پېدايښت 21

21
يوويشتم باب
د حضرت اِسحاق پېدا کېدل
1مالِک خُدائ ساره له برکت ورکړو او خپله وعده يې ورسره پوره کړه. 2اګر چې اِبراهيم په خپله ډېر بوډا وو، خو لکه څنګه چې خُدائ پاک ورته فرمائيلى وُو ساره اُميدواره شوه او هم په هغه صحيح وخت د هغې زوئ وشو. 3اِبراهيم په خپل زوئ اِسحاق نوم کېښودو، 4او چې اِسحاق د اتو ورځو شو، نو اِبراهيم هغه سنت کړو، هم هغه شان چې څنګه خُدائ پاک ورته حُکم ورکړے وو. 5اِبراهيم د سلو کالو وو چې اِسحاق پېدا شو، 6نو ساره وفرمائيل، ”خُدائ پاک زۀ خندولې يم. اوس چې هر څوک د دې نه خبر شى نو زما سره به خاندى. 7د دې نه مخکښې چا د دې وئيلو جرأت کولے شو چې يوه ورځ به زۀ خپل ماشوم له سينه ورکوم؟ خو ګورئ، په زوړ عُمر کښې د اِبراهيم زما نه زوئ پېدا شوے دے.“ 8چې ماشوم غټېدو او په خپله د روټۍ د خوړلو شو، نو په هغه ورځ اِبراهيم يو لوئ خېرات وکړو.
د بى‌بى هاجِرې او د حضرت اِسمٰعيل لرې لېږل
9‏-10يوه ورځ، ساره وکتل چې د هاجِرې زوئ اِسمٰعيل لوبې کولې، نو هغې اِبراهيم ته ووئيل، ”وينځه او د هغې زوئ وشړئ ځکه چې د وينځې زوئ به زما د زوئ اِسحاق په ميراث کښې شريک نۀ وى.“ 11دې مسئلې اِبراهيم ډېر پرېشانه کړو، ځکه چې اِسمٰعيل خو هم د هغۀ زوئ وو. 12خو خُدائ پاک وفرمائيل، ”اِبراهيمه، د خپلې وينځې او د هلک په حقله مۀ خفه کېږه. هم هغه شان وکړه چې څنګه درته ساره وائى ځکه چې هم د اِسحاق نه به ستا نسل قائم وى. 13خو د وينځې زوئ هم ستا زوئ دے او د هغۀ د اولاد نه به يو لوئ قوم جوړ کړم.“ 14بل سحر وختى اِبراهيم پاڅېدو او هاجِرې له يې د اوبو ډک مشک او روټۍ ورکړه. او دا يې ورله په اوږو کېښودل او د زوئ سره يې رُخصت کړه. او هغه لاړه او بيرسبع ته نزدې په صحرا کښې سرګردانه ګرځېدله، 15او چې د هغوئ سره اوبۀ ختمې شوې، نو هاجِرې زوئ د يو بوټى لاندې کښېنولو. 16او لږه لرې ترې کښېناسته، هغې د ځان سره ووئيل چې، ”زۀ دا نۀ شم زغملے چې د خپل زوئ مرګ ووينم.“ او هغه هلته ناسته وه سلګۍ يې وهلې او ژړل يې. 17چې کله خُدائ پاک د هلک ژړا واورېده، نو د خُدائ پاک فرښتې د آسمان نه هاجِرې ته آواز وکړو او ورته يې وفرمائيل، ”هاجِرې، تۀ ولې پرېشانه يې؟ يرېږه مه. خُدائ پاک ستا د زوئ ژړا اورېدلې ده. 18اوچت يې کړه او په غېږ کښې يې کښېنوه، ځکه چې زۀ به هغه د يو لوئ قوم پلار کړم.“ 19بيا خُدائ پاک د هغې سترګې کولاو کړې او د هغې نظر په چينې يو کوهى پرېوتو. نو هغه چينې له لاړه او مشک يې د اوبو نه ډک کړو او هلک له يې اوبۀ ورکړې. 20خُدائ پاک اِسمٰعيل له برکت ورکړو او چې هلک څنګه لوئ شو، نو د هغۀ نه يو تکړه تير انداز جوړ شو. 21هغه د فاران په صحرا کښې اوسېدو، مور ورله يوه مِصرۍ جينۍ خوښه کړه او ورته يې وادۀ کړه.
د امن معاهده
22تقريباً هم په هغه وخت ابى‌مَلِک او د هغۀ د لښکر مشر فيکُل اِبراهيم ته ووئيل، ”خُدائ پاک تا له په هر کار کښې برکت درکوى، 23اوس زۀ غواړم چې تۀ د خُدائ پاک په نوم دا قَسم وکړې چې تۀ به زما سره دوکه نۀ کوې او همېشه به زما او زما د اولاد وفادار يې، لکه څنګه چې زۀ همېشه تا سره په دې مُلک کښې وفادار وم چې تۀ دلته مسافر وې.“ 24نو اِبراهيم ورسره قَسم وکړو. 25يوه ورځ، اِبراهيم ابى‌مَلِک ته شکايت وکړو چې، ”ستا يو څو نوکرانو زما په يو کوهى قبضه کړې ده.“ 26ابى‌مَلِک ورته ووئيل، ”دا خو ما ستا نه په وړومبى ځل واورېدل. تا ما ته مخکښې ولې ونۀ وئيل؟ ما ته پته نشته چې دا چا کړى دى.“ 27اِبراهيم ابى‌مَلِک ته ګډې او څۀ غواګانې ورکړې، نو د دوئ په مينځ کښې د امن معاهده وشوه. 28اِبراهيم د خپلې رَمې نه اووۀ ګډې جدا کړې، 29او ابى‌مَلِک ترې تپوس وکړو، ”تا دا اووۀ ګډې ولې جدا کړې؟“ 30اِبراهيم جواب ورکړو، ”زۀ غواړم چې دا اووۀ ګډې زما نه قبولې کړې نو تۀ به ګواه يې چې ما دا کوهے کنستلے وو.“ 31نو په هغه ځائ يې بيرسبع نوم کېښودو، ځکه چې دوئ دواړو دلته معاهده کړې وه. 32چې کله په بيرسبع کښې معاهده وشوه، نو ابى‌مَلِک او د هغۀ د لښکر مشر فيکُل واپس د فلستيانو مُلک ته لاړل. 33اِبراهيم په بيرسبع کښې د غز ونه وکَرله او د مالِک خُدائ د ابدى خُدائ عبادت يې وکړو. 34او اِبراهيم ډېر وخت مسافر وو او د فلستيانو په مُلک کښې اوسېدو.

المحددات الحالية:

پېدايښت 21: PYPB

تمييز النص

شارك

نسخ

None

هل تريد حفظ أبرز أعمالك على جميع أجهزتك؟ قم بالتسجيل أو تسجيل الدخول