YouVersion
Pictograma căutare

يوحنا 2

2
دوېم باب
په قانا کښې وادۀ
1په درېمه ورځ د ګليل په قانا نومې ځائ کښې يو وادۀ وو. د عيسىٰ مور هم هلته وه، 2او عيسىٰ او د هغۀ مريدان هم وادۀ ته رابللے شوى وُو. 3کله چې مے ختم شُو نو د عيسىٰ مور هغۀ ته ووئيل، ”دوئ سره نور مے نشته.“ 4عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”مورې، دا زما کار نۀ دے، زما وخت لا نۀ دے راغلے.“ 5خو د هغۀ مور خادِمانو ته ووئيل، ”هر څۀ چې دے درته فرمائى هغه کوئ.“ 6هلته د کاڼى شپږ چاټۍ خوا په خوا ولاړې وې، دا د يهوديانو د دستور په مطابق د پاکېدو دپاره وې، په هره يوه کښې د شلو نه تر دېرشو ګيلنو پورې ځائ وو. 7عيسىٰ خادِمانو ته وفرمائيل چې، ”دا چاټۍ د اوبو نه ډکې کړئ.“ او هغه هغوئ تر خولې خولې کړې. 8بيا هغۀ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”څۀ ترې وباسئ او د مېلمستيا مشر له يې يوسئ.“ او هغوئ هم دغسې وکړل. 9کله چې د مېلمستيا مشر هغه اوبۀ وڅښلې نو هغه په ميو بدلې شوې وې. خو هغۀ ته د دې پته نۀ وه چې دا د کوم ځائ نه راغلى دى اګر چې نوکرانو ته پته وه چا چې اوبۀ راويستلې وې. نو هغۀ د وادۀ زلمے راوغوښتو 10او هغۀ ته يې ووئيل، ”هر څوک ښۀ مے اول ورکوى او کمزورى تر هغې ساتى ترڅو چې مېلمانۀ پوره ماړۀ شوى نۀ وى، خو تا خو تر اوسه ښۀ مے لا ساتلى دى.“ 11د ګليل په قانا کښې د عيسىٰ دا وړومبۍ معجزه او نښه وه چې عيسىٰ پرې خپله لوئى څرګنده کړه، او د هغۀ مريدانو په هغۀ ايمان راوړو. 12د دې نه پس عيسىٰ د خپلې مور، وروڼو او مريدانو سره کفرنحُوم ښاريې ته ښکته لاړو او هغوئ هلته يو څو ورځې ايسار شول.
د خُدائ پاک د کور پاکول
13د يهوديانو د فسح د اختر ورځې رانزدې وې نو عيسىٰ بره يروشلم ته لاړو. 14هلته هغۀ د خُدائ د کور په دربار کښې د غوَيانو، ګډو او د کونترو خرڅوونکى او صرافان په خپلو کُرسو ناست وليدل. 15عيسىٰ د پړى کوړه جوړه کړه او د خُدائ د کور نه يې سوداګر، ګډې او غوَيان بهر وشړل. هغۀ د صرافانو تختې نسکورې کړې، او د هغوئ پېسې يې ونوستلې، 16بيا هغۀ د کونترو خرڅوونکو ته وفرمائيل، ”دا څيزونه دلته نه اخوا کړئ زما د پلار د کور نه بازار مۀ جوړَوئ.“ 17د هغۀ مريدانو ته د صحيفو دا پېشګوئې راياده شوه، ”ستا د کور غېرت به ما وسوزوى.“ 18بيا يهوديانو عيسىٰ ورټلو او تپوس يې ترې وکړو چې، ”تۀ مونږ ته داسې څۀ معجزه ښودلے شې چې تۀ دا ثابت کړې چې دا اختيار تا سره شته؟“ 19عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”دا د خُدائ کور ونړوئ او زۀ به يې په درېو ورځو کښې بيا ودروم.“ 20بيا يهوديانو ووئيل، ”دا د خُدائ کور خو په شپږ څلوېښت کاله کښې جوړ شوے دے، او تۀ يې راته په درېو ورځو کښې ودروې؟“ 21خو د خُدائ د کوم کور ذکر چې عيسىٰ کولو هغه د دۀ خپل بدن وو. 22د هغۀ د بيا راژوندى کېدو نه پس د هغۀ مريدانو ته راياد شول چې هغۀ څۀ فرمائيلى وُو نو د هغوئ په صحيفو او د عيسىٰ په وينا يقين راغلو.
حضرت عيسىٰ د ټولو خلقو د فطرت نه واقف دے
23کله چې عيسىٰ د فسح د اختر دپاره په يروشلم کښې دېره وو نو خلقو هغه معجزې وليدې کومې چې هغۀ ښکاره کړې او ډېرو خلقو په هغۀ ايمان راوړو. 24خو عيسىٰ په خپله په هغوئ اعتبار نۀ کولو ځکه چې هغۀ ټول خلق ډېر ښۀ پېژندل. 25او د بل چا د پوهولو ضرورت ورته نۀ وو ځکه چې هغه د ټولو خلقو د فطرت نه ښۀ خبر وو.

Selectat acum:

يوحنا 2: PYPB

Evidențiere

Partajează

Copiază

None

Dorești să ai evidențierile salvate pe toate dispozitivele? Înscrie-te sau conectează-te