پېدايښت 13

13
ديارلسم باب
د حضرت ابرام او حضرت لوط جدا کېدل
1ابرام د خپلې ښځې سره او ټول مال سره د مِصر نه د کنعان په طرف صحرا ته لاړو او لوط هم ورسره وو. 2ابرام ډېر مالداره سړے وو، د هغۀ څاروى وُو او د سپينو او سرو زرو مالِک هم وو. 3او هغۀ جدا جدا ځايونو ته هِجرت کولو او بيت‌ايل ته روان وو. هغه هم هغه ځائ ته ورسېدو چې د بيت‌ايل او عى په مينځ کښې دے چرته چې هغه مخکښې دېره شوے وو 4او قربان‌ګاه يې جوړه کړې وه. او د مالِک خُدائ نوم يې پرې اخستے وو. 5د لوط سره هم څاروى او رَمې وې، خپل خاندان او نوکران هم ورسره وُو. 6خو هلته دومره شنه زمکه نۀ وه چې دوئ دواړه په کښې يو ځائ پاتې شوى وے، ځکه چې د دوئ سره ډېر زيات مال وو. 7نو د ابرام او د لوط د شپونکو په مينځ کښې جنګ وشو. (په هغه وخت کښې کنعانيان او فرزيان هم په هغه مُلک کښې اوسېدل.) 8نو ابرام لوط ته وفرمائيل، ”خُدائ پاک دې زما او ستا او زمونږ د شپونکو په مينځ کښې لانجه نۀ راولى، ځکه چې مونږ خپلوان يُو. 9ولې دا ټوله زمکه ستا په وړاندې نۀ ده؟ زما نه جدا شه. چې چرته دې خوښه وى هم هلته لاړ شه. کۀ تۀ ښى طرف ته ځې نو زۀ به ګس طرف ته ځم، کۀ تۀ ګس طرف ته ځې نو زۀ به ښى طرف ته لاړ شم.“ 10لوط سترګې واړولې راواړولې او د اُردن ټول هوار مېدان يې وليدو، چې د ضُعر پورې، د مالِک خُدائ د باغ په شان يا د مِصر د مُلک په شان ښې ډېرې اوبۀ يې لرلې. (په هغه وخت کښې مالِک خُدائ د سدوم او عموره ښارونه لا تباه کړى نۀ وُو.) 11نو لوط د ځان دپاره د اُردن ټول هوار مېدان خوښ کړو او نمرخاتۀ طرف ته لاړو. نو داسې دوئ دواړه جدا شول. 12ابرام د کنعان په مُلک کښې پاتې شو او لوط په مېدان کښې د ښارونو په مينځ کښې دېره شو او سدوم سره نزدې يې خېمې ولګولې، 13چې د هغه ځائ خلق ډېر خراب او ګناهګار وُو او د مالِک خُدائ خلاف وُو.
د مالِک خُدائ د حضرت ابرام سره د زمکې ورکولو وعده
14د لوط د تلو نه پس، مالِک خُدائ ابرام ته وفرمائيل، ”چرته چې تۀ ولاړ يې، د دې ځائ نه هر طرف ته ښۀ په غور سره وګوره. 15چې څومره زمکه ستا په نظر راځى، دا زۀ تا او ستا اولاد له همېشه دپاره درکوم. 16زۀ به تا له دومره ډېر اولاد درکوم چې هيڅ څوک به يې شمېرلے نۀ شى خو د خاورو د ذرو شمېرل به ترې آسان وى. 17پاڅه، روان شه او په ټوله زمکه نظر واچوه، ځکه چې دا ټوله تا له درکوم.“ 18نو ابرام د دې ځائ نه کَډه واخستله او د ممرې پاکو ونو ته نزدې دېره شو، چې دا په حبرون کښې دے، او هلته يې مالِک خُدائ ته يوه قربان‌ګاه جوړه کړه.

المحددات الحالية:

پېدايښت 13: PYPB

تمييز النص

شارك

نسخ

None

هل تريد حفظ أبرز أعمالك على جميع أجهزتك؟ قم بالتسجيل أو تسجيل الدخول