1
پېدايښت 6:11-7
Pakistani Yousafzai Pashto
نو هغۀ وفرمائيل، ”وګورئ، دا ټول يو خلق دى او دوئ هم يوه ژبه وائى، او د دې نه پس چې بيا دوئ څۀ کول هم وغواړى نو کولے به يې شى، راځئ چې لاندې ورشُو او د دوئ ژبې ګډې وډې کړُو نو د يو بل په خبرو به نۀ پوهيږى.“
አወዳድር
{{ጥቅስ}} ያስሱ
2
پېدايښت 4:11
نو دوئ ووئيل، ”راځئ چې اوس يو ښار او دومره لوئ برج جوړ کړُو چې آسمان ته ورسيږى، نو مونږ به مشهور شُو او په ټوله دُنيا کښې به خوارۀ وارۀ هم نۀ شُو.“
3
پېدايښت 9:11
نو د هغه ښار نوم بابل شو، ځکه چې مالِک خُدائ هلته د خلقو ژبه ګډه وډه کړه او د هغه ځائ نه يې په ټوله زمکه خوارۀ وارۀ کړل.
4
پېدايښت 1:11
په شروع کښې، د ټولې دُنيا خلقو صِرف يوه ژبه وئيله او د يو بل په خبرو پوهېدل.
5
پېدايښت 5:11
بيا مالِک خُدائ د ښار او هغه برج کتلو له راکوز شو چې بنيادمو جوړ کړے وو،
6
پېدايښت 8:11
نو مالِک خُدائ دوئ په ټوله زمکه خوارۀ وارۀ کړل او دوئ ښار جوړول پرېښودل.
ቤት
መጽሐፍ ቅዱስ
እቅዶች
ቪዲዮዎች