يوحنا 11

11
يوولسم باب
د لعزر مرګ
1نو اوس لعزر نومې سړے ناجوړه وو، چې د بيتِ‌عنياه وو کوم چې د مريمې او د هغې د خور مرتا کلے وو. 2دا د هغه مريم ورور لعزر ناجوړه وو چا چې په مالِک عطر اچولى وُو او د هغۀ پښې يې په خپلو وېښتو وچې کړې وې. 3نو خوېندو يې عيسىٰ له خبر ورولېږلو چې، ”مالِکه، چا سره چې تۀ مينه کوې هغه بيمار دے.“ 4خو کله چې عيسىٰ دا واورېدل نو وې وفرمائيل، ”دا بيمارى د مرګ نۀ ده، دا خو د خُدائ پاک د جلال څرګندولو دپاره ده نو چې د خُدائ پاک زوئ د دې په وسيله جلال ومومى.“ 5اګر چې عيسىٰ د مرتا، او د هغې خور او لعزر سره مينه کوله، 6خو چې هغۀ د لعزر د بيمارۍ واورېدل نو هغه دوه ورځې نور هم په هغه ځائ کښې ايسار شو. 7بيا د دې نه پس عيسىٰ خپلو مريدانو ته وفرمائيل، ”راځئ چې يهوديه ته واپس لاړ شُو.“ 8مريدانو ورته ووئيل چې، ”اُستاذه، څۀ لږ وخت مخکښې يهوديانو ستا سنګسارول غوښتل، او تۀ بيا هلته ځې څۀ؟“ 9عيسىٰ جواب ورکړو، ”ولې په ورځ کښې دولس ګينټې رڼا نۀ وى څۀ؟ هر څوک چې د ورځې ګرځى تيندک نۀ خورى ځکه چې هغوئ د دې دُنيا رڼا وينى. 10خو څوک چې د شپې ګرځى نو تيندک به خورى ځکه چې هغۀ سره رڼا نشته.“ 11د دې وئيلو نه پس عيسىٰ وفرمائيل چې، ”زمونږ دوست لعزر اودۀ پروت دے خو زۀ ورځم چې راويښ يې کړم.“ 12مريدانو هغۀ ته ووئيل، ”مالِکه، کۀ چرې هغه اودۀ وى نو هغه به روغ شى.“ 13عيسىٰ د هغۀ د مرګ خبره کوله خو د هغوئ خيال وو چې ګنې دے د فطرى اودۀ کېدو خبره کوى. 14بيا عيسىٰ هغوئ ته صفا وفرمائيل، ”لعزر مړ دے، 15نو ستاسو دپاره دا ښۀ ده چې زۀ هلته نۀ وم نو چې تاسو ايمان راوړئ. خو راځئ چې هغۀ له ورشُو.“ 16بيا توما چې برغونے ورته وائى، هغۀ نورو مريدانو ته ووئيل، ”راځئ چې مونږ هم لاړ شُو چې د هغۀ سره مړۀ شُو.“
د لعزر بيا ژوندى کېدل
17کله چې عيسىٰ ورسېدو نو خبر شو چې څلور ورځې مخکښې لعزر دفن شوے دے. 18بيتِ‌عنياه د يروشلم نه څۀ دوه ميله لرې وه 19او ډېر يهوديان مرتا او مريمې ته د هغوئ د ورور غمرازۍ له راغلى وُو. 20کله چې مرتا د عيسىٰ د راتلو نه خبر شوه نو هغۀ سره مِلاوېدو له ورغله، خو مريم په کور کښې پاتې شوه. 21مرتا عيسىٰ ته ووئيل، ”مالِکه، کۀ تۀ دلته وے نو زما ورور به مړ شوے نۀ وو. 22خو زۀ اوس هم پوهېږم چې کۀ تۀ د خُدائ پاک نه هر څۀ وغواړې نو خُدائ پاک به يې درکړى.“ 23عيسىٰ هغې ته وفرمائيل چې، ”ستا ورور به بيا راژوندے شى.“ 24مرتا هغۀ ته ووئيل، ”خو ما ته پته ده چې د قيامت په ورځ به هغه بيا راژوندے شى.“ 25عيسىٰ هغې ته وفرمائيل، ”زۀ قيامت او ژوندون يم. څوک چې په ما ايمان ساتى کۀ هغه مړ هم شى نو هغه به ژوندے وى، 26او څوک چې ژوندے دے او په ما ايمان لرى هغه به هيڅکله هم مړ نۀ شى. آيا ستا په دې يقين دے؟“ 27هغې هغۀ ته ووئيل، ”آو، مالِکه، زما په دې ايمان دے چې تۀ مسيح يې، د خُدائ پاک زوئ، څوک چې دُنيا ته راتلونکے دے.“ 28کله چې هغې دا ووئيل، نو هغه واپس لاړه او خپله خور مريم يې راوبلله، او په پټه يې ورته ووئيل، ”اُستاذ دلته دے او هغه تا غواړى.“ 29کله چې مريم دا واورېدل نو سمدستى پاڅېده او عيسىٰ له ورغله. 30خو عيسىٰ لا کلى ته نۀ وو رارسېدلے او لا په هغه ځائ کښې وو چرته چې مرتا هغۀ سره مِلاو شوه. 31کوم يهوديان چې د مريم سره غمرازۍ دپاره کور کښې وُو، نو چې هغوئ وليدل چې هغه زر پاڅېده او بهر لاړه نو هغوئ ورپسې روان شول، ځکه چې هغوئ دا ګڼل چې قبر له روانه ده چې پرې وژاړى. 32کله چې مريم هغه ځائ له ورغله چرته چې عيسىٰ وو نو د هغۀ په ليدو سره په پښو ورته پرېوتله او هغۀ ته يې ووئيل، ”اے مالِکه، کۀ چرې تۀ دلته وے نو زما ورور به مړ شوے نۀ وو.“ 33کله چې عيسىٰ مريم او ورسره يهوديان په ژړا وليدل نو هغۀ يو سوړ اسويلے وکړو او ډېر زهير شو. 34هغۀ تپوس وکړو چې، ”هغه تاسو کوم ځائ دفن کړے دے؟“ هغوئ جواب ورکړو، ”مالِکه، راشه او وې ګوره.“ 35عيسىٰ په ژړا شو. 36يهوديانو ووئيل چې، ”وګوره د دۀ هغۀ سره څومره مينه وه.“ 37خو ځينو ووئيل چې، ”ولې دې سړى چا چې د هغه ړوند سړى سترګې بينا کړې وې دا نۀ شو کولے چې لعزر يې د مرګ نه بچ کړے وے؟“ 38عيسىٰ بيا سوړ اسويلے وکړو، او قبر له راغے. دا يو غار وو چې مخې ته يې ګټه اېښودلے شوې وه. 39عيسىٰ وفرمائيل، ”دا ګټه لرې کړئ.“ مرتا، د مړ سړى خور، هغۀ ته ووئيل، ”مالِکه، اوس خو به يې بوئ کړے وى ځکه چې د دۀ د مرګ خو څلور ورځې شوې دى.“ 40عيسىٰ هغې ته وفرمائيل، ”ولې ما تاسو ته دا نۀ وُو وئيلى څۀ، چې کۀ چرې تاسو ايمان لرئ نو تاسو به د خُدائ پاک لوئى ووينئ؟“ 41نو هغوئ ګټه لرې کړله. بيا عيسىٰ پورته وکتل او وې فرمائيل، ”پلاره، زۀ ستا شُکر کوم چې تا زما دُعا واورېدله. 42ما ته پته ده چې تۀ همېشه زما اورې، خو ما د دې حاضرو خلقو دپاره سوال وکړو نو چې د دوئ دا باور وشى چې زۀ تا رالېږلے يم.“ 43بيا کله چې هغۀ دا وفرمائيل نو هغۀ په اوچت آواز چغه کړه، ”لعزره، بهر راوځه.“ 44نو مړ سړے بهر راووتو، د هغۀ لاس او پښې د کتان په کفن کښې تړلے شوى وُو او مخ يې په ټوکى کښې انغښتے شوے وو. عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”د دۀ نه کفن لرې کړئ او پرې يې ږدئ چې ځى.“
د حضرت عيسىٰ د مرګ سازش
45ډېر خلق چې د مريم سره قبر له راغلى وُو هغوئ چې هغه څۀ وليدل کوم چې عيسىٰ وکړل نو په هغۀ يې ايمان راوړو. 46خو په هغوئ کښې ځينې فريسيانو له ورغلل او هغه څۀ يې ورته ووئيل څۀ چې عيسىٰ کړى وُو. 47نو مشرانو اِمامانو او فريسيانو يوه جرګه راوبلله او وې وئيل چې، ”مونږ ته څۀ کول په کار دى؟ ځکه چې دا سړے خو ډيرې معجزې ښکاره کوى. 48کۀ مونږ دے دغه شان آزاد پرېږدو نو ټول خلق به په دۀ ايمان راوړى، او بيا به روميان راشى او زمونږ ټول قوم او د خُدائ کور به تباه کړى.“ 49خو په دوئ کښې يو تن چې نوم يې کائفس وو څوک چې په دغه کال د ټولو نه مشر اِمام وو، هغوئ ته ووئيل، ”تاسو په هيڅ نۀ پوهېږئ، 50تاسو په دې نۀ پوهېږئ چې ستاسو دپاره دا غوره ده چې د قوم دپاره دې يو سړے مړ کړے شى، نه چې ټول قوم تباه او برباد شى.“ 51هغۀ دا د خپله ځانه ونۀ وئيل، بلکې د هغه کال د مشر اِمام په حيثيت يې دا پېشګوئې وکړله چې عيسىٰ به د قوم دپاره قربان شى، 52او نۀ صرف د قوم دپاره، بلکې د دې دپاره چې په ټوله دُنيا کښې د خُدائ پاک خوارۀ وارۀ بچى رايوځائ کړى. 53نو د هم هغه ورځې نه پس هغوئ د هغۀ د مرګ منصوبه جوړه کړه. 54نو په دې وجه عيسىٰ نور د يهوديانو په مينځ کښې آزاد نۀ ګرځېدو بلکې د هغه ځائ نه يو کلى ته لاړو چې نوم يې اِفرائيم وو چې د صحرا سره نزدې مُلک کښې وو او هغه هلته د خپلو مريدانو سره پاتې شو. 55اوس د يهوديانو د فسح اختر رانزدې وو او ډېر خلق د کلى نه يروشلم ته د فسح د اختر نه مخکښې لاړل چې خپل ځانونه مقدس کړى. 56هغوئ عيسىٰ لټولو او کله چې هغوئ د خُدائ په کور کښې ودرېدل نو د يو بل نه يې تپوس کولو، ”څۀ مو خيال دے؟ ولې هغه به اختر له رانۀ شى څۀ؟“ 57په دې وخت کښې مشرانو اِمامانو او فريسيانو دا حُکم ورکړے وو چې چا د عيسىٰ پته ولګوله چې چرته دے نو دوئ دې پرې خبر کړى چې هغه ګرفتار کړى.

Pilihan Saat Ini:

يوحنا 11: PYPB

Sorotan

Berbagi

Salin

None

Ingin menyimpan sorotan di semua perangkat Anda? Daftar atau masuk