YouVersion Logo
Search Icon

زبور ۵

۵
پنځم زبور
د ساتنې دپاره دعا
(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د شپېلیو سره د داود زبور)
1 واوره ای څښتنه ته ګفتار زما
وکړه پام په اسوېلو زما
2 ای زما پاچا ای زما خدایه!
واوره ته فریاد زما کومک لره
ځکه چې زه تاته دعا کومه
3 هر سهار کې اواز اورې ته زما
هر سهار کې زه کوم درته دعا
انتظار د ځواب کړمه زه له تا
4 نه یې داسې خدای چې خوښوې بدکاري
اوسېدی نه شي له تا سره هېڅ ډول ګناهکار
5 ستا حضور کې کبرجن ودرېدی نه شي
ته نفرت لرې له ټولو بدکارانو
6 ټول دروغجن هلاکوې ته
جابران او چلبازان هم سپکوې ته
7 خو په سبب د ستا له زیاتې او تلپاتې مینې
زه به درشمه ستا کور ته
او ستا له وېرې په سجده به شمه
ستا سپېڅلي کور ته
8 ای څښتنه، زما ډېر دي دښمنان
لارښوونه راته وکړه چې زه وکړم ستا رضا
زما مخې ته کړه خپله لار صفا
9 ځکه چې نشته رښتیا د هغوی په خوله کې
او زړونه یې غواړي د نورو بربادي
او ژبې یې ډکې دي
د ریاکارۍ او چل او وله څخه
ستوني یې خلاص دي لکه د قبر په شان
10 ته سزا هغوی ته ورکړه
او محکوم یې کړه ای خدایه
چې په خپلو دسیسو خپله برباد شي
په سبب د دوی د ډېرو ګناهونو
په سبب د سرکښۍ ستا مقابل کې
هغوی وشړه بیخي له خپل حضوره
11 پرېږده چې وي هغه ټول کسان خوشحال
څوک چې ځان په تا کې پناه مومي
پرېږده چې مدام د خوشحالۍ سندرې ووایي
وساته هغوی چې کوي مینه ستا د نوم سره
په رښتیا چې له امله ستا خوشحال وي
12 ای څښتنه، ورکوې ته برکت نېکانو ته
کړي به ستا رحم حفاظت د هغوی
لکه د سپر په شان

Currently Selected:

زبور ۵: APB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in