YouVersion Logo
Search Icon

زبور ۶۵

۶۵
پنځه شپېتم زبور
ستاینه او شکرګزاري
(د سرود ویونکو د مشر دپاره: یوه سندره کومه چې د داود زبور هم دی)
1 په کار ده په صهیون کې ستا ستاینه ای خدایه
هغه نذرونه درکوو به کوم چې مونږ منلي
2 په دې خاطر چې دعاګانې اورې
انسانان ټول به ستا حضور ته راځي
3 کله چې زیات شي ګناهونه زما
بخښې ته زما ټول جرمونه
4 بختور دی هغه څوک چې غوره کړی دی تا
چې تاته راشي او واوسیږي ستا سپېڅلي ځای کې
مونږ به ماړه شو ستا د کور په ښو شیانو باندې
او ستا د معبد برکتونو باندې
5 زمونږ خدایه ته مونږ ژغورې
ستا هیبتناکه عملونه راکوي ځواب
زمونږ د دعا د عدالت دپاره
ورکوې خلکو ته امید
د دنیا هر سر کې
حتی هغو ته چې اوسیږي لېرې بحرونو سره
6 تا په قوت باندې ملا وتړله
ځای په ځای کړي دي تا غرونه په خپل ځواک باندې
7 اراموې ته د سیندونو غرهار
او د څپو غړمبار
اراموې ته شور او زوږ د خلکو
8 تا چې کوم لویې کارنامې کړې دي
ټول خلک د جهان وېریږي
د نړۍ له یوه سره تر بل سره
ستا کارنامې راجوړوي د خوشحالۍ نارې
9 ته په ځمکه باندې پام کوې او باران وروې
غني کوې یې ته او حاصلخېزوې یې ته
ای خدایه سیند ستا د اوبو نه ډک دی
تیاروې غلې دانې خلکو ته
دا هغه څه دي چې کوې یې ته:
10 په قلبه شویو ځمکو باندې
ډېر زیات باران وروې
نرموې ځمکه په اوبو باندې
نرموې خاوره په اورښتونو باندې
او شنه کوې د لویېدو دپاره ته شنه بوټي
11 ستا په احسان باندې د ځمکې حاصلات
شول لکه تاج د ځمکې
چېرته چې ځې هرڅه پرېمانه وي
12 د دښتې شنې لمنې کیږي څړځایونه غني
او غونډۍ سپړي د خوښۍ غوټۍ
13 څړځایونه ټول وي ډک له پسونو
درې دي ټولې له غنمو ډکې
ټول شیان چیغې وهي
او د خوښۍ ډکې سندرې وایي

Currently Selected:

زبور ۶۵: APB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in