زبور ۷۲
۷۲
دوه اویایم زبور
د پاچا دپاره دعا
(د سلیمان زبور)
1 خدایه ورکړه ته پاچا ته خپل انصاف
د پاچا زوی ته په برخه عدالت کړه
2 ترڅو ستا قوم باندې په عدالت سره حکومت وکاندي
او د بې وزله سره وکړي انصاف
3 غرونه به راوړي سوکالي خلکو ته
غونډۍ به راوړي د نېکۍ مېوه
4 د قوم غریبو سره وبه کړي هغه انصاف
محتاجو خلکو ته به ورکړي نجات
او ظالمان به رېزمرېز کړي
5 څو چې لمر او سپوږمۍ وي په دې جهان
تل ترتله د یو نسل نه تر بله
خدایه ستا ولس به ستا ځینې وېریږي
6 پاچا به اوسي د باران په شان چې اوري په پټیو باندې
لکه شېبه باران چې ځمکې ته اوبه ورکوي
7 عادلان به وده وکړي د هغه دوران کې
ترڅو سپوږمۍ وي په اسمان کې وي به سوله هلته
8 وبه رسیږي پاچاهي د هغه
د ختیځې بحیرې نه تر لوېدیځې پورې
او د فرات له سیند نه د دنیا تر بله سره
9 د بیابان خلک به یې په مخکې په سجده پرېوځي
دښمنان به یې راپرېوځي پړمخې خاورو باندې
10 پاچاهان به د ترشیش او جزیرو ورته راوړي باجونه
ورته راوړي به سوغاتونه د شیبا او د سیبا پاچاهان
11 ټول پاچاهان به یې په مخکې خپل سرونه ټیټ کړي
او ټول قومونه به یې کاندي خدمت
12 چې غریب خلک ورنه کله هم کومک وغواړي
ورته نجات ورکوي
او کوي مرسته د غریبو او بې کسو سره
13 په ضعیفانو او محتاجو باندې رحم کوي
څوک چې محتاج وي هغه یې ژوند بچ کوي
14 خلاصوي هغوی د ظلم او د جبر
ځکه چې وینه یې قیمتي ده ورته
15 عمر دې زیات وي د شاه!
ورته نصیب دې شي طلا د شیبا
دعا د خلکو دې وي تل ورسره
برکتونه دې د خدای وي همېشه ورسره
16 وي دې په ځمکه د غلو پرېماني
په حاصلاتو دې تپې پټې وي
وي دې مېوې یې د لبنان په شانتې
ښارونه ډک دې وي د خلکو ځینې
لکه چې ځمکې وي واښو نه ډکې
17 هېڅکله هېر دې نه شي نوم د هغه
وي برقرار دې لکه لمر په شان شهرت د هغه
برکت دې ورته ورکړل شي
ټولو قومونو ته د خدای له خوا نه
هغوی به هغه مبارک وبولي
18 ثنا او صفت دې وي د اسراییلو څښتن خدای ته
یوازې هغه دی چې کړي دا عجیبه کارونه
19 د جلال ډک نوم د هغه دې مبارک وي همېش
ډک دې شي ټول جهان د ده په جلال
امین! امین!
20 د یسي د زوی داود دعاګانې په همدې ځای کې پای ته ورسېدلې.
Currently Selected:
زبور ۷۲: APB
Highlight
Share
Copy
Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in
Text of this book may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Afghan Pashto,
Copyright © 2023 UBS. Used by permission. All rights reserved.