YouVersion Logo
Search Icon

پېدايښت 32

32
دوه دېرشم باب
د حضرت يعقوب او د حضرت عِيسو مِلاوېدل
1چې يعقوب څنګه خپل مُلک ته لاړو، د خُدائ پاک څۀ فرښتې ورسره مِلاو شوې. 2چې هغه يې وليدلې، نو وې فرمائيل، ”دا د خُدائ پاک لښکر دے.“ نو په هغه ځائ يې محنايم نوم کېښودو. 3يعقوب د خپل ځان نه مخکښې د ادوم په مُلک کښې د سعير په علاقه کښې خپل ورور ته پېغام وړُونکى ولېږل. 4هغۀ ورته ووئيل چې، ”زما نېک عِيسو ته دا پېغام ورسوئ، زۀ ستا تابعدار خِدمتګار يعقوب يم، چې د ډېر وخت نه د لابن سره د يو مسافر په شان دېره يم، 5زۀ غوَيى، خرۀ، ګډې، چېلۍ او نوکران لرم. نېکه، زۀ تا له خبر درلېږم، د دې دپاره چې ستا په نظر کښې ښۀ راشم.“ 6کله چې هغه پېغام وړُونکى يعقوب ته واپس راغلل، هغوئ ووئيل، ”مونږ ستا ورور عِيسو له لاړُو او هغه د مخکښې نه تا سره مِلاوېدو دپاره راروان دے. څلور سوه کسان ورسره دى.“ 7يعقوب سخت ويرېدو او پرېشانه شو. د هغۀ سره چې کوم خلق او رَمې، غواګانې او اوښان وُو هغه يې په دوو ډلو کښې تقسيم کړل. 8د هغۀ خيال دا وو، ”کۀ عِيسو راشى او هغه وړومبۍ ډله ختمه کړى نو هغه بله ډله چې کومه پاتې وى هغه به وتښتى.“ 9بيا يعقوب دُعا وکړه، ”زما د نيکۀ اِبراهيم خُدايه پاکه او زما د پلار اِسحاق خُدايه پاکه، زما سوال واوره، مالِکه خُدايه. تا ما ته ووئيل چې خپل مُلک او خپلو خپلوانو له لاړ شه او تۀ به زما دپاره هر څۀ سم کړې. 10تا چې خپل خِدمت کوونکى ته، کومه مِهربانى او وفادارى ښودلې ده زۀ د هغې قابل نۀ يم، زۀ چې د اُردن سيند نه پورېوتم نو زما سره هيڅ هم نۀ وُو صِرف يوه امسا وه او اوس زما نه دوه قبيلې جوړې شوې دى. 11زۀ تا ته سوال کوم چې ما د خپل ورور عِيسو نه بچ کړه. زۀ يرېږم هسې نه چې هغه په مونږ حمله وکړى نو مونږ به سره د ښځو او ماشومانو ټول تباه کړى. 12هغه وعده راياده کړه چې تا زما سره کړې وه چې زما دپاره به هر څۀ سم کړې او ما له به دومره اولاد راکړې چې څوک به يې شمېرلے نۀ شى، دومره ډېر لکه چې د سمندر په غاړه شګې دى.“ 13‏-15هلته د شپې تېرولو نه پس، يعقوب د خپلو څاروو نه د خپل ورور عِيسو دپاره دا تُحفې خوښې کړې، دوه سوه چېلۍ او شل چېلى، دوه سوه ګډې او شل ګډان، دېرش هغه اُوښې چې پئ ورکوى د بچو سره، څلوېښت غواګانې او لس غوَيى، شل خرې او لس خرۀ. 16هغۀ دا په مختلفو ډلو کښې تقسيم کړل او د خپلو نوکرانو نه يې يو يو په هره ډله مشران مقرر کړل. هغۀ ورته ووئيل، ”زما نه مخکښې لاړ شئ او د مخکښې قبيلې او ورپسې راروانې قبيلې په مينځ کښې فاصله وساتئ.“ 17هغۀ وړومبى نوکر له حُکم ورکړو، ”زما ورور عِيسو چې درسره ملاويږى او تپوس کوى چې، ستا نېک څوک دے؟ تۀ چرته ځې؟ ستا نه مخکښې دا ځناور د چا دى؟ 18نو ته ورته وايه چې دا ستا د خِدمتګار يعقوب دى. هغه دا خپل نېک عِيسو له په تُحفه کښې لېږى. او يعقوب په خپله په مونږ پسې راروان دے.“ 19هغۀ دوېم او درېم له هم دغه شان حُکم ورکړو او هغه ټولو له چې کوم د ډلو مشران وُو، ”تاسو به خامخا داسې وايئ چې کله تاسو د عِيسو سره مِلاوېږئ. 20تاسو به خامخا وايئ چې ستا خِدمتګار يعقوب په خپله په مونږ پسې راروان دے.“ د يعقوب خيال دا وو چې، ”زۀ به د دې تُحفو سره د هغۀ غصه سړه کړم او چې کله ورسره مخامخ شم کېدے شى چې هغه ما ته په خېر راغلے ووائى.“ 21هغۀ هغه تُحفې د ځان نه مخکښې ولېږلې او هغه شپه په محنايم کښې پاتې شو.
د حضرت يعقوب په فنواېل کښې کُشتى کول
22هم په هغه شپه يعقوب پاڅېدو، هغۀ خپلې دوه نِکاح کړې ښځې، د هغۀ دوه نورې ښځې او خپل يوولس زامن روان کړل او د يبوق د سيند نه په ګودر يعنې هغه ځائ کښې پورې وتل چرته چې اوبۀ کمې وې. 23هغۀ هغوئ روان کړل او پورې يې ويستل، د هغۀ سره چې څۀ وُو هغه يې هم بلې غاړې ته ولېږل، 24خو هغه يواځې پاتې شو. بيا يو سړے راغلو او د هغۀ سره يې د سحر د رڼا پورې کُشتى وکړه. 25چې کله هغه سړى ته پته ولګېده چې مقابله يې نۀ شوه ګټلے، نو هغۀ يعقوب په پتُون ووهلو او پتُون يې د بند نه ووتلو. 26هغه سړى ووئيل، ”د سحر رڼا شوه، ما پرېږده چې لاړ شم.“ يعقوب ورته وفرمائيل، ”زۀ به تا کله هم نۀ پرېږدم، چې ترڅو پورې دې ما له برکت نۀ وى راکړے.“ 27هغه سړى ترې تپوس وکړو، ”ستا څۀ نوم دے؟“ نو هغۀ ورته ووئيل، ”يعقوب.“ 28هغه سړى ورته ووئيل، ”د نن نه پس به ستا نوم يعقوب نۀ وى. تا د خُدائ پاک او د انسان سره مقابله کړې ده او تا ګټلې ده، د اوس نه به ستا نوم اِسرائيل وى.“ 29يعقوب ورته وفرمائيل، ”اوس تۀ ما ته خپل نوم وښايه.“ خو هغۀ ورته ووئيل، ”تۀ ولې زما د نوم تپوس کوې؟“ بيا هغۀ يعقوب له برکت ورکړو. 30يعقوب ووئيل، ”ما خُدائ پاک مخامخ ليدلے دے او بيا هم لا ژوندے پاتې يم.“ نو په هغه ځائ يې فنواېل نوم کېښودو. 31نمر راختلو چې يعقوب د فنواېل نه تلو او د خپل پتُون په وجه ګډ ګډ روان وو. 32تر نن ورځې پورې د بنى اِسرائيلو اولاد هغه پله نۀ خورى کومه چې د پتُون په بند پورې وى، ځکه چې د پتُون د بند هم په دې ځائ هغۀ يعقوب وهلے وو.

Currently Selected:

پېدايښت 32: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in