پېدايښت 19

19
نولسم باب
د سدوم د خلقو ګناهونه
1په هغه ماښام چې دوه فرښتې سدوم ته راغلې، لوط د ښار د دروازې سره نزدې د جرګې په ځائ کښې ناست وو. چې څنګه هغۀ هغوئ وليدې، نو هغه پاڅېدو او ستړې مشى له ورَغلو. هغه هغوئ ته د عزت نه ټيټ شو 2او وې فرمائيل، ”صاحِبانو، زۀ به ستاسو خِدمت کوم. ما سره کور ته لاړ شئ. تاسو پښې ووينځئ او شپې ته ايسار شئ. تاسو چې سحر وختى پاڅئ نو په خپله مخه تلے شئ.“ خو هغوئ جواب ورکړو، ”نه، مونږ به دلته د جرګې په ځائ کښې شپه وکړُو.“ 3خو هغۀ ډېر زور کولو او آخر ورسره کور ته لاړل. لوط خپلو نوکرانو له حُکم ورکړو چې روټۍ پخه کړى او د مېلمنو دپاره ښۀ خوراک تيار کړى. چې روټۍ تياره شوه، نو هغوئ وخوړه. 4د مېلمنو د څملاستو نه مخکښې، د سدوم خلق د هغه کور نه تاو شول، چې د ښار ټول خلق، واړۀ زاړۀ په کښې وُو. 5دوئ لوط ته چغې ووهلې او تپوس يې ترې وکړو، ”هغه سړى چرته دى چې نن تا کره ايسار دى؟ مونږ له يې بهر راوباسه.“ د سدوم خلقو د هغوئ سره زنا کول غوښتل. 6لوط بهر ووتلو او ځان پسې يې دروازه بند کړه. 7هغۀ هغوئ ته وفرمائيل، ”عزيزانو، زۀ ستاسو مِنت زارى کوم، داسې بد کار مۀ کوئ. 8ګورئ، زما دوه لوڼه دى چې لا وادۀ شوې نۀ دى. هغوئ به زۀ بهر تاسو له راولم او چې څۀ مو خوښه وى هغه ورسره وکړئ. خو دې سړو ته هيڅ هم مۀ وايئ، دوئ زما مېلمانۀ دى او د دوئ حِفاظت کول په ما فرض دى.“ 9خو دوئ ووئيل، ”ځه مړه ورک شه مسافر سړے يې. تۀ څوک يې چې مونږ ته چل ښائې؟ زمونږ د مخې نه لرې شه، ګنې د هغوئ نه به دې هم بد حال وکړُو.“ دوئ لوط له ديکه ورکړه او د دروازې په ماتېدو يې شروع وکړه. 10خو هغه دننه دوو سړو ورمنډه کړل، لوط يې کور ته واپس راښکلو او دروازه يې بند کړه. 11بيا هغوئ بهر هغه ټول خلق ړاندۀ کړل، نو هغوئ د دروازې په لټولو ستړى شول.
د حضرت لوط سدوم پرېښودل
12هغه دوو سړو لوط ته وفرمائيل، ”کۀ دلته ستا نور څوک وى لکه زامن، لوڼه، زُومان او يا ستا نور خپلوان په دې ښار کښې وى، نو د دې ځائ نه يې بهر کړه، 13ځکه چې مونږ دا ځائ تباه کوُو. مالِک خُدائ ته د دې خلقو خِلاف فريادونه رسېدلى دى او مونږ يې رالېږلى يُو چې سدوم تباه کړُو.“ 14بيا لوط هغه سړو له ورَغلو چې کومو ته يې لوڼه کوژدن شوې وې او ورته يې وفرمائيل، ”زر شئ او د دې ځائ نه ووځئ، مالِک خُدائ به دا ځائ تباه کوى.“ خو د هغوئ خيال دا وو چې هغه ټوقې کوى. 15سحر وختى فرښتو کوشش وکړو چې لوط تېز شى. هغوئ وفرمائيل، ”زر شه، خپله ښځه او دوه لوڼه روانې کړه او ووځه، نو داسې به تاسو نۀ مړۀ کېږئ چې کله ښار تباه کيږى.“ 16خو لوط سستى کوله. او مالِک خُدائ په هغۀ رحم وکړو، نو هغه سړو لوط، د هغۀ ښځه او د هغۀ دواړه لوڼه يې د لاس نه ونيولې او د ښار نه يې بهر وويستل. 17بيا يوې فرښتې وفرمائيل، ”وتښتئ چې ژوندى پاتې شئ، په شا مۀ ګورئ او په مېدان کښې مۀ پاتې کېږئ. غرونو ته منډه کړئ، نو داسې به تاسو د مرګ نه بچ شئ.“ 18خو لوط جواب ورکړو، ”اُف، نه صاحِبانو، په مونږ داسې مۀ کوئ. 19تاسو زما سره ډېر ښۀ کړى دى او زما ژوند مو بچ کړو. خو غرونه ډېر زيات لرې دى، تباهى به زما په سر راشى او هلته رسېدو نه مخکښې به زۀ مړ شم. 20تاسو ته هغه وړوکے ښار ښکارى؟ هغه نزدې دے. زۀ به هلته لاړ شم. ګورئ هغه خو وړوکے ځائ دے، خو زۀ به په امن کښې يم.“ 21هغۀ جواب ورکړو، ”ټيک ده، زۀ به ستا خبره ومنم. زۀ به هغه ښار نۀ تباه کوم. 22زر منډه کړه، زۀ تر هغې پورې هيڅ هم نۀ شم کولے ترڅو چې تۀ هلته رسېدلے نۀ يې.“ لوط دې ته وړوکے ووئيل، نو ځکه د هغه ښار نوم ضُعر شو.
د خُدائ پاک سدوم او عموره تباه کول
23نمر په راختو وو چې لوط ضُعر ته ورسېدو. 24ناڅاپى مالِک خُدائ د سدوم او عموره په ښارونو باندې د اور د ګوګړو باران اورولو 25او هغه ښارونه او ټول مېدان يې تباه کړو، سره د ټولو خلقو او هر هغه څۀ چې په هغه زمکه زرغون شوى وُو، تباه شول. 26خو د لوط ښځې شا ته وکتل او د مالګې ستن ترې جوړه شوه. 27په بله ورځ سحر وختى اِبراهيم هغه ځائ ته تېز لاړو چرته چې هغه د مالِک خُدائ په حضور کښې مخکښې ولاړ وو. 28هغۀ لاندې سدوم او عموره او د دې ټولو علاقو ته وکتل او وې ليدل چې د هغه مُلک نه لوګى ختل، دا داسې لوګى وُو لکه چې د بټۍ نه خېژى. 29خو چې خُدائ پاک د مېدان هغه ښارونه تباه کړل چرته چې لوط اوسېدو، نو اِبراهيم د هغۀ ياد وو او لوط يې ولېږلو چې ځان بچ کړى.
موآبيانو او عمونيانو د بې‌شرمۍ بنياد کېښودل
30لوط يرېدو چې په ضُعر کښې پاتې شى، نو هغه د خپلو دوو لوڼو سره پاس غرونو ته لاړو او دوئ په يو غار کښې اوسېدل. 31نو مشرې لور يې خپلې خور ته ووئيل، ”زمونږ پلار بوډا کيږى او په ټوله دُنيا کښې سړى نشته چې مونږ ځان ته وادۀ کړى او بچى مو پېدا شى. 32راځه چې خپل پلار نشه کړُو، نو د هغۀ سره به څملو او بچى به مو پېدا شى.“ 33په هغه شپه هغوئ هغۀ له مے ورکړل او مشره لور د هغۀ سره څملاسته. خو هغه دومره نشه وو چې پته ورته ونۀ لګېده. 34بله ورځ مشرې لور يې خپلې خور ته ووئيل، ”تېره شپه زۀ د هغۀ سره څملاستم، اوس راځه چې نن شپه يې بيا نشه کړُو او تۀ د هغۀ سره څمله. نو مونږ دواړه به د پلار نه اُميدوارې شُو.“ 35نو هغه شپه هغوئ هغه بيا نشه کړو او کشره لور د هغۀ سره څملاسته. خو بيا هم هغه دومره نشه وو چې هغۀ ته هيڅ پته ونۀ لګېده. 36نو د لوط دواړه لوڼه د خپل پلار نه اُميدوارې شوې. 37د مشرې لور يې يو زوئ وشو، چې د هغۀ نوم يې موآب کېښودو. هغه د نن زمانې د موآبيانو پلار نيکۀ وو. 38د کشرې لور يې هم يو زوئ وشو، چې د هغۀ نوم يې بِن‌عمى کېښودو. هغه د نن زمانې د عمونيانو پلار نيکۀ وو.

المحددات الحالية:

پېدايښت 19: PYPB

تمييز النص

شارك

نسخ

None

هل تريد حفظ أبرز أعمالك على جميع أجهزتك؟ قم بالتسجيل أو تسجيل الدخول