YouVersion Logo
Search Icon

پېدايښت 17

17
اوولسم باب
سنت د لوظ يوه نښه
1ابرام چې کله د يو کم سلو کالو وو، نو مالِک خُدائ هغۀ ته راڅرګند شو او وې فرمائيل، ”زۀ قادر خُدائ يم. زما تابعدارى کوه او همېشه بې‌عېبه اوسه. 2زۀ تا سره دا لوظ کوم چې ډېر اولاد به درکړم.“ 3ابرام مخ په زمکه ولګولو، سجده يې وکړه او خُدائ پاک وفرمائيل چې، 4”ګوره، زۀ تا سره دا لوظ کوم، زۀ دا لوظ کوم چې تۀ به د ډېرو قومونو پلار شې. 5نور به تا ته ابرام نۀ شى وئيلے، ستا نوم اِبراهيم شو، ځکه چې زۀ تا د ډېرو قومونو پلار جوړوم. 6زۀ به تا ډېر زيات آباد کړم، او ستا نه به قومونه جوړ کړم او ستا په اولاد کښې به بادشاهان وى. 7زما به تا او ستا د اولاد سره دا لوظ وى، دا به په راتلونکو نسلونو کښې يو نۀ ختمېدونکے لوظ وى. زۀ به ستا او ستا د اولاد خُدائ پاک يم. 8زۀ به تا او ستا اولاد له دا مُلک ورکوم په کوم کښې چې تۀ اوس مسافر يې. د کنعان ټول مُلک به همېشه دپاره ستا د اولاد وى او زۀ به د هغوئ خُدائ پاک يم.“ 9خُدائ پاک اِبراهيم ته وفرمائيل، ”تۀ به زما سره دا لوظ پوره کوې، ستا او ستا د اولاد د راتلونکو نسلونو سره به دا لوظ وى. 10خو په دې شرط سره چې تۀ او ستا د اولاد هر يو نر به خامخا سنت کيږى. 11‏-12د نن نه پس به تاسو هر يو نر ماشوم سنت کوئ چې هغه د اتو ورځو شى، ورسره هغه نوکران چې ستاسو په کور کښې پېدا وى او هغه هم چې د بل مُلک نه راوستلے شوى دى. د دې نه به دا معلوميږى چې زما او ستا په مينځ کښې لوظ شته. 13هر يو به خامخا سنت کيږى، دا به په بدن يوه نښه وى چې پته لګى چې تا سره زما لوظ نۀ ختمېدونکے دے. 14خو چې کوم نر سنت شوے نۀ وى هغه به زما د خلقو نه بېل وى، ځکه چې هغۀ زما لوظ مات کړے دے.“ 15خُدائ پاک اِبراهيم ته وفرمائيل، ”تۀ نور خپلې ښځې ته سارۍ مۀ وايه، د نن نه پس د هغې نوم ساره شو. 16زۀ به هغې له برکت ورکړم او د هغې نه به ستا يو زوئ پېدا شى. زۀ به هغې له برکت ورکړم او هغه به د قومونو مور شى او د هغې په اولاد کښې به بادشاهان وى.“ 17اِبراهيم تندے په زمکه ولګولو، سجده يې وکړه، خو اِبراهيم په خندا شو، چې کله هغۀ سوچ کولو، ”چې يو سړے د سلو کالو زوړ وى د هغۀ بچى پېدا کېدے شى څۀ؟ د ساره بچى پېدا کېدے شى چې د لس کم سلو کالو ده؟“ 18اِبراهيم خُدائ پاک ته وفرمائيل، ”کاش چې تۀ اِسمٰعيل زما وارث کړې.“ 19خو خُدائ پاک وفرمائيل چې، ”نه. ستا د خپلې ښځې ساره نه به يو زوئ پېدا شى او د هغۀ نوم اِسحاق کېږده. د هغۀ او د هغۀ د اولاد سره به همېشه دپاره زما لوظ وى. کوم چې يو نۀ ختمېدونکے لوظ دے. 20ما ستا د اِسمٰعيل دپاره سوال اورېدلے دے، نو هغۀ له به هم برکت ورکړم او هغۀ له به ډېر بچى او ډېر اولاد ورکړم. هغه به د دولسو بادشاهانو پلار وى او زۀ به د هغۀ د اولاد نه يو لوئ قوم جوړ کړم. 21خو زما به ستا د زوئ اِسحاق سره لوظ وى، چې هغه به تقريباً بل کال په دې ورځو کښې د ساره نه پېدا کيږى.“ 22چې کله خُدائ پاک د اِبراهيم سره خبرې تر سره کړې، نو ترې نه لاړو. 23هم په هغه ورځ اِبراهيم اِسمٰعيل او په کور کښې چې څومره نران پېدا شوى وُو هغه ټول يې سنت کړل، سره د هغه نوکرانو چې د هغۀ په کور کښې پېدا شوى وُو او هغه يې هم سنت کړل چې د بل مُلک نه راوستلے شوى وُو لکه څنګه چې خُدائ پاک هغۀ ته فرمائيلى وُو. 24اِبراهيم د يو کم سلو کالو وو چې هغه سنت شو، 25او د هغۀ زوئ اِسمٰعيل د ديارلسو کالو وو. 26دوئ دواړه په يوه ورځ سنت شول، 27او ورسره د اِبراهيم ټول نوکران هم سنت شول.

Currently Selected:

پېدايښت 17: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in