پېدايښت 22

22
دوويشتم باب
د خُدائ پاک حضرت اِبراهيم ته د حضرت اِسحاق قربانولو حُکم ورکول
1څۀ موده وروستو خُدائ پاک د اِبراهيم امتحان واخستو، هغۀ ته يې وفرمائيل، ”اِبراهيمه.“ نو اِبراهيم جواب ورکړو، ”زۀ حاضر يم.“ 2خُدائ پاک ورته وفرمائيل، ”خپل زوئ روان کړه، خپل اېک يو زوئ اِسحاق، د کوم سره چې تۀ ډېره مينه کوې او د مورياه مُلک ته لاړ شه. هلته په يو غر باندې چې زۀ به يې درته ښايم، هغه ما ته د قربانۍ په توګه پېش کړه.“ 3نو اِبراهيم سحر وختى پاڅېدو، خپل خر يې کته کړو او خپل دوه ځوانان سړى او اِسحاق يې ځان سره روان کړل، هغۀ د سوزېدونکې قربانۍ دپاره لرګى پرې کړل او روان شو او هغه ځائ ته لاړو کوم چې خُدائ پاک ورته ښودلے وو. 4په درېمه ورځ چې اِبراهيم وکتل نو د لرې نه يې هغه ځائ وليدو. 5نو هغۀ نوکرانو ته وفرمائيل، ”دلته د خرۀ سره ايسار شئ. دا هلک او زۀ به هلته لاړ شُو او مونږ به عبادت وکړُو او واپس به تاسو له راشُو.“ 6اِبراهيم په اِسحاق د قربانۍ لرګى يوړل او په خپله يې يوه چاړۀ او بل سکارۀ د اور بلولو دپاره يوړل. چې کله دوئ مزل کولو، 7نو اِسحاق وفرمائيل، ”پلاره.“ هغۀ جواب ورکړو، ”آو، زما زويه؟“ اِسحاق ترې تپوس وکړو، ”ما ته پته ده چې تا سره سکارۀ او لرګى شته، خو د قربانۍ دپاره ګډُورے چرته دے؟“ 8اِبراهيم جواب ورکړو، ”زما زويه، خُدائ پاک به په خپله د يو ګډ بندوبست وکړى.“ او دوئ دواړه روان وُو. 9کله چې هغه ځائ ته ورسېدل کوم چې ورته خُدائ پاک ښودلے وو، اِبراهيم يوه قربان‌ګاه جوړه کړه او لرګى يې پرې سم کېښودل. هغۀ خپل زوئ وتړلو او په قربان‌ګاه کښې يې د لرګو دپاسه کېښودو. 10بيا اِبراهيم د خپل زوئ حلالولو دپاره چاړۀ راواخستله. 11خو ناڅاپه د مالِک خُدائ فرښتې د آسمان نه هغۀ ته وفرمائيل، ”اِبراهيمه، اِبراهيمه.“ هغۀ جواب ورکړو، ”زۀ حاضر يم.“ 12فرښتې وفرمائيل، ”هلک له چې هيڅ تکليف ورنۀ کړې او نۀ ورته څۀ ووائې. ما ته پته ده چې تۀ د خُدائ پاک نه يرېږې، ځکه چې تا هغۀ ته خپل اېک يو زوئ هم پېش کړو.“ 13اِبراهيم څۀ ګورى چې يو ګډ د ښکرو نه په غنو کښې انښتے وو. هغه لاړو او راوې نيوو او د خپل زوئ په ځائ يې د سوزېدونکې قربانۍ په توګه پېش کړو. 14اِبراهيم په هغه ځائ ”مالِک خُدائ بندوبست کوى“ نوم کېښودو. او تر ننه پورې خلق وائى، ”د مالِک خُدائ په غر به بندوبست کيږى.“ 15د مالِک خُدائ فرښتې په دوېم ځل د آسمان نه اِبراهيم ته وفرمائيل چې، 16”مالِک خُدائ فرمائى چې زۀ مالِک خُدائ په خپل نوم قسم کوم چې زۀ به تا له ډېر زيات برکت درکړم. ځکه چې تا دا وکړل او خپل اېک يو زوئ دې هم زما نه بچ ونۀ ساتلو، 17زۀ دا وعده کوم چې زۀ به تا ته په رښتيا په برکتونو برکتونه درکوم او ستا اولاد به ډېر زياتوم لکه چې په آسمان کښې څومره ستورى دى او چې د سمندر په غاړه څومره شګې دى. ستا اولاد به خپلو دشمنانو له شکست ورکړى. 18ټول قومونه به ستا د اولاد په وسيله برکت ومومى. ځکه چې تا زما حُکم ومنلو.“ 19اِبراهيم خپلو نوکرانو ته واپس لاړو او دوئ په يو ځائ بيرسبع ته لاړل، چې چرته اِبراهيم اوسېدو.
د نحور اولاد
20څۀ موده وروستو اِبراهيم خبر شو چې د خپل ورور نحور يې د مِلکاه نه اتۀ بچى پېدا شوى دى، 21مشرے عُوض، د هغۀ ورور بُوز، د آرام پلار قمو‌اېل، 22‏-23کَسِد، حزو، فِلداس، اِدلاف او بتو‌اېل، د رِبقه پلار. د اِبراهيم د ورور نحور، د ښځې مِلکاه نه دا اتۀ زامن پېدا شول. 24د نحور د وينځې، رومه نه، طِبح، جاحم، تخص او معکه پېدا شول.

المحددات الحالية:

پېدايښت 22: PYPB

تمييز النص

شارك

نسخ

None

هل تريد حفظ أبرز أعمالك على جميع أجهزتك؟ قم بالتسجيل أو تسجيل الدخول