YouVersion Logo
Search Icon

زبور ۲

۲
دوهم زبور
د خدای غوره شوی پاچا
1 ولې په قهر شول نور قومونه دومره؟
ولې بېځایه دسیسې جوړوي دغه قومونه؟
2 تیاروي ځانونه جنګ ته پاچاهان د جهان
دي لګیا حکمرانان د دسیسو په جوړولو یو له بله سره
د څښتن او د هغه د غوره شوي پاچا په وړاندې
3 وایي: «راځئ چې زنځیرونه مات کړو
د غلامۍ رسۍ به وغورځوو»
4 څښتن چې ناست دی په اسمان کې په خپل تخت باندې
خاندي ملنډې وهي په پلانونو د دوی
5 ورکوي دوی ته په خپل قهر اخطار
وېروي دوی په خپل غضب باندې:
6 «ما مقرر کړ خپل پاچا
په خپله پاکه غونډۍ
نوم دی صهیون د غونډۍ»
7 پاچا وایي: «زه به اعلان کړم د څښتن فرمان
ماته وویل هغه چې ته مې زوی زه دې نن پلار شوم
8 سوال وکړه له ما نه ته
ټول قومونه در به کړم
نړۍ ټوله به د ستا شي
9 هغوی به مات کړې
د اوسپنې امسا باندې
د خاورینو لوښو په شان
به کړې دوی سم ټوټې ټوټې»
10 شئ هوښیار ای پاچاهانو
تاسو دې نه عبرت واخلئ د نړۍ حکمرانانو
11 د څښتن عبادت وکړئ
ښه په وېره او لړزان
12 زوی ته یې ټیټ کړئ د درناوي سرونه
هسې نه چې دی په قهر شي زر
او خپلو لارو کې هلاک شئ
هرڅوک چې پناه وروړي بختور دی

Currently Selected:

زبور ۲: APB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in