YouVersion Logo
Search Icon

پېدايښت 29

29
يو کم دېرشم باب
د حضرت يعقوب د لابن کور ته رسېدل
1بيا يعقوب په خپل سفر روان وو او د نمرخاتۀ په طرف د خلقو مُلک ته لاړو. 2چې څنګه هغۀ وکتل نو هغۀ په مېدان کښې يو کوهے وليدو او وې ليدل چې درې رَمې ورسره پرتې وې. هغه رَمو به د دې کوهى نه اوبۀ څښلې او د هغه کوهى په خولۀ يوه غټه تيږه پرته وه. 3او چې کله به ټولې رَمې هلته راغونډې شوې، نو شپانو به هغه تيږه لرې کوله او اوبۀ به يې ورکولې. بيا به هغوئ هغه تيږه واپس په خپل ځائ د کوهى په خولۀ کېښودله. 4يعقوب د شپانو نه تپوس وکړو، ”زما وروڼو، تاسو د کوم ځائ يئ؟“ هغوئ جواب ورکړو، ”مونږ د حاران يُو.“ 5هغۀ ترې تپوس وکړو، ”تاسو د نحور نمسے، لابن پېژنئ؟“ هغوئ ورته ووئيل، ”آو، مونږ يې پېژنو.“ 6هغۀ ترې تپوس وکړو، ”هغه څنګه دے؟“ هغوئ جواب ورکړو، ”هغه ښۀ دے، ګوره، دلته د هغۀ لور راحيل د خپلو رَمو سره راروانه ده.“ 7يعقوب وفرمائيل، ”ګوره تر اوسه پورې نمر اوچت ولاړ دے او د رَمو د راغونډولو وخت لا نۀ دے، تاسو ولې اوبۀ نۀ ورکوئ او واپس يې څرولو له نۀ بوځئ؟“ 8هغوئ جواب ورکړو، ”مونږ داسې تر هغې پورې نۀ شُو کولے چې ټولې رَمې راغونډې نۀ وى. او چې کله هغه تيږه لرې کړے شى، نو بيا به مونږ رَمو له اوبۀ ورکوو.“ 9يعقوب لا د هغوئ سره خبرې کولې چې راحيل د خپل پلار د رَمې سره راورسېدله، ځکه چې هغه شپونکۍ وه. 10چې کله يعقوب خپله د ماما لور راحيل د هغې د پلار د رَمې سره وليده، نو هغه کوهى له ورَغلو، د کوهى د خولې نه يې تيږه لرې کړه او د لابن رَمو له يې اوبۀ ورکړې. 11بيا يعقوب، راحيل ښُکل کړه او د خوشحالۍ نه په ژړا شو، 12هغۀ راحيل ته وفرمائيل، ”زۀ ستا د پلار رشته‌دار، د رِبقې زوئ يم.“ هغې منډه کړه چې خپل پلار ته ووائى، 13او چې کله لابن د خپل خورئى يعقوب په حقله واورېدل، نو هغۀ مِلاوېدو له ورمنډه کړه، هغۀ ته ورغاړه وتلو او ښُکل يې کړو او هغه يې کور ته دننه راوستلو. يعقوب لابن ته هغه هر څۀ وفرمائيل چې څۀ شوى وُو. 14لابن ووئيل، ”په رښتيا سره، تۀ زما خپله وينه يې.“ يعقوب هلته پوره مياشت ايسار شو.
د حضرت يعقوب دوه ودونه کول
15لابن يعقوب ته ووئيل، ”تا له صِرف زما د خپلوالۍ په وجه زما خِدمت کول نۀ دى په کار. ما ته ووايه، چې تۀ به څومره مزدورى غواړې؟“ 16نو د لابن دوه لوڼه وې، د مشرې نوم لِياه او د کشرې راحيل وو. 17د لِياه سترګې ښُکلې وې، خو راحيل د بدن نه ښُکلې وه. 18يعقوب د راحيل سره مينه کوله، نو ځکه هغۀ وفرمائيل، ”زۀ به ستا د کشرې لور راحيل دپاره ستا اووۀ کاله خِدمت کوم.“ 19لابن جواب ورکړو، ”هغه چې بل چا له ورکوم د هغې نه دا ښۀ ده چې تا له يې درکړم، دلته زما سره اوسېږه.“ 20نو يعقوب د راحيل دپاره اووۀ کاله خِدمت وکړو او هغه وخت په هغۀ باندې صِرف د يو څو ورځو په شان تېر شو، ځکه چې هغۀ د راحيل سره مينه کوله. 21بيا يعقوب لابن ته وفرمائيل، ”هغه وخت پوره شوے دے، ستا لور راکړه چې وادۀ يې کړم.“ 22نو لابن د وادۀ روټۍ وکړه او ټول خلق يې راوغوښتل. 23خو په هغه شپه، د راحيل په ځائ هغۀ لِياه يعقوب له بوتله او يعقوب د هغې سره څملاستو. 24لابن خپله وينځه زِلفه خپلې لور لِياه له د خِدمتګارې په توګه ورکړه. 25چې کله سحر شو، يعقوب ته پته ولګېده چې دا خو لِياه ده. هغه لابن له ورَغلو او ورته يې وفرمائيل، ”دا تا زما سره څۀ کړى دى؟ ما خو د راحيل دپاره خِدمت کړے دے. تا زۀ ولې دوکه کړم؟“ 26لابن جواب ورکړو، ”دلته دا رِواج نۀ دے چې کشره لور دې د مشرې نه مخکښې وادۀ شى. 27صبر وکړه چې د وادۀ اوومه تېره شى، نو زۀ به راحيل هم تا له درکړم، خو کۀ تۀ زما نور اووۀ کاله خِدمت وکړې.“ 28يعقوب راضى شو او چې کله د وادۀ اووۀ ورځې پوره شوې، لابن هغۀ له خپله لور راحيل هم ورکړه چې ښځه يې شى. 29لابن خپله وينځه بِلهاه خپلې لور راحيل له ورکړه چې خِدمتګاره يې شى. 30يعقوب د راحيل سره هم څملاستو او هغۀ د هغې سره د لِياه نه زياته مينه کوله. بيا هغۀ د لابن نور اووۀ کاله خِدمت وکړو.
د حضرت يعقوب بچى پېدا کېدل
31چې کله مالِک خُدائ دا وليدل چې د لِياه سره مينه نۀ کېدله، نو مالِک خُدائ هغې له اولاد ورکړو، خو راحيل شنډه پاتې شوه. 32لِياه اُميدواره شوه او يو زوئ يې پېدا شو. هغې وفرمائيل، ”مالِک خُدائ زۀ په تکليف کښې ليدلې يم او اوس به زما خاوند زما سره مينه کوى.“ نو د هغۀ نوم يې روبين کېښودو. 33هغه بيا اُميدواره شوه او يو بل زوئ يې پېدا شو. نو هغې وفرمائيل، ”مالِک خُدائ ما له دا زوئ هم راکړے دے، ځکه چې هغۀ ته پته وه چې زما نه کرکه کيږى.“ نو د هغۀ نوم يې شمعون کېښودو. 34هغه يو ځل بيا اُميدواره شوه او د هغې يو بل زوئ وشو. هغې وفرمائيل، ”زما د خاوند زړۀ به اوس په ما پورې نور هم تړلے وى، ځکه چې زما نه د هغۀ درې زامن پېدا شول.“ نو د هغۀ نوم يې ليوى کېښودو. 35بيا هغه يو ځل بيا اُميدواره شوه او يو بل زوئ يې پېدا شو. هغې وفرمائيل، ”دا ځل به زۀ د مالِک خُدائ ثناء ووايم.“ نو هغې د هغۀ نوم يهوداه کېښودو. بيا د هغې نور بچى پېدا نۀ شول.

Currently Selected:

پېدايښت 29: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in