YouVersion Logo
Search Icon

پېدايښت 26

26
شپږويشتم باب
حضرت اِسحاق او ابى‌مَلِک
1د هغې نه وروستو، په هغه مُلک کښې يو بل قحط راغلو لکه څنګه چې مخکښې د اِبراهيم په وخت کښې راغلے وو. اِسحاق په جرار کښې، د فلستيانو بادشاه ابى‌مَلِک له ورَغلو. 2مالِک خُدائ اِسحاق ته راڅرګند شو او ورته يې وفرمائيل، ”مِصر ته مۀ ځه، په دې مُلک کښې اوسېږه، کوم ځائ چې زۀ درته ښايم. 3دلته اوسېږه او زۀ به ستا مل شم او برکت به درکړم. زۀ دا ټوله علاقه تا او ستا اولاد له درکوم. ما چې کومه وعده ستا پلار اِبراهيم سره کړې ده زۀ به هغه پوره کړم. 4زۀ به تا له دومره ډېر اولاد درکړم لکه چې په آسمان کښې ستورى دى او زۀ به هغوئ له دا ټوله علاقه ورکړم. ټول قومونه به ستا د اولاد په وسيله برکت ومومى. 5زۀ به تا له برکت درکړم، ځکه چې اِبراهيم زما تابعدارى کړې ده او زما ټول قانونونه او حُکمونه يې پوره کړى دى.“ 6نو اِسحاق په جرار کښې اوسېدو. 7کله چې د هغه ځائ خلقو د هغۀ د ښځې په حقله تپوس وکړو، هغۀ ووئيل چې، ”هغه زما خور ده.“ هغۀ دا اِقرار ونۀ کړو چې هغه يې ښځه ده، هغه يرېدو چې هسې نه چې خلق يې مړ کړى او رِبقه به ترې نه بوځى، ځکه چې هغه ډېره ښائسته وه. 8د اِسحاق هلته د ډېر وخت اوسېدو نه پس، د فلستيانو بادشاه ابى‌مَلِک د کړکۍ نه لاندې وکتل او وې ليدل چې اِسحاق خپله ښځه رِبقه راغاړه ايستله. 9ابى‌مَلِک اِسحاق راوغوښتلو او ورته يې ووئيل، ”نو دا معلومه شوه چې هغه ستا ښځه ده، تا ولې وئيلى دى چې هغه ستا خور ده؟“ هغۀ جواب ورکړو، ”زما خيال دا وو چې کۀ دا مې ووئيل چې هغه زما ښځه ده نو زۀ به ووژلے شم.“ 10ابى‌مَلِک ورته ووئيل، ”دا تا زمونږ سره څۀ کړى دى؟ زما د خلقو نه يو سړے په آسانۍ سره ستا د ښځې سره څملاستے شو او تا به مونږ ګناهګار کړى وُو.“ 11ابى‌مَلِک ټولو خلقو له خبردارے ورکړو، ”کۀ څوک دې سړى يا د هغۀ ښځې له په بد نېت لاس وروړى نو خامخا به وژلے شى.“ 12چې کله هغه هلته اوسېدو، اِسحاق هلته زمکه وکَرله او په هغه کال يې چې څومره کَرلى وُو د هغې نه يو په سل زيات فصل يې وشو، ځکه چې مالِک خُدائ هغۀ له برکت ورکړو. 13هغه مالدار کېدو او لوئ سړے شو. 14ځکه چې د هغۀ ډېر نوکران، چېلۍ او څاروى او د ګډو ډېرې رَمې وې، خو په فلستيانو هغه بد لګېدو. 15چې کوم کوهى د اِبراهيم په ژوند د اِبراهيم نوکرانو کنستلى وُو نو فلستيانو هغه کوهى بند کړل او د خاورو نه يې ډک کړل. 16ابى‌مَلِک اِسحاق ته ووئيل، ”زمونږ د مُلک نه بهر شه. تۀ زمونږ نه زيات تکړه شوے يې.“ 17نو اِسحاق لاړو او د جرار په مېدان کښې يې خېمه ولګوله، چې هلته د څۀ وخت دپاره ايسار شو. 18هغۀ يو ځل بيا هغه کوهى وکنستل کوم چې د اِبراهيم په وخت کښې کنستلے شوى وُو او فلستيانو د اِبراهيم د مرګ نه پس بند کړى وُو. اِسحاق به هغه کوهى ته هم هغه نومونه اخستل کوم چې د هغۀ پلار پرې اېښى وُو. 19د اِسحاق نوکرانو په مېدان کښې يو کوهے کنستلو او هلته يې د اوبو يوه چينه وموندله. 20د جرار شپونکى د اِسحاق د شپونکو سره په جګړه شول او وې وئيل چې، ”دا اوبۀ زمونږ دى.“ نو اِسحاق په هغه کوهى ”عِسق“ نوم کېښودو، ځکه چې هغوئ د هغۀ سره جنګ وکړو. 21د اِسحاق نوکرانو يو بل کوهے وکنستلو او په هغې باندې هم جګړه وشوه، نو په هغې يې ”سِتنه“ نوم کېښودو. 22هغه د دې ځائ نه لاړو او يو بل کوهے يې وکنستلو. او په هغې باندې هيڅ لانجه جوړه نۀ شوه، نو هغۀ په دې کوهى باندې ”رحوبوت“ نوم کېښودو. هغۀ وفرمائيل، ”مالِک خُدائ اوس زمونږ دپاره يو ځائ جوړ کړے دے چې په دې مُلک کښې اوسيږو او مونږ به دلته آباد شُو.“ 23اِسحاق د دې ځائ نه بيرسبع ته لاړو. 24په هغه شپه مالِک خُدائ هغۀ ته راڅرګند شو او ورته يې وفرمائيل، ”زۀ ستا د پلار اِبراهيم خُدائ پاک يم. يرېږه مه، زۀ ستا مل يم. زۀ به تا له برکت درکړم او د خپل خِدمت کوونکى اِبراهيم سره زما د وعدې په ذريعه به تا له ډېر اولاد درکوم.“ 25اِسحاق هلته يوه قربان‌ګاه جوړه کړه او د مالِک خُدائ عبادت يې وکړو. بيا هغۀ هلته خپله خېمه ولګوله او د هغۀ نوکرانو بل کوهے وکنستلو.
د حضرت اِسحاق او ابى‌مَلِک په مينځ کښې د امن معاهده
26ابى‌مَلِک د جرار نه د خپل مشير اخوزت او د خپل لښکر مشر فيکُل سره د اِسحاق سره مِلاوېدو دپاره راغلو. 27نو اِسحاق ترې تپوس وکړو، ”تۀ اوس ما سره مِلاوېدو له ولې راغلے يې، چې تۀ مخکښې ما سره ډېر بد وې او زۀ دې د خپل مُلک نه بهر کړم؟“ 28هغوئ جواب ورکړو چې، ”مونږ ته صفا پته ولګېده چې مالِک خُدائ ستا مل دے او زمونږ خيال دا دے چې زمونږ په مينځ کښې يو پوخ لوظ په کار دے. مونږ تا سره لوظ کول غواړُو 29چې تۀ به مونږ ته نقصان نۀ رسوې، لکه چې څنګه مونږ تا ته نقصان نۀ دے رسولے، او مونږ هيڅ بد تا سره نۀ دى کړى او په امن سره ژوند تېرولو ته مو پرېښودلے وې. او بې‌شکه چې مالِک خُدائ تا له برکت درکړے دے.“ 30اِسحاق هغوئ له غټه مېلمستيا وکړه او هغوئ خوراک څښاک وکړو. 31هغوئ سحر وختى پاڅېدل او يو بل ته يې قسمونه وکړل. اِسحاق هغوئ رُخصت کړل او هغوئ د هغۀ نه په سلامتۍ سره لاړل. 32هم په هغه ورځ د اِسحاق نوکران راغلل او هغۀ ته يې د هغه کوهى په حقله ووئيل چې کوم هغوئ کنستلے وو. هغوئ ووئيل، ”مونږ اوبۀ موندلې دى.“ 33هغۀ په هغه کوهى ”سبع“ نوم کېښودو. او تر ننه پورې د هغه ښار نوم بيرسبع دے.
د حضرت عِيسو د بل مُلک ښځې
34چې کله عِيسو د څلوېښتو کالو وو، هغۀ دوه حِتۍ ښځې د بيرۍ لور يهودِت او د ايلون لور باسمت وادۀ کړې. 35هغوئ د اِسحاق او رِبقه ژوند تريخ کړو.

Currently Selected:

پېدايښت 26: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in