YouVersion Logo
Search Icon

زبور ۲۶

۲۶
شپږویشتم زبور
د بې ګناه کس دعا
(د داود زبور)
1 ته ښکاره کړه ای څښتنه
چې زه یمه بې ګناه
دې دپاره چې کومه سم کارونه
او په تا باندې توکل کومه بې له شکه
2 کړه امتحان مې ای څښتنه او مې وازمایلو
زما د زړه او ذهن دواړو ازمېښت وکړه ته
3 ځکه ستا تلپاتې مینه زما په سترګو کې ده
زه تېرومه خپل ژوند ستا وفادارۍ کې
4 د دروغجنو خلکو ملګرتیا نه کوم
د منافقو هېڅ ملتیا نه کوم
5 زه د بدانو د ناستې نه نفرت کومه
او د بدکارانو سره نه کښېنمه
6 خپل لاسونه زه وینځمه
چې دا وښایم بې ګناه یم
قربانګاه نه دې تاوېږم ای څښتنه
7 په لوړ اواز وایم سندرې
او ادا کوم ستا شکر
بیانومه زه ستا ټول عجیبه کارونه
8 ای څښتنه، هغه کور کې چې ته اوسې په ما ګران دی
هغه ځای کې چې جلال د ستا اوسیږي په ما ګران دی
9 ګناهکارو سره مه تباه کوه ما
د قاتلو له تقدیره ته ساته ما
10 هغه خلک چې جوړوي پلانونه تل د بدۍ
چې همېش دې ته تیار وي رشوت واخلي
11 خو زه کړم سم کارونه
رحم وکړه ته په ما او نجات راکړه
12 زه د ټولو خطرونو نه خوندي یم
په لویه غونډه کې ثنا او صفت به د څښتن کومه

Currently Selected:

زبور ۲۶: APB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in