YouVersion Logo
Search Icon

زبور ۱۶

۱۶
شپاړسم زبور
د ډاډګېرنې دعا
(د داود زبور)
1 ته مې وساته ای خدایه، زه پناه غواړم له تا نه
2 ما دا وویل څښتن ته: «ته زما څښتن یې
ټول زما نعمتونه دي د ستا له خوا نه»
3 د وطن سپېڅلي خلک، شریف خلک دي!
په هغوی کې زما ټوله خوشحالي ده
4 چې ځغلي څوک نورو خدایانو پسې
د هغو خلکو به غمونه زیات شي
د هغو خلکو قربانیو کې به نه شم شریک
نه به یې نومونه د خدایانو واخلم
5 ته زما دپاره هرڅه یې څښتنه
زه چې هر شي ته محتاج شم هغه ته راکوې ماته
زما قسمت ستا په لاسونو کې دی
6 تا ماته په برخه کې راکړي ښه ځایونه دي
هېڅ په کې شک نشته چې ښایسته زما میراث دی
7 کوم ستاینه د څښتن چې کوي ماته لارښوونه
حتی په شپه کې مې وجدان راته کوي سمه ښودنه
8 څښتن تل زما سره دی زه پوهېږم
هغه موجود دی زما ښي لاس ته
نو زه به نه غورځېږم
9 نو زما زړه دی خوشحال او خوشحالي کومه
هم بدن مې دی په امن
10 ځکه چې ته به ما پرېنږدې د مړو په دنیا کې
او ته به پرېنږدې مړی د خپل سپېڅلي خادم
چې شي خراب
11 راښایې ماته د ژوندون لاره
ډک دی زما زړه د خوشحالۍ نه ستا دیدار سره
ستا ښي لاس ته ناست به تل خوشحاله یم

Currently Selected:

زبور ۱۶: APB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in