YouVersion Logo
Search Icon

پېدايښت 10

10
لسم باب
د حضرت نوح د زامنو اولاد
1دا د نوح د زامنو، د شيم، حام او يافت اولاد دے، چې د سېلاب نه پس د هغوئ زامن پېدا شول. 2دا د يافت اولاد دے، جُمر، ماجوج، مادى، ياوان، توبل، مسک او تيراس. 3دا د جُمر اولاد دے، اشکناز، ريفت او تُجرمه. 4دا د ياوان اولاد دے، اِليسه، ترسيس، قبرص او رهودس. 5د دوئ اولاد د سمندر په غاړه او په جزيرو کښې اوسيږى. دا د يافت اولاد دے، چې په بېلو بېلو قبيلو او مُلکونو کښې اوسيږى او هره قبيله خپله خپله ژبه وائى. 6دا د حام اولاد دے، کوش، مِصر، ليبيا او کنعان. 7د کوش اولاد د سِيبا، حويله، سبته، راماه او د سبتيکه خلق دى. د راماه اولاد د شيبا او د ددان خلق دى. 8کوش د نمرود پلار وو، نمرود د دُنيا وړومبے طاقتور جنګيالے وو. 9د مالِک خُدائ په مدد هغه يو لوئ ښکارى وو، نو ځکه خلق وائى، ”مالِک خُدائ دې د نمرود په شان لوئ ښکارى کړه.“ 10د هغۀ بادشاهى وړومبے په بابل، ارک او اِکاد وه، دا درې واړه د بابل په مُلک کښې وُو. 11د دې مُلک نه هغه اسور ته لاړو او د نينوه، رحوبوت عير، کلح، 12او د رسن ښارونه يې جوړ کړل، رسن د نينوه او د لوئ ښار کلح په مينځ کښې دے. 13د مِصر اولاد د لودى، عنامى، لهابى، نفتوحى، 14فتروسى، کسلوحى او د کريت خلق وُو، چې د هغوئ اولاد فلستيان دى. 15د کنعان مشرے زوئ صيدا وو. کنعان د دې قومونو هم پلار وو، حت، 16يبوسى، امورى، جرجاسى، 17حِوى، عرقى، سينى، 18اروادى، صمارى او حماتى. وروستو بيا د کنعانيانو قبيلې خورې شوې. 19د کنعانيانو مُلک شمالى طرف صيدا نه جرار ته نزدې، تر غزه پورې ورسېدو او نمرخاتۀ طرف سدوم ته، عموره، ادمه او لَسَع ته، چې ضبوئيم ته نزدې دے. 20دا د حام اولاد دے، چې په بېلو بېلو قبيلو او مُلکونو کښې اوسيږى او هره قبيله خپله خپله ژبه وائى. 21ټول عبرانيان د شيم اولاد دے، شيم د يافت مشر ورور دے. 22دا د شيم اولاد دے، عيلام، اسور، ارفکسد، لود او آرام. 23د آرام اولاد عُوض، حُول، جتر او مس وُو. 24ارفکسد د سِلح پلار وو او سِلح د عِبر پلار وو. 25د عِبر دوه زامن وُو، د يو نوم فلج چې مطلب يې تقسيم وو، ځکه چې د هغۀ په وخت کښې د دُنيا خلق تقسيم شول. او د بل نوم يُقطان وو. 26د يُقطان اولاد د الموداد، سلف، حصارماوت، اِراخ، 27هدورام، اُوزال، دِقله، 28عوبال، ابى‌مائيل، شيبا، 29اوفير، حويله او يوباب. دا ټول د يُقطان اولاد وو. 30چې دوئ په کوم مُلک کښې اوسېدل هغه مُلک د ميسا نه سِفار پورې اوږد وو چې نمرخاتۀ طرف ته د غرونو په مُلک کښې دے. 31دا د شيم اولاد دے، چې په بېلو بېلو قبيلو او مُلکونو کښې اوسيږى او هره قبيله خپله خپله ژبه وائى. 32دا ټول خلق نسل در نسل، د بېلو بېلو نسب‌نامو په مطابق د نوح اولاد دے. د سېلاب نه پس د دُنيا ټول قومونه د نوح د زامنو اولاد دے.

Currently Selected:

پېدايښت 10: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in