YouVersion Logo
Search Icon

پېدايښت 33

33
درې دېرشم باب
د حضرت يعقوب د حضرت عِيسو سره مِلاوېدل
1يعقوب چې وکتل نو عِيسو يې وليدو او څۀ ګورى چې څلور سوه کسان ورسره راروان وُو. نو هغۀ خپل بچى په لِياه، راحيل او په هغه دوو نورو ښځو باندې تقسيم کړل. 2هغۀ نورې ښځې او د هغوئ بچى مخکښې کړل، بيا يې لِياه او د هغې بچى کړل او راحيل او يوسف يې وروستو کړل. 3يعقوب د دوئ نه مخکښې لاړو او چې څنګه خپل ورور ته ورسېدو، نو ټيټ شو او اووۀ ځل يې تندې په زمکه ولګولو. 4خو عِيسو مِلاوېدو دپاره هغۀ له ورمنډه کړه او د هغۀ نه يې لاسونه تاو کړل، راغاړه يې ويستلو او ښُکل يې کړو. دوئ دواړو وژړل. 5چې کله عِيسو وکتل او هغه ښځې او ماشومان يې وليدل، نو هغۀ تپوس وکړو، ”دا تا سره څوک دى؟“ يعقوب ورته وفرمائيل، ”صاحِبه، خُدائ پاک په ما ډېر مهربانه دے او دا بچى يې راکړى دى.“ 6بيا هغه نورې ښځې او د هغوئ بچى رامخکښې شول او ورته ټيټ شول، 7بيا لِياه او د هغې بچى راغلل او په آخر کښې يوسف او راحيل راغلل او ورته ټيټ شول. 8عِيسو ترې تپوس وکړو، ”د هغې بلې قبيلې سره چې زۀ مِلاو شوم هغه دې د څۀ مقصد دپاره راوستلې ده؟“ يعقوب ورته وفرمائيل، ”د دې دپاره چې زما نېک راسره ښۀ شى.“ 9خو عِيسو ورته ووئيل، ”زما وروره، زما سره هر څۀ ډېر دى، چې تا سره هم څۀ دى هغه د ځان دپاره وساته.“ 10يعقوب ووئيل، ”نه، زۀ تا ته سوال کوم، کۀ تۀ په ما مهربانه يې، نو زما د لاسونو نه دا تُحفه قبوله کړه. چې ستا مخ ته مې وکتل دا داسې شوه لکه چې د خُدائ پاک مخ ته مې کتلى وى، ځکه چې تۀ اوس ما سره ډېر ښۀ يې. 11زۀ تا ته سوال کوم چې دا تُحفه زما نه قبوله کړه کومه چې ما تا له راوړې ده، خُدائ پاک په ما مهربانه دے او چې د څۀ څيز هم ضرورت وو هغه يې راکړے دے.“ يعقوب په هغۀ زور راوړو نو هغه يې قبوله کړه. 12عِيسو ووئيل، ”ځئ چې په خپل سفر باندې ځُو. زۀ به تاسو سره ځم.“ 13يعقوب ووئيل، ”زما نېکه، تا ته پته ده چې ماشومان کمزورى دى، او په کار دى چې زۀ د دې ګډو او څاروو او د دوئ د بچو خيال وساتم. کۀ دا مونږ يوه ورځ هم تېز بوځُو، نو ټول څاروى به مړۀ شى. 14زۀ خپل نېک ته سوال کوم چې د خپل خِدمتګار نه مخکښې لاړ شى او نېکه، زۀ به په مزه مزه د څاروو او د هغوئ د بچو په قدم په تا پسې درځم او په ادوم کښې به درسره مِلاو شم.“ 15عِيسو ووئيل، ”زۀ به تا سره زما خپل څۀ کسان پرېږدم.“ خو يعقوب ورته وفرمائيل، ”د دې هيڅ حاجت نشته، زۀ صِرف دا غواړم چې ستا په نظر کښې ښۀ راشم.“ 16نو هم په هغه ورځ عِيسو په خپله مخه ادوم ته واپس شو. 17خو يعقوب سُکات ته لاړو، چرته چې هغۀ د خپل ځان دپاره کور او د څاروو دپاره شپولونه جوړ کړل. نو د هغه ځائ نوم سُکات شو. 18د مسوپتاميه نه په واپسۍ کښې يعقوب د کنعان په مُلک کښې شِکم ښار ته په سلامتۍ سره ورسېدو او د ښار سره نزدې يې په يو پټى کښې خپلې خېمې ولګولې. 19هغۀ د هغه پټى دا حِصه د شِکم پلار همور د اولاد نه د سپينو زرو په سلو سيکو واخستله. 20هغۀ هلته يوه قربان‌ګاه جوړه کړه او اېل‌الوهى‌اِسرائيل نوم يې پرې کېښودو کوم چې د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دے.

Currently Selected:

پېدايښت 33: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in