YouVersion Logo
Search Icon

پېدايښت 23

23
درويشتم باب
د بى‌بى ساره مرګ او ښخېدل
1ساره يو سل اوويشت کاله ژوندۍ وه. 2هغه د کنعان په مُلک کښې په حبرون کښې په حق ورسېده، او اِبراهيم د ساره په غم غمژن شو او هغې پسې يې ژړل. 3اِبراهيم د مړى خوا نه پاڅېدو، حِتيانو له ورَغلو او وې فرمائيل چې، 4”زۀ د پردى مُلک يم او تاسو سره اوسېږم، زما خپله زمکه نشته چې چرته زۀ خپله ښځه په يو مناسب ځائ کښې ښخه کړم. لږه زمکه په ما خرڅه کړئ.“ 5هغوئ جواب ورکړو چې، 6”نېکه، زمونږ خبره واوره، مونږ تا ته د يو تکړه مشر په سترګه ګورو. زمونږ د اديرې د ټولو نه ښۀ ځائ کښې خپل مړے ښخ کړه، تا به هيڅ څوک د يو ځائ نه هم د خپل مړى ښخولو نه نۀ منع کوى.“ 7اِبراهيم پاڅېدو او د هغه مُلک خلقو يعنې حِتيانو ته يې د عزت نه سر ټيټ کړو 8او ورته يې وفرمائيل، ”کۀ ستاسو دا خوښه وى چې زۀ دلته خپل مړے ښخ کړم، نو د صحر زوئ عِفرون ته ووايئ 9چې د خپل پټى په سر کښې د مکفيله غار په ما خرڅ کړى. زۀ به يې پوره قيمت ورکړم او تاسو ټول به د دې ګواهان شئ.“ 10‏-11عِفرون هلته د ښار د دروازې سره نزدې ناست وو، چې کله اِبراهيم دا عرض وکړو، نو هغۀ جواب ورکړو چې، ”صاحِبه، دا ټول پټے سره د غار ستا په وړاندې دے. زما د خپلو خلقو په مخکښې زۀ دا ستا د مړى د قبر دپاره درکوم.“ 12يو ځل بيا، اِبراهيم د هغه مُلک خلقو ته د عزت نه ټيټ شو 13او عِفرون ته يې وفرمائيل، ”د دې ګواهانو په مخکښې، زۀ تا له د دې پټى پوره قيمت درکوم، چې خپله ښځه ښخه کړم. دا قيمت زما نه قبول کړه.“ 14عِفرون جواب ورکړو چې، 15”صاحِبه، زما خبره واوره، د دې ځائ قيمت صِرف څلور سوه د سپينو زرو سيکې به وى. په داسې لږ قيمت به مونږ په خپلو کښې څۀ يو بل ته سختيږو؟ خپل مړے ښخ کړه.“ 16اِبراهيم د عِفرون دا خبره منظوره کړه او هغه سپين زر يې عِفرون ته وتلل چې د کومو په حقله يې چې د حِتيانو په مخکښې فرمائيلى وُو، د هغه وخت د سوداګرو د وزن مطابق، څلور سوه د سپينو زرو سيکې. 17نو داسې اِبراهيم د عِفرون نه هغه د ممرۍ سره نزدې مکفيله په علاقه کښې هغه پټے واخستلو. پټے سره د هغه غار او ګېرچاپېره چې څومره ونې وې. 18د ښار په دروازه کښې د جرګې د ټولو سړو په مخکښې دا زمکه د اِبراهيم شوه چرته چې حِتيان د دې ګواهان وُو. 19د دې نه پس، اِبراهيم خپله ښځه ساره په کنعان وطن کښې د مکفيله د پټى په غار کښې ښخه کړه 20چې کوم يې د حِتيانو نه اخستے وو.

Currently Selected:

پېدايښت 23: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in