YouVersion Logo
Search Icon

پېدايښت 30

30
دېرشم باب
1خو د راحيل نه د يعقوب هيڅ بچى پېدا شوى نۀ وُو. نو په راحيل خپله خور بده لګېده او يعقوب ته يې ووئيل، ”زۀ غواړم چې زما نه دې هم بچى وى ګنې زۀ به مړه شم.“ 2يعقوب راحيل ته غصه شو او وې فرمائيل، ”زۀ خو څۀ خُدائ پاک نۀ يم چې تۀ مې د بچو نه محرومه کړې يې.“ 3هغې ووئيل، ”زما وينځه بِلهاه بوځه، د هغې سره څمله، نو د هغې نه به زما دپاره بچى پېدا شى. او د هغې په وجه به زما کور آباد شى.“ 4نو هغې بِلهاه خپل خاوند له ورکړه او هغه د هغې سره څملاستو. 5بِلهاه اُميدواره شوه او د يعقوب يو زوئ ترې پېدا شو. 6راحيل ووئيل، ”خُدائ پاک زما په حق کښې فېصله کړې ده. هغۀ زما سوال اورېدلے دے او ما له يې يو زوئ راکړے دے.“ نو د هغۀ نوم يې دان کېښودو. 7بِلهاه يو ځل بيا اُميدواره شوه او د يعقوب ترې دوېم زوئ وشو. 8راحيل ووئيل، ”ما د خپلې خور سره لويه مقابله کړې ده. خو ما ګټلې ده.“ نو د هغۀ نوم يې نفتالى کېښودو. 9چې کله لِياه ته دا پته ولګېده چې د هغې به نور بچى نۀ کيږى، نو هغې خپله وينځه زِلفه يعقوب له ورکړه چې ښځه يې شى. 10بيا د زِلفه نه د يعقوب يو زوئ وشو. 11لِياه ووئيل، ”زۀ بختوره يم.“ نو د هغۀ نوم يې جاد کېښودو. 12د زِلفه نه د يعقوب يو بل زوئ وشو، 13او لِياه ووئيل، ”زۀ څومره خوشحاله يم. اوس به ښځې ما ته خوشحاله وائى.“ نو هغې د هغۀ نوم آشر کېښودو. 14د غنمو د لَو په وخت روبين پټو ته لاړو او هلته يې هغه بوټى وموندل د کومو په ذريعه چې د زنانه حمل لګېدلو او هغه يې خپلې مور لِياه له راوړل. راحيل لِياه ته ووئيل، ”ما له خو د هغه بوټو نه لږ راکړه کوم چې ستا زوئ راوړى دى.“ 15لِياه جواب ورکړو، ”دا څۀ وړه خبره ده چې زما خاوند دې رانه قبضه کړے دے؟ او اوس تۀ وائې چې ما له هغه د حمل بوټى راکړه کوم چې ستا زوئ راوړى دى.“ راحيل ووئيل، ”کۀ تۀ ما له ستا د زوئ هغه بوټى راکړې، نو تۀ نن شپه د يعقوب سره څملاستے شې.“ 16چې کله يعقوب ماښام د پټو نه راغلو، لِياه بهر مِلاوېدو له هغۀ له ورغله او وې وئيل، ”تۀ به خامخا نن زما سره څملې، ځکه چې ما د خپل زوئ د حمل بوټى ستا په سر ورکړى دى.“ نو په هغه شپه د هغې سره څملاستو. 17خُدائ پاک د لِياه سوال واورېدو او هغه اُميدواره شوه او د يعقوب ترې پينځم زوئ وشو. 18لِياه ووئيل، ”خُدائ پاک ما له خپل اجر راکړے دے، ځکه چې ما خپله وينځه خپل خاوند له ورکړه.“ نو هغې په خپل زوئ يساکار نوم کېښودو. 19لِياه بيا اُميدواره شوه او د يعقوب ترې شپږم زوئ وشو. 20هغې ووئيل، ”خُدائ پاک ما له يوه ښُکلې تُحفه راکړې ده. اوس به زما خاوند زما قدر کوى، ځکه چې زما نه د هغۀ شپږ زامن پېدا شوى دى.“ نو هغې د هغۀ نوم زبولون کېښودو. 21وروستو د هغې يوه لور پېدا شوه، چې د هغې نوم يې دينه کېښودو. 22بيا خُدائ پاک راحيل راياده کړه، هغۀ د هغې سوال قبول کړو او هغې له يې هم بچى ورکړل. 23هغه اُميدواره شوه او يو زوئ يې پېدا شو. هغې ووئيل، ”خُدائ پاک ما له يو زوئ راکړو نو زۀ يې د پېغور نه خلاصه کړم.“ 24نو هغې د هغۀ نوم يوسف کېښودو او ووئيل، ”مالِک خُدائ دې ما له يو بل زوئ هم راکړى.“
د حضرت يعقوب رَمې زياتېدل
25د يوسف د پېدا کېدو نه پس، يعقوب لابن ته وفرمائيل، ”ما له اجازت راکړه، چې زۀ خپل کور او خپل مُلک ته واپس لاړ شم. 26ما له زما ښځې او زامن راکړه چې ما ستا خِدمت کولو کښې ګټلى دى او زۀ به لاړ شم. ځکه چې تا ته پته ده چې ما ستا څومره ښۀ خِدمت کړے دے.“ 27لابن هغۀ ته ووئيل، ”کۀ زۀ ستا په نظر کښې ښۀ يم نو يوه خبره به وکړم، ما ته غېبانه پته لګېدلې ده چې هم ستا په وجه مالِک خُدائ ما له برکت راکړے دے. 28چې تۀ څومره مزدورى غواړې نو ووايه او زۀ به يې درکړم.“ 29يعقوب جواب ورکړو، ”تا ته په خپله پته ده چې ما ستا څومره خِدمت کړے دے او ستا رَمې زما سره څومره زياتې شوې دى. 30ځکه چې تا زما د راتلو نه مخکښې لږ څۀ لرل او اوس ډېر زيات شول او چې ما چرته هم ستا رَمې بوتلى دى مالِک خُدائ تا له برکت درکړے دے. اوس هغه وخت راغلے دے چې زۀ د خپل خاندان خيال وساتم.“ 31لابن ترې تپوس وکړو، ”زۀ تا له څۀ درکړم؟“ يعقوب جواب ورکړو، ”زۀ درنه هيڅ مزدورى نۀ غواړم. زۀ به بيا ستا رَمې څروم او ساتم کۀ تۀ زما دپاره يو کار وکړې، 32نن به زۀ ستا په ټولو رَمو کښې وګرځم او هر تور ګډُورے او ټولې ټکى ټکى او برَګې چېلۍ به راوباسم. بس دا ټوله مزدورى ده چې زۀ يې غواړم. 33په راتلونکى وخت کښې به تا ته په آسانۍ سره پته ولګى کۀ زۀ رښتونے سړے يم. چې کله تۀ بيا د دې کتلو له راشې، کۀ زما سره توره ګډه، ټکى ټکى يا برَګې چېلۍ نۀ وى، نو تۀ به پوهه شې چې پټې کړے شوې دى.“ 34لابن جواب ورکړو، ”ټيک ده. مونږ به هم ستا په خبره کار کوُو.“ 35خو په هغه ورځ لابن هغه چېلى چې کرښې پرې وې يا برَګ وُو هغه يې بېل کړل او هغه ټولې چېلۍ چې ټکى ټکى او برَګې وې او تورې ګډې يې هم ترې لرې کړې. او هغۀ دا د خپلو زامنو په حواله کړې، 36او بيا د دې رَمې سره د يعقوب نه د درېو ورځو د مزل برابر لرې لاړو. يعقوب د لابن پاتې رَمې ساتلې. 37يعقوب د سپېدار، بادام او چِنار د ونو شنې څانګې راماتې کړې او پوستکى يې ترې لرې کړل نو په دې څانګو باندې سپينې کرښې راووتلې. 38هغۀ دا څانګې د رَمو په مخکښې د اوبو په ډيګو کښې کېښودې. هغۀ دا هلته پرېښودې، ځکه چې کله به څاروى اوبو څښلو له راتلل نو هلته به مال کېدل. 39نو چې دا د څانګو په مخکښې مال شوې نو هغوئ د کرښو والا، ټکى ټکى او برَګ بچى راوړل. 40يعقوب ګډې د چېلو نه بېلې ساتلې او هغۀ د هغوئ مخونه د لابن د کرښو والا او تورو څاروو ته کړل. نو هغۀ خپله رمه جوړه کړه او دا يې د لابن د رَمې نه جدا کړه. 41چې کله تکړه څاروى مال کېدل، يعقوب د هغوئ په مخکښې د اوبو په هغه ډيګو کښې څانګې کېښودې، نو د هغه څانګو په خوا کښې به څاروى مال کېدل. 42خو هغۀ د کمزورو څاروو په مخکښې هغه څانګې کېنۀ ښودلې. نو هغه ټول کمزورى څاروى د لابن شول او تکړه ټول د يعقوب شول. 43نو يعقوب ډېر مالدار شولو. د هغۀ ډېرې رَمې نوکران، اوښان او خرۀ وُو.

Currently Selected:

پېدايښت 30: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in