YouVersion Logo
Search Icon

زبور ۲۰

۲۰
شلم زبور
د فتحې دپاره دعا
(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د داود زبور)
1 په سختۍ کې دې څښتن کاندي قبوله ستا دعا
د یعقوب خدای دې ساتنه وکړي ستا
2 له خپل سپېڅلي ځای نه دې کومک واستوي تاته
د صهیون له غره دې مرسته وکړي ستا
3 کړي رایادې دې ستا ټولې نذرانې
کړي قبولې دې ستا ټولې سوځېدونکې قربانۍ
4 کړي پوره دې هغه ستا د زړه ارمان
او د ستا ټول پلانونه دې کامیاب کړي
5 بیا به چیغې د خوشحالۍ ستا په بریا کړو
د خپل خدای په نوم به جګ کړو بیرغونه
کړي څښتن دې ټول قبول ستا سوالونه
6 اوس پوهېږم چې څښتن خپل غوره کړی پاچا ژغوري
کړي دعا به یې قبوله له خپل پاک ځایه اسمانه
ور به کړي په خپل قدرت هغه ته لویې کامیابۍ
7 ځینې توکل کوي ګاډیو جنګي خپلو باندې
ځینې توکل کړي په اسونو باندې
زمونږ توکل دی په نامه د خپل څښتن خدای
8 داسې خلک به ښوییږي او رالویږي
خو مونږه به پاڅېږو ټینګ ودرېږو به
9 ای څښتنه، ته پاچا ته بری ورکړه
د کومک دپاره زمونږه فریاد واوره

Currently Selected:

زبور ۲۰: APB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in