زبور ۴۴
۴۴
څلورڅلوېښتم زبور
د خلاصون دپاره دعا
(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د قورح د طایفې زبور)
1 زمونږ نیکونو ته تا کړي لوی کارونه دي
دا په ډېره پخوانۍ زمانه کې د هغو، خدایه
چې په دې هکله اورېدلي دي مونږ
په دې هکله یې ویلي مونږ ته
2 وشړل تا نور قومونه په خپل لاس باندې
د دوی خاوره کې دې خپل قوم مېشته کړ
نورو قومونو ته دې څرنګه سزا ورکړله
تا په خپل قوم نېکمرغي راوستله
3 دا خاوره فتح نه کړه ستا قوم په خپلو تورو
هغه یې په خپل قوت ونه ګټله
د ستا په زور او په قوت یې هغه وګټله
ځکه په دې باندې ډاډه وو هغوی
چې ته وې مل ورسره
او هم ته وې ډېر د هغوی نه راضي
4 ای خدایه! ته زما پاچا یې
ته ورکوې بری د یعقوب قوم ته
5 ورکوو ماتې دښمنانو ته مونږ ستا په مرسته
خپل دښمنان پایمالوو مونږه د ستا په قدرت
6 خپلې لیندې باندې تکیه نه کوم
نه مې په توره چې به خلاص کاندي ما
7 خو تا له خپلو دښمنانو مونږه خلاص کړلو
چا چې له مونږه کړله کرکه دوی دې وشرمول
8 مونږه به تل مدام ویل چې کوو فخر په تا
تر ابده به کوو مونږ ستا شکرونه
9 خو اوس دې پرېښودو رسوا دې کړلو
زمونږ لښکرو سره نور ته نه ځې
10 تا مجبور کړلو چې تېښته له دښمنه وکړو
څه چې زمونږه سره وو
لوټ کړل هغو چې زمونږه څخه کرکه کوي
11 تا پرېښودلو چې حلال شو د پسونو په شان
پردو قومونو کې دې مونږ خواره واره کړلو
12 په کمه بیه دې خپل قوم خرڅ کړ
او دې خرڅلاو درته فایده ونه کړه
13 ګاونډي ملکونه ګوري تا زمونږ سره څه وکړل
دوی په مونږ وهي ملنډې او خندا راپورې کاندي
14 په قومونو کې دې مونږه مسخره کړو
له تحقیره خوځوي راته سرونه
15 مدام رسوا یمه زه
په شرمو پټ یمه زه
16 اورو مونږ د دښمنانو پېغورونه
دښمنان او غچ اخیستونکي وینو
17 دا هرڅه وشول په مونږ
خو ته مو هېر نه کړلې
تا چې زمونږ سره کوم لوظ کړی ؤ
مونږه مات کړی نه دی
18 بې وفا نه یو تاته
د ستا له لارې ګرځېدلي نه یو
19 خو تا مونږ پرېښودو بې وسه
د وحشي ځناورانو منځ کې
تورو تیارو کې دې مونږ پرېښودلو
20 که مونږ خپل خدای ته وای بس کړی عبادت کول
او پردي خدای ته مو دعا کړې وای
21 ته په رښتیا به پوهېدلی وای پرې
ځکه خبر یې په رازونو د زړه
22 مونږه له مرګه سره مخ یو هر وخت ستا په خاطر
مونږه ګڼي هغو پسونو په شان وي چې حلالې دپاره
23 شه رابېداره ای څښتنه! ته ویده ولې یې؟
ته رابېدار شه! تر ابده مونږه مه ردوه
24 ولې پټوې مخ دې زمونږ ځینې؟
ولې هېروې تکلیفونه او مصیبتونه زمونږ؟
25 مونږ ټوک ټوک شوي رالوېدلي یو په ځمکه باندې
مونږ مغلوب شوي یو پراته خاورو کې
26 پورته شه، زمونږ کومک ته راشه ته!
مونږ ته نجات راکړه په وجه د تلپاتې مینې
Currently Selected:
زبور ۴۴: APB
Highlight
Share
Copy
Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in
Text of this book may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Afghan Pashto,
Copyright © 2023 UBS. Used by permission. All rights reserved.