YouVersion Logo
Search Icon

زبور ۶۷

۶۷
اووه شپېتم زبور
د شکرګزارۍ سندره
(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د موسیقۍ د تار لرونکو آلو سره زبور د سندرې په شکل)
1 ای خدایه، رحم وکړه په مونږ او برکت راکړه
په ورین تندي وګوره مونږ ته
2 ترڅو چې ټوله دنیا وپېژني ستا لاره
ترڅو چې ټول قومونه وپېژني ستا نجات بخښونکی ځواک
3 پرېږده چې خلک دې صفت وکړي خدایه
پرېږده چې ټول خلک دې کاندي صفت
4 پرېږده خوشحال شي ټول قومونه
او سندرې د خوښۍ ووایي
ځکه چې ته د ولسونو قضاوت کړې په انصاف سره
او په دنیا کې لارښوونه د قومونو کوې
5 پرېږده چې خلک دې صفت وکړي خدایه
پرېږده چې ټول خلک دې کاندي صفت
6 بیا ورکوي ځمکه به خپل حاصل
خدای، زمونږه خدای به کړي نازل خپل برکت په مونږ
7 خدای دې راکړي برکت مونږ ته
پرېږده چې ټول خلک په هرځای کې ترې وېره وکړي

Currently Selected:

زبور ۶۷: APB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in