YouVersion Logo
Search Icon

زبور ۴۶

۴۶
شپږڅلوېښتم زبور
خدای زمونږ سره مل دی
(د سرود ویونکو د مشر دپاره: په نري اواز د قورح د طایفې سندره)
1 خدای سرپناه دی زمونږ، قوت دی زمونږ
د سختۍ وخت کې زمونږ مرستې ته حاضر دی همېش
2 مونږ به ونه وېرېږو، که ځمکه ولړزیږي
غرونه راپرېوځي د بحرونو تل ته
3 که دریابونه وغړمبیږي، توفاني هم شي
او له دې زوره غرونه ولړزیږي
4 داسې یو سیند دی چې د خدای ښار ته خوښي راولي
سپېڅلی کور چېرته چې دی خدای تعالی په کې
5 خدای په دې ښار کې اوسي، هېڅکله دا وران به نه شي
هغه به یې کړي ساتنه د سباوون په وخت کې
6 قومونه سخت دي په غوغا او پاچاهۍ لړزیږي
خدای کړي اواز لکه د تندر ویلي کیږي دنیا
7 مطلق قادر څښتن دی مل راسره
د یعقوب خدای دی پناه ځای زمونږه
8 راشئ کارونه د څښتن وګورئ
وګورئ څنګه هیبتناک کارونه وکړل په دنیا کې هغه
9 ټوله دنیا کې بندوي جنګونه
لیندې له منځه وړي او نېزې ماتوي
سېځي سپرونه په سور اور باندې
10 څښتن وویل: «جنګ بس کړئ
په دې پوه شئ چې زه خدای یم
ټولو قومونو څخه لوړ یمه زه
ټولې دنیا باندې زه لوړ یمه»
11 مطلق قادر څښتن دی مل راسره
د یعقوب خدای دی پناه ځای زمونږه

Currently Selected:

زبور ۴۶: APB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in