغه ستا وى؟ دا دلته بهر ښکاره کېږده چې زما او ستا خپلوان يې وګورى او دوئ به فېصله وکړى چې په مونږ کښې څوک په حقه دے. 38زۀ تا سره د شلو کالو نه يم، ستا ګډو او ستا چېلو په يو کال هم بچے نۀ دے ضائع کړے او ما يو ګډ هم ستا د رَمو نه نۀ دے خوړلے. 39چې کله هم يو ځنګلى ځناور ستا ګډه خوړلې ده، ما هغه تاوان په خپله درکړے دے. تا هر هغه څيز زما نه غوښتے دے چې چا د ورځې يا شپې پټ کړے وى. 40ډېر ځل زۀ د ورځې ګرمۍ وهلے يم او د شپې يخنۍ اوچ کړے يم. او زما خوب تښتېدلے وو. 41د شلو کالو نه زۀ ستا په کور کښې يم. څوارلس کاله ما ستا د دوو لوڼو او شپږ کاله ستا د رَمو دپاره، ستا خِدمت کړے دے. او بيا هم، تا لس ځل زما مزدورى بدله کړه. 42کۀ زما د پلار خُدائ پاک، کوم چې د اِبراهيم او اِسحاق خُدائ پاک دے، زما مل نۀ وے، نو تا به زۀ مخکښې خالى لاسونه لېږلے وے. خو خُدائ پاک زما تکليف او کوم خِدمت چې ما کړے دے هغه ليدلے دے او ځکه خُدائ پاک تېره شپه تۀ ملامته کړې.“
د حضرت يعقوب او لابن په مينځ کښې معاهده
43بيا لابن يعقوب له جواب ورکړو، ”دا ځوانې ښځې زما لوڼه دى، د دوئ بچى زما دى او دا رَمې زما دى. چې تۀ دلته څۀ هم ګورې هغه زما دى. خو زۀ خپلې لوڼه او د هغوئ بچى نۀ شم ساتلے، 44نو زۀ تا سره يو لوظ کولو ته تيار يم. راځه چې داسې څۀ وکړُو چې زمونږ دا لوظ پرې مونږ ته راياديږى.“ 45نو يعقوب يوه تيږه راواخستله او هغه يې د يو يادګار په توګه ودروله. 46هغۀ خپلو سړو ته وفرمائيل چې، ”څۀ کاڼى راټول کړئ.“ نو هغوئ کاڼى راټول کړل او يو ډېرے يې ترې نه جوړ کړو. بيا هغوئ د هغه کاڼو د ډېرى سره روټۍ وخوړله. 47لابن په دې يجرشاهدوتها نوم کېښودو، خو يعقوب پرې جلعيد نوم کېښودو. 48لابن يعقوب ته ووئيل، ”دا د کاڼو ډېرے به زمونږ د دواړو دپاره يو يادګار وى.“ نو ځکه د هغه ځائ نوم جلعيد شو. 49لابن دا هم ووئيل، ”مالِک خُدائ دې په مونږ نظر وساتى چې کله مونږ د يو بل نه جدا يُو.“ نو د هغه ځائ نوم مصفاه هم شو. 50لابن ووئيل، ”کۀ تۀ زما د لوڼو سره بد سلوک کوې يا نورې ښځې وادۀ کوې، کۀ ما ته پته هم نۀ وى، ياد لره چې خُدائ پاک مونږ ګورى. 51دا هغه کاڼى دى چې ما زمونږ په مينځ کښې ډېرے کړى دى او دا هغه يادګارى تيږه ده. 52دا ډېرے او دا د يادګارى تيږه دواړه يادګارونه دى. زۀ به کله هم په تا حمله کولو دپاره د دې نه نۀ درتېرېږم او تۀ هم په ما حمله کولو دپاره د دې يادګارى تيږې نه مۀ راتېرېږه. 53د اِبراهيم خُدائ پاک او د نحور خُدائ پاک به په مونږ نظر وکړى چې مونږ کومه معاهده کړې ده چې د هغې خيال ساتو.“ بيا يعقوب د هغه خُدائ پاک په نوم د کوم چې د هغۀ پلار اِسحاق عبادت کولو پوخ لوظ وکړو چې دا وعده به پوره کوى. 54هغۀ يو ځناور حلال کړو او دا يې په غر باندې د قربانۍ په توګه پېش کړو او يعقوب روټۍ له د هغۀ خپلوان راوغوښتل، دوئ روټۍ وخوړه او بيا يې په غر باندې شپه تېره کړه. 55بل سحر وختى لابن خپل نمسى او لوڼه ښُکل کړل او په مخه ښه يې ورته ووئيل او واپس کور ته روان شو.

المحددات الحالية:

پېدايښت 31: PYPB

تمييز النص

شارك

نسخ

None

هل تريد حفظ أبرز أعمالك على جميع أجهزتك؟ قم بالتسجيل أو تسجيل الدخول