YouVersion Logo
Search Icon

زبور ۴۷

۴۷
اووه څلوېښتم زبور
خدای د جهان پاچا دی
(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د قورح د طایفې زبور)
1 ای ټولو خلکو پړکوئ لاسونه!
د خدای ثنا په خوشحالۍ او لوړو چیغو وکړئ!
2 چې هیبتناکه دی څښتن تعالی
هغه ډېر لوی پاچا دی
کوي حکومت ټولې دنیا باندې
3 نورو قومونو باندې مونږ ته یې بری راکړی
او یې هغه قومونه لاندې کړل زمونږ تر پښو
4 ده غوره کړې ځمکه مونږ دپاره ویاړو پر دې
مونږ د یعقوب اولاده خدای ورسره مینه چې کړي
5 وخاته خدای خپل تخت ته
وې هلته چیغې د خوښۍ
هلته غږونه د سرنو وو
چې څښتن پورته لاړ
6 وایاست سندرې او ثنا خدای ته!
وایاست سندرې او ثنا خپل شاه ته!
7 ځکه چې خدای د ټول جهان پاچا دی
ثنا یې ووایاست سندرې باندې!
8 خدای کړي پاچاهي ټولو قومونو باندې
خدای دی په خپل سپېڅلي تخت باندې ناست
9 د قومونو رهبران دي راټول شوي په یو ځای
د ابراهیم د خدای د قومه سره
د دنیا ټول شاهان د خدای واک کې دي
هغه ډېر لوړ خدای دی

Currently Selected:

زبور ۴۷: APB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in