YouVersion Logo
Search Icon

زبور ۲۴

۲۴
څلورویشتم زبور
د جلال پاچا
(د داود زبور)
1 چې په ځمکه کې هرڅه دي
هغه واړه د څښتن دي
چې په دنیا کې اوسي
هغه واړه د څښتن دي
2 ځکه تهداب د ځمکې کېښود څښتن
هغه یې کلکه ودروله دریابونو باندې
هم یې قایمه ودروله په اوبو د ځمکې لاندې باندې
3 څوک شي ختلی د څښتن غونډۍ ته؟
څوک ودرېدی شي د هغه پاک کور کې؟
4 هغه څوک چې لاسونه یې په ګناه نه وي ککړ
او زړه یې پاک وي
چې د بتانو عبادت نه کوي
او په دروغو قسمونه نه خوري
5 نو برکت به د څښتن نه واخلي
کړي د هغه ژغورونکی خدای به یې معصوم اعلان
6 دا هغه خلک دي چې کړي رجوع خدای ته
څوک چې غواړي د یعقوب د خدای دیدار
7 ای دروازو خلاصې شئ
شئ تاریخي دروازو تاسې بېرته
چې د جلال پاچا راننوځي
8 څوک دی دا د جلال پاچا؟
هغه څښتن چې دی قوي او زورور
هغه څښتن چې دی تکړه په جنګ کې
9 ای دروازو خلاصې شئ
شئ بېرته تاسې تاریخي دروازو
چې د جلال پاچا راننوځي
10 څوک دی دا د جلال پاچا؟
دا مطلق قادر څښتن دی
دا دی پاچا د جلال

Currently Selected:

زبور ۲۴: APB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in