پېدايښت 11

11
يوولسم باب
د بابل برج
1په شروع کښې، د ټولې دُنيا خلقو صِرف يوه ژبه وئيله او د يو بل په خبرو پوهېدل. 2چې څنګه دوئ د نمرخاتۀ غاړې نه روان شول، چې چرته دوئ اوسېدل، نو د بابل په مُلک کښې يو هوار مېدان ته راغلل او هلته دېره شول. 3دوئ يو بل ته ووئيل، ”راځئ چې خَښتې جوړې کړُو او په اور يې پخې کړُو.“ نو داسې د دوئ سره د آبادۍ دپاره خَښتې او د دې د انښلولو دپاره تارکول وُو. 4نو دوئ ووئيل، ”راځئ چې اوس يو ښار او دومره لوئ برج جوړ کړُو چې آسمان ته ورسيږى، نو مونږ به مشهور شُو او په ټوله دُنيا کښې به خوارۀ وارۀ هم نۀ شُو.“ 5بيا مالِک خُدائ د ښار او هغه برج کتلو له راکوز شو چې بنيادمو جوړ کړے وو، 6نو هغۀ وفرمائيل، ”وګورئ، دا ټول يو خلق دى او دوئ هم يوه ژبه وائى، او د دې نه پس چې بيا دوئ څۀ کول هم وغواړى نو کولے به يې شى، 7راځئ چې لاندې ورشُو او د دوئ ژبې ګډې وډې کړُو نو د يو بل په خبرو به نۀ پوهيږى.“ 8نو مالِک خُدائ دوئ په ټوله زمکه خوارۀ وارۀ کړل او دوئ ښار جوړول پرېښودل. 9نو د هغه ښار نوم بابل شو، ځکه چې مالِک خُدائ هلته د خلقو ژبه ګډه وډه کړه او د هغه ځائ نه يې په ټوله زمکه خوارۀ وارۀ کړل.
د شيم اولاد
10دا د شيم اولاد دے. د سېلاب نه دوه کاله پس، چې کله شيم د سلو کالو وو، د هغۀ زوئ ارفکسد پېدا شو. 11د دې نه پس، شيم پينځۀ سوه کاله نور ژوندے وو او نور بچى يې هم پېدا شول. 12چې کله ارفکسد د پينځو دېرشو کالو وو، د هغۀ زوئ سِلح پېدا شو، 13د دې نه پس، ارفکسد څلور سوه او درې کاله نور ژوندے وو او نور بچى يې هم پېدا شول. 14چې کله سِلح د دېرشو کالو وو، د هغۀ زوئ عِبر پېدا شو، 15د دې نه پس، سِلح څلور سوه درې کاله نور ژوندے وو او نور بچى يې هم پېدا شول. 16چې کله عِبر د څلور دېرشو کالو وو، د هغۀ زوئ فلج پېدا شو، 17د دې نه پس عِبر څلور سوه دېرش کاله نور ژوندے وو او نور بچى يې هم پېدا شول. 18چې کله فلج د دېرشو کالو وو، د هغۀ زوئ رعو پېدا شو، 19د دې نه پس، فلج دوه سوه نهۀ کاله نور ژوندے وو او نور بچى يې هم پېدا شول. 20چې کله رعو د دوه دېرشو کالو وو، د هغۀ زوئ سروګ پېدا شو، 21د دې نه پس، رعو دوه سوه اووۀ کاله نور ژوندے وو او نور بچى يې هم پېدا شول. 22چې کله سروګ د دېرشو کالو وو، د هغۀ زوئ نحور پېدا شو، 23د دې نه پس، سروګ دوه سوه کاله نور ژوندے وو او نور بچى يې هم پېدا شول. 24چې کله نحور د يو کم دېرشو کالو وو، د هغۀ زوئ تارح پېدا شو، 25د دې نه پس، نحور يو سل او نولس کاله نور ژوندے وو او نور بچى يې هم پېدا شول. 26چې تارح د اويا کالو وو د هغې نه پس، د هغۀ زامن ابرام، نحور او حاران پېدا شول.
د تارح اولاد
27دا د تارح اولاد دے، چې هغه د ابرام، نحور او حاران پلار وو. حاران د لوط پلار وو، 28او حاران په خپل مُلک اُور کښې چې په بابل کښې دے، په حق ورسېدو، خو د هغۀ پلار لا ژوندے وو. 29ابرام سارۍ سره وادۀ وکړو او نحور د مِلکاه سره وادۀ وکړو، چې د حاران لور وه، حاران د اِسکه پلار هم وو. 30د سارۍ بچى نۀ وُو، ځکه چې هغه شنډه وه. 31تارح د خپل زوئ ابرام، د خپل نمسى لوط، چې د حاران زوئ وو، او د خپلې اِنږور سارۍ سره، چې د ابرام ښځه وه، روان شو او په بابل کښې د اُور ښار نه د کنعان مُلک ته لاړل. خو چې حاران ته ورسېدل نو هلته دېره شول. 32تارح د دوه سوه او پينځو کالو په عُمر کښې په حق ورسېدو.

المحددات الحالية:

پېدايښت 11: PYPB

تمييز النص

شارك

نسخ

None

هل تريد حفظ أبرز أعمالك على جميع أجهزتك؟ قم بالتسجيل أو تسجيل الدخول