زبور ۱

۱
لومړی کتاب
(زبور ۱ - ۴۱)
لومړی زبور
رښتینې خوشحالي
1 چې عمل د بد عملو په ویناوو باندې نه کړي
نه په لار د ګناهکارو باندې درومي
مسخرو ډلو کې هم کښېناستل نه کړي
نو بیا هغه بختور دی بختور دی
2 خو شریعت کې د څښتن چې خوشحالیږي
شپه او ورځ کاندي فکرونه په هغې کې
3 په مثال د هغې ونې دی دا شخص
چې ولاړه د ویالې په غاړه شنه وي
چې مېوه نیسي په خپل وخت کې مدام
نه یې کله پاڼې وچې ښکاره کیږي
بریالی وي په هر کار کې چې یې کاندي
4 بدکاران داسې هېڅکله نه ښکاریږي
ځکه هر خواته د بوس غوندې بادیږي
5 دغه راز به خدای محکوم ګناهکاران کړي
هم به یې هغه د خپله قومه جدا کړي
6 څښتن ته معلومه ده د نېکانو لاره
بدکاران به تباهۍ ته ور روان شي

Jelenleg kiválasztva:

زبور ۱: APB

Kiemelés

Megosztás

Másolás

None

Szeretnéd, hogy a kiemeléseid minden eszközödön megjelenjenek? Regisztrálj vagy jelentkezz be