پېدايښت 25

25
پينځويشتم باب
د حضرت اِبراهيم نور اولاد
1بيا اِبراهيم بله ښځه وکړه، چې د هغې نوم قطوره وو. 2د هغې نه يې زمران، يُقسان، مِدان، ميديان، اسباق او سوخ پېدا شول. 3يُقسان د شيبا او د ددان پلار وو او د ددان اولاد اسورى، لطُوسى او لومى وُو. 4د ميديان زامن عيفه، عِفر، حنوک، ابيداع او اِلدعا وُو. دا ټول د قطوره اولاد وُو. 5اِبراهيم چې څۀ هم لرل هغه يې اِسحاق له ورکړل، 6هغۀ په خپل ژوندون کښې هغه زامنو له تُحفې ورکړې چې د هغۀ د وينځو نه پېدا شوى وُو. بيا هغۀ دا زامن د خپل زوئ اِسحاق نه لرې، د نمرخاتۀ مُلک ته ولېږل.
د حضرت اِبراهيم مرګ او ښخېدل
7چې اِبراهيم د يو سل پينځۀ اوياؤ کالو عُمر ته ورسېدو، 8نو اِبراهيم ساه ورکړه او ښۀ په پوخ عُمر کښې په حق ورسېدو او د ډېر عُمر سړے وو. 9د هغۀ زامنو اِسحاق او اِسمٰعيل، د ممرۍ سره نزدې د صحر د زوئ عِفرون حِتى په پټى کښې، د مکفيله په غار کښې ښخ کړو. 10دا هغه پټے وو چې اِبراهيم د حِتيانو نه اخستے وو، اِبراهيم او د هغۀ ښځه ساره دواړه هلته ښخ شُو. 11د اِبراهيم د مرګ نه پس، خُدائ پاک د هغۀ زوئ اِسحاق له برکت ورکړو، چې هغه بير‌لحى‌روۍ ته نزدې اوسېدو.
د حضرت اِسمٰعيل اولاد
12دا د اِبراهيم د زوئ اِسمٰعيل اولاد دے، اِسمٰعيل د هاجِرې مِصرۍ زوئ وو څوک چې د ساره وينځه وه. 13دا د اِسمٰعيل زامن وُو، چې په دې ترتيب سره پېدا شوى وُو، نبايوت، قيدار، ادبئيل، مِبسام، 14مِشماع، دومه، مسا، 15حدد، تيما، يطور، نفيس او قِدمه. 16دوئ د دولسو قبيلو پلاران وُو او د دوئ نومونه د دوئ په کلو او د اوسېدو ځايونو باندې اېښے شوى وُو. 17اِسمٰعيل د يو سل اووۀ دېرشو کالو وو چې ساه يې ورکړه او په حق ورسېدو. 18د اِسمٰعيل اولاد د حويله او شور علاقې په مينځ کښې اوسېدل، دا د اسور په لاره مِصر سره نزدې وو. دوئ د اِبراهيم د نور اولاد نه جدا اوسېدل.
د حضرت عِيسو او حضرت يعقوب پېدا کېدل
19دا د اِبراهيم د زوئ اِسحاق قيصه ده. 20اِسحاق د څلوېښتو کالو وو چې کله هغۀ د رِبقې، د بتو‌اېل لور، د لابن خور سره وادۀ وکړو. دوئ د مسوپتاميه آرامى وُو. 21اِسحاق مالِک خُدائ ته د خپلې ښځې دپاره سوال وکړو، ځکه چې هغه شنډه وه. مالِک خُدائ د هغۀ آواز واورېدو او رِبقه اُميدواره شوه. 22د هغې جوړه بچى پېدا کېدونکى وُو او د پېدا کېدو نه مخکښې دوئ د مور په خېټه کښې په ضد شول. نو هغې د مالِک خُدائ نه تپوس وکړو، ”په ما داسې ولې کيږى؟“ 23مالِک خُدائ هغې ته وفرمائيل، ”ستا په خېټه کښې دوه قومونه دى، ستا نه دوه پېدا کېدونکى قومونه به د يو بل خِلاف وى. يو به د بل نه طاقتور وى، مشر به د کشر خِدمت کوى.“ 24د هغې د بچو د پېدا کېدو وخت راغلو او د هغې جوړه زامن پېدا شول. 25هغه مشر د رنګه سور وو او د هغۀ څرمن د ببرې چُوغې په شان وه، نو د هغۀ نوم يې عِيسو کېښودو. 26هغه دوېم د عِيسو پونده کلکه نيولې وه، نو د هغۀ نوم يعقوب شو. اِسحاق د شپېتو کالو وو چې دوئ پېدا شول.
د حضرت عِيسو د خپلې مشرۍ حقُونه خرڅول
27هلکان لوئ شول او عِيسو يو تکړه ښکارى شو او د هغۀ بهر ګرځېدل خوښ وُو، خو يعقوب غلے سړے وو چې د کور نه به نۀ وتلو. 28عِيسو په اِسحاق ګران وو، ځکه چې عِيسو به کوم ځناور ښکار کړل نو اِسحاق د دې د خوړلو شوقين وو، خو په رِبقه يعقوب ګران وو. 29يوه ورځ چې کله يعقوب د کُرخو ښوروا پخوله، عِيسو د ښکار نه راغلو. هغه اوږے وو 30او يعقوب ته يې ووئيل، ”زۀ د لوږې نه مرم، ما له لږه دا د سور رنګ ښوروا راکړه.“ نو ځکه د هغۀ نوم ادوم شو. 31يعقوب جواب ورکړو، ”زۀ به دا تا له په دې شرط درکړم کۀ تۀ ما له د خپلې مشرۍ حقُونه راکوې.“ 32عِيسو ووئيل، ”ټيک ده، زۀ مرم، بيا به زما دا مشرتوب ما له څۀ فائده راکړى؟“ 33يعقوب جواب ورکړو، ”اول زما سره دا لوظ وکړه چې تۀ به خپل ټول حقُونه ما له راکوې.“ نو عِيسو ورسره لوظ وکړو او يعقوب ته يې خپل حقُونه ورکړل. 34بيا يعقوب هغۀ له روټۍ او څۀ ښوروا ورکړه. هغۀ خوراک څښاک وکړو او بيا پاڅېدو او لاړو. نو داسې عِيسو د خپلې مشرۍ حقُونو ته سپک وکتل.

المحددات الحالية:

پېدايښت 25: PYPB

تمييز النص

شارك

نسخ

None

هل تريد حفظ أبرز أعمالك على جميع أجهزتك؟ قم بالتسجيل أو تسجيل الدخول