YouVersion Logo
Search Icon

زبور ۶۳

۶۳
دري شپېتم زبور
د خدای سره د اړیکو لېوالتیا
(د داود زبور، هغه مهال چې هغه د یهودا په دښته کې ؤ.)
1 ای خدایه ته زما خدای یې
زه رجوع کومه تاته خدایه
زه په خپل زړه کې ستا لېوال یمه
لکه د وچې او بېکاره للمې ځمکې په شان
زما روح تږی دی د ستا دپاره
2 ما یې لیدلی په سپېڅلي ځای کې
د ستا قدرت او ستا جلال مې په ځیر ځیر کتلی
3 دا ستا مینه تلپاتې ده بهتره له ژوندونه
نو زما شونډې به تا ستایي
4 ترڅو ژوندی یم ستا ثنا به وایم
پورته کوم به خپل لاسونه په دعا کې زه د ستا په نامه
5 داسې به موړ شم لکه څوک چې په مېله کې
غوړ خوراک وکړي
په خوشحالۍ سره به وایم ستا ثنا او صفت
6 کله زه پروت چې په بستر کې یمه تا یادوم
ټوله شپه ستا په اړه فکر کوم
7 ځکه چې ته مې مددګار وې همېش
د سیوري لاندې د وزرونو د ستا
د خوشحالۍ سندرې وایمه زه
8 ما خپل روح تا پورې تړلی دی
ستا ځواکمن لاس کوي ملاتړ زما
9 خو څوک چې هڅه کړي چې ما ووژني
هغوی به لاړ شي د مړو دنیا ته
10 په جنګ کې مړه به شي په تورو هغوی
شي به یې مړي د سورلنډیانو خوراک
11 خو پاچا به خوشحالي کوي د خدای په خاطر
څوک چې قسم خوري د خدای په نوم
د هغه ثنا او صفت به کوي
خو د دروغجنو خولې به بندې شي

Currently Selected:

زبور ۶۳: APB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in