YouVersion Logo
Search Icon

يوحنا 13

13
ديارلسم باب
د مريدانو پښې وينځل
1د فسح د اختر نه مخکښې عيسىٰ ته معلومه شوه چې د دُنيا نه د هغۀ د جدايۍ وخت رانزدې شوے دے او هغه به خپل پلار ته ورشى. او د خپلو مريدانو سره يې په دې دُنيا کښې مينه وه، او تر آخره وخته پورې يې ورسره مينه وکړه. 2د ماښام د روټۍ وخت وو، او اِبليس د مخکښې نه د شمعون اِسکريوتى د زوئ يهوداه په زړۀ کښې دا خيال اچولے وو چې په عيسىٰ مُخبرى وکړى. 3او عيسىٰ پوهه وو چې پلار هغۀ له د هر څۀ اختيار ورکړے دے او چې هغه د خُدائ پاک نه راغلے دے او خُدائ پاک له واپس روان دے. 4نو هغه د روټۍ نه پاڅېدو، خپل څادر يې يو طرف ته کېښودو، يوه توليه يې راواخسته او د ملا نه يې تاو کړه. 5بيا هغۀ په يو لوښى کښې اوبۀ واچولې او د خپلو مريدانو په پښو وينځلو يې شروع وکړه او په هغه توليه يې وچولې چې د ځان نه يې تاو کړې وه. 6کله چې هغه شمعون پطروس ته راورسېدو نو پطروس هغۀ ته ووئيل چې، ”مالِکه، تۀ به زما پښې وينځې؟“ 7عيسىٰ جواب ورکړو، ”څۀ چې زۀ کوم، تۀ اوس په دې نۀ پوهېږې خو وروستو به پوهه شې.“ 8پطروس هغۀ ته ووئيل، ”زۀ به تاسو هيڅکله پرې نۀ ږدم چې زما پښې ووينځې.“ عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”ترڅو چې زۀ تا ونۀ وينځم نو تۀ به زما مريد نۀ يې.“ 9شمعون پطروس هغۀ ته ووئيل، ”بيا نو مالِکه، نۀ يواځې زما پښې بلکې لاسونه او سر مې هم ووينځه.“ 10عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”چا چې لامبلى وى هغۀ ته د پښو د وينځلو نه علاوه نور حاجت نشته بلکې هغه ټول پاک دے، او تاسو پاک يئ خو ټول نه.“ 11ځکه چې عيسىٰ ته معلومه وه چې څوک به په هغۀ مُخبرى کوى نو په دې وجه هغۀ وفرمائيل چې، تاسو ټول پاک نۀ يئ. 12د هغوئ د پښو وينځلو نه پس، هغۀ خپل څادر راواخستو او کښېناستو او د هغوئ نه يې تپوس وکړو، ”تاسو په دې پوهه شوئ چې ما تاسو سره څۀ وکړل؟ 13تاسو ما ته اُستاذ او مالِک وايئ او دا ټيک وايئ ځکه چې زۀ يم. 14نو کۀ ما ستاسو مالِک او اُستاذ ستاسو پښې ووينځلې نو په تاسو هم لازم دى چې د يو بل پښې ووينځئ. 15ما ستاسو دپاره يو مِثال قائم کړے دے، چې تاسو به هم هغه شان کوئ، څنګه چې ما تاسو سره کړى دى. 16زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې يو نوکر د خپل مالِک نه لوئ نۀ وى او نۀ پېغام وړونکے د رالېږونکى نه لوئ وى. 17اوس تاسو په دې خبره پوهه شوئ نو تاسو بختور يئ کۀ چرې عمل پرې وکړئ. 18زۀ ستاسو ټولو په حقله نۀ وايم، څوک چې ما غوره کړى دى هغوئ زۀ پېژنم. خو چې د صحيفې دا خبره پوره شى چې، ”نو هغه چا چې روټۍ به يې ما سره خوړه هم هغه زما خلاف شولو.“ 19زۀ تاسو ته اوس د هغه واقعې د پېښېدو نه مخکښې دا وايم د دې دپاره چې کله هغه پېښه شى نو چې تاسو ايمان راوړئ چې مسيح هم زۀ يم. 20زۀ تاسو ته رښتيا وايم څوک چې زما يو پېغام وړونکے قبول کړى هغوئ ما قبلوى او څوک چې ما قبول کړى نو هغه قبلوى چا چې زۀ رالېږلے يم.“
د حضرت عيسىٰ د خپل مُخبر په حق کښې پېشګوئې
21د دې وئيلو نه پس عيسىٰ روح کښې سخت پرېشانه شو او وې وفرمائيل، ”زۀ درته رښتيا وايم چې په تاسو کښې به يو زما مُخبرى کوى.“ 22مريدانو يو بل ته وکتل او شکمن شول چې دے دا د چا په حقله خبرې کوى. 23په هغوئ کښې يو مريد چې عيسىٰ ورسره مينه کوله، د عيسىٰ سره جُخت ناست وو. 24نو شمعون پطروس هغۀ ته اِشاره وکړه او ورته يې ووئيل چې، ”تپوس ترې وکړه چې هغه دا څوک يادوى.“ 25نو هغه مريد عيسىٰ ته سر ورنزدې کړو او تپوس يې ترې وکړو، ”مالِکه، دا څوک دے؟“ 26عيسىٰ جواب ورکړو، ”دا هغه څوک دے چې زۀ ورته د روټۍ دا ټُکړه په تالى کښې لمده کړم او ور يې کړم.“ بيا هغۀ د روټۍ ټُکړه لمده کړه او د شمعون اِسکريوتى زوئ يهوداه له يې ورکړه. 27د روټۍ د ټکړې خوړلو نه پس شېطان په هغۀ کښې ورننوتو. عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”څۀ چې کوې، زر يې وکړه.“ 28څوک چې روټۍ ته ناست وُو د هغوئ نه يو کس هم په دې پوهه نۀ شو چې هغۀ ولې دۀ ته داسې وفرمائيل. 29ځينو دا ګُمان وکړو چې يهوداه سره تيلۍ ده، نو عيسىٰ هغۀ ته دا وفرمائيل چې اختر له چې څۀ په کار دى هغه واخله يا دا چې غريبانانو له څۀ ورکړه. 30د نوړۍ اخستو نه پس سمدستى يهوداه بهر ووتو. او دا توره شپه وه.
د حضرت عيسىٰ نوے حُکم
31کله چې يهوداه بهر لاړو نو عيسىٰ وفرمائيل، ”اوس اِبن آدم خپله لوئى وموندله او خُدائ پاک په هغۀ کښې لوئى وموندله. 32کۀ خُدائ پاک په هغۀ کښې لوئى وموندله، نو خُدائ پاک به هم هغۀ ته په خپل ځان کښې لوئى ورکړى او هغۀ ته به زر لوئى ورکړى. 33زما بچو، زۀ به د لږ وخت دپاره تاسو سره يم. بيا به تاسو ما لټوئ، او څنګه چې ما يهوديانو ته وفرمائيل، نو دغه شان اوس تاسو ته هم وايم، چرته چې زۀ ځم هلته تاسو نۀ شئ راتلے. 34زۀ تاسو له يو نوے حُکم درکوم چې د يو بل سره مينه کوئ. لکه چې ما تاسو سره مينه کړې ده نو دغه شان تاسو هم د يو بل سره مينه کوئ. 35کۀ تاسو د يو بل سره مينه کوئ نو بيا به ټول خلق په دې پوهه شى چې تاسو زما مريدان يئ.“
د حضرت عيسىٰ د شمعون پطروس د اِنکار په حقله پېشګوئې کول
36شمعون پطروس هغۀ ته ووئيل، ”مالِکه، تۀ چرته ځې؟“ عيسىٰ جواب ورکړو، ”چرته چې زۀ ځم، تۀ اوس ما پسې هلته نۀ شې راتلے خو وروستو به راشې.“ 37پطروس هغۀ ته ووئيل، ”مالِکه، زۀ اوس ولې نۀ شم درتلے؟ زۀ به خپل ځان په تا قربان کړم.“ 38عيسىٰ جواب ورکړو، ”تۀ به په رښتيا خپل ځان په ما قربان کړې څۀ؟ زۀ تا ته رښتيا وايم چې نن به تۀ د چرګ د بانګ نه وړاندې درې ځله زما نه اِنکارى شې.“

Currently Selected:

يوحنا 13: PYPB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in