YouVersion Logo
Search Icon

زبور ۳۰

۳۰
دېرشم زبور
د شکرګزارۍ دعا
(د داود زبور. د خدای د کور د وقفولو دپاره سرود)
1 ای څښتنه بیانومه ستا لویي
ځکه تا یمه ژغورلی
دښمنان دې زما نه دي پریښي
چې په ما شي دوی خوشحاله
2 ای څښتنه زما خدایه
ما فریاد وکړ ستا د کومک دپاره
تا شفا راکړله ماته
3 زه د مرګ په لار روان وم
تا له قبره وساتلم
نوی ژوند دې راکړ ماته
4 ای څښتن ته وفادارو خلکو!
ثنا یې وایئ په سندرو باندې
ساتئ یې په یاد شکر یې کړئ چې دا سپېڅلی دی
5 وي غضب د ده یوې شېبې دپاره
خو یې فضل وي د ټول عمر دپاره
د شپې کېدای شي چې ژړا وي ټوله
خو په سهار کې خوشحالي راځي
6 چې مې احساس د بې غمۍ وکړ
بیا مې د ځانه سره داسې وویل:
«زه به هېڅکله په لړزان نه شم»
7 کله چې تا وکړ احسان په ما ای څښتنه
زه دې د غره په شان قوي کړمه
کله چې مخ دې رانه واړاوه زه ووېرېدم
8 ما فریاد وکړ تاته ای څښتنه
ما د رحم سوال وکړلو له تا نه
9 «زما مرګی به څه فایده ولري؟
څه فایده به وکړي چې قبر ته زه لاړ شم؟
ایا خاورې به ویلی ستا ثنا شي؟
دا به وکړای شي بیان وفا د ستا؟
10 کړه دعا زما قبوله ای څښتنه رحم وکړه ته په ما
ای څښتنه مددګار شه ته زما»
11 تا زما ماتم بدل کړ د خوشحالۍ په ګډا
تا د ویر جامې زما نه وویستلې
دې جامې د خوشحالۍ راواغوستلې
12 نو زه به غلی پاتې نه شم
زه به وایم ستا د ثنا سندره د زړه له تله
ای څښتنه! زما خدای یې
تل ترتله به زه ستا شکر کومه

Currently Selected:

زبور ۳۰: APB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in