YouVersion Logo
Search Icon

پېدايښت 14

14
څوارلسم باب
د حضرت ابرام حضرت لوط راخلاصول
1په هغه وخت کښې، څلورو بادشاهانو، د بابل امرافِل، د الاسر اريوک، د عيلام کِدرلاعُمر او د جوئيم تِدعال، 2د پينځو نورو بادشاهانو سره جنګ وکړو چې هغوئ دا دى، د سدوم بَرع، د عموره برشع، د ادمه سِنى‌اب، د ضبوئيم شِميبر او بالع يعنې د ضُعر بادشاه. 3دې پينځو بادشاهانو د سِديم په مېدان کښې اتفاق وکړو او لښکر يې جوړ کړو، چرته چې د مالګې درياب دے. 4دوئ دولس کاله د کِدرلاعُمر د مشرۍ لاندې وُو، خو په ديارلسم کال هغوئ د هغۀ خِلاف بغاوت وکړو. 5يو کال وروستو کِدرلاعُمر او د هغۀ ملګرى د خپلو لښکرو سره راغلل او رفائيم ته يې په عستارات قرنيم کښې، زوزيم ته په حام کښې او ايميم ته د سِوى قِريَتائم په مېدان کښې شکست ورکړو، 6او حوريانو ته يې د ادوم په غرونو کښې شکست ورکړو او د صحرا په غاړه د اېل‌فاران پورې ورپسې روان وُو. 7بيا دوئ ترې راوګرځېدل او قادِس ته واپس راغلل (چې بيا په عين مِصفات مشهور شو). دوئ د عماليقيانو ټول مُلک ونيوو او اموريانو له يې شکست ورکړو چې په حصيصون تامار کښې اوسېدل. 8د سدوم، عموره، ادمه، ضبوئيم او د بالع بادشاهان د قلعو نه راووتل او خپلې لښکرې يې د جنګ دپاره تيارې کړې او د سِديم په مېدان کښې يې جنګ وکړو. 9پينځۀ بادشاهان، د څلورو بادشاهانو سره وجنګېدل چې دوئ د عيلام، د جوئيم، د بابل او د الاسر وُو. 10مېدان ټول د تارکولو د کندو نه ډک وو او چې کله د سدوم او عموره بادشاهان د جنګ نه تښتېدل، نو هغوئ په کندو کښې پرېوتل، خو هغه نور درې بادشاهان غرونو ته وتښتېدل. 11دې څلورو بادشاهانو چې په سدوم او عموره کښې څومره مال وو هغه يې ټول واخستو، چې په کښې د خوراک سامان هم وو او دوئ لاړل. 12د ابرام ورارۀ لوط، په سدوم کښې اوسېدو، نو هغه يې هم بوتلو او هر څۀ يې ترې واخستل. 13خو يو سړے وتښتېدو او ابرام، عبرانى ته يې دا هر څۀ ووئيل، چې هغه د ممرې، امورى پاکو ونو ته نزدې اوسېدو، ممرې او د هغۀ خپلوانو اسکال او عانير هم د ابرام په جنګ کښې ملګرتيا کوله. 14چې کله ابرام خبر شو چې د هغۀ ورارۀ نيولے شوے دے، هغۀ خپل ټول درې سوه اتلس فوجيان خپلې خېمې ته راوغوښتل او په هغه څلورو بادشاهانو پسې تر دان پورې روان وُو. 15هلته هغۀ فوجيان په ډلو کښې تقسيم کړل او د شپې يې په دشمن حمله وکړه او هغوئ له يې شکست ورکړو، هغه د دمشق شمالى طرف ته تر حوبه پورې په هغوئ پسې وو، 16او چې کوم مال يې تښتولے وو هغه يې ترې واپس واخستلو. او خپل ورارۀ لوط يې سره د ټول مال واپس راوستو او چې کومې ښځې او کسان نيولے شوى وُو هغه يې هم راوستل.
د مَلِک‌صِدق حضرت ابرام له برکت غوښتل
17چې کله ابرام په کِدرلاعُمر او په نورو بادشاهانو د فتح موندلو نه پس واپس راغلو، نو د سدوم بادشاه د سِوى مېدان ته ورله ستړى مشى له راغلو (چې بل نوم يې د بادشاهانو مېدان دے). 18او مَلِک‌صِدق، چې د شاليم بادشاه او د خُدائ تعالىٰ يو اِمام وو، ابرام له روټۍ او مے راوړل، 19هغۀ دپاره يې برکت وغوښتو او ورته يې وفرمائيل، ”خُدائ تعالىٰ دې ابرام له برکت ورکړى، چا چې آسمان او زمکه پېدا کړى دى. 20ټول ثناء صِفت دې د هغه خُدائ تعالىٰ وى چې ستا دشمنان يې ستا د پښو لاندې کړل.“ نو ابرام مَلِک‌صِدق ته د ټول مالِ غنيمت نه لسمه حِصه ورکړه. 21د سدوم بادشاه ابرام ته ووئيل، ”دا ټول مال ستا شو، خو ما له زما ټول خلق واپس راکړه.“ 22ابرام جواب ورکړو، ”زما دې په مالِک خُدائ قسم وى، چې ډېر لوئ خُدائ تعالىٰ دے، چې د آسمان او زمکې پېدا کوونکے دے، 23چې زۀ به ستاسو هيڅ څيز نۀ استعمالوم، يو تار يا د څپلۍ تسمه قدر به هم ستاسو نۀ وړم. چې تاسو دا ونۀ وايئ، چې ابرام زمونږ په مال مالداره شوے وو. 24زۀ به ستاسو نه د هغه مال نه بغېر يو څيز هم نۀ قبلوم کوم چې زما کسانو استعمال کړے دے. خو زما ملګرى، عانير، اسکال او ممرې دې خپله حِصه ترې نه واخلى.“

Currently Selected:

پېدايښت 14: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in