پېدايښت 15

15
پينځلسم باب
د حضرت ابرام سره د خُدائ پاک لوظ
1څۀ موده پس، د مالِک خُدائ کلام ابرام ته په رويا کښې نازل شو چې، ”ابرامه، يرېږه مه. زۀ ستا ډال يم او زۀ به تا له يو لوئ اِنعام درکوم.“ 2خو ابرام جواب ورکړو، ”مالِکه، مالِکه خُدايه، ستا اِنعام به ما له څۀ فائده راکړى؟ زما خو خپل بچى هم نشته او دغه د دمشق اِلى‌عزر زما وارث دے. 3ګوره، تا ما له اولاد نۀ دے راکړے او زما غلام به زما ميراث اخلى.“ 4نو د مالِک خُدائ کلام يو ځل بيا په هغۀ نازل شو چې، ”ستا غلام اِلى‌عزر به ستا ميراث نۀ اخلى، ستا خپل زوئ به ستا وارث وى.“ 5مالِک خُدائ هغه بهر بوتلو او ورته يې وفرمائيل، ”آسمان ته وګوره، کۀ تۀ د آسمان ستورى شمېرلے شې نو وې شمېره، ستا اولاد به د ستورو په شان ډېر وى.“ 6ابرام په مالِک خُدائ ايمان راوړو او دا د هغۀ دپاره په صداقت حساب شو. 7بيا مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”زۀ مالِک خُدائ يم، چا چې په بابل کښې د اُور نه راوويستلې، چې دا زمکه ستا خپله شى.“ 8خو ابرام ترې تپوس وکړو، ”مالِکه، مالِکه خُدايه، ما ته به څنګه پته ولګى چې دا به زما شى؟“ 9هغۀ جواب ورکړو، ”ما له يوه سخۍ، يوه چېلۍ او يو ګډ راوله، چې هر يو د درېو کالو وى او يوه ګوګوشتکه او کونتره هم راوړه.“ 10ابرام دا ځناور حاضر کړل، حلال يې کړل، هغه درې څاروى يې په مينځ نيم کړل او په دوه قطارونو کښې يې نيم نيم يو بل ته مخامخ کېښودل، خو مارغان يې په مينځ نيم نۀ کړل. 11ټپوسان په غوښه لاندې راغوټه شول، خو ابرام ترې نه وشړل. 12چې کله نمر په پرېوتو شو، په ابرام يو دروند خوب راغلو او يره او توره تيارۀ هم پرې راغله. 13مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”تۀ دا خبره ياده ساته چې ستا اولاد به په پردى مُلک کښې مسافر شى، دوئ به هلته نوکران شى او څلور سوه کاله به پرې ظلم کيږى، 14خو زۀ به هغه قوم له سزا ورکړم چې څوک دوئ غلامان کوى او چې کله هغه پردے مُلک پرېږدى، نو دوئ به ډېر مال دولت د ځان سره يوسى. 15او تۀ په خپله به په ښۀ پوخ عُمر کښې، په تسلۍ سره وفات شې او دفن به شې. 16په څلورم نسل کښې به ستا اولاد دلته واپس راشى، ځکه چې اموريانو تر اوسه پورې دومره ګناه نۀ ده کړې چې زۀ دوئ بهر کړم.“ 17چې کله نمر پرېوتو او توره تيارۀ شوه، نو يو د بلو سکارو لوښے چې لوګے يې کولو او يو بَل لرګے ناڅاپى راڅرګند شو او د ځناورو په مينځ کښې تېر شو. 18نو په هغه وخت کښې مالِک خُدائ د ابرام سره يو لوظ وکړو. هغۀ وفرمائيل، ”زۀ تا سره دا لوظ کوم چې زۀ به ستا اولاد له د مِصر د دې سيند نه د فرات تر لوئ سيند پورې دا زمکه ورکوم، 19او ورسره د قينيانو مُلک، د قنزيانو، د قدمونيانو، 20د حِتيانو، د فرزيانو، د رفائيم، 21د اموريانو، د کنعانيانو، د جرجاسيانو او د يبوسيانو مُلک هم ورکوم.“

المحددات الحالية:

پېدايښت 15: PYPB

تمييز النص

شارك

نسخ

None

هل تريد حفظ أبرز أعمالك على جميع أجهزتك؟ قم بالتسجيل أو تسجيل الدخول