او خُدائ پاک هغۀ ته وفرمائيل، ”زۀ قادر خُدائ يم. تۀ ډېر اولاد پېدا کړه. قومونه به ستا د اولاد نه جوړيږى او ستا په اولاد کښې به بادشاهان جوړيږى. زۀ به هغه مُلک تا له درکړم کوم چې ما اِبراهيم او اِسحاق له ورکړے وو او ستا نه پس به دا مُلک ستا اولاد له هم ورکوم.“