YouVersion Logo
Search Icon

زبور ۲۸

۲۸
اته ویشتم زبور
د دښمنانو په خلاف د مرستې دپاره دعا
(د داود زبور)
1 ای څښتنه، ای زما دفاع کوونکیه
زه فریاد کومه تاته
په ما دې مه کڼوه خپل غوږونه
که ځواب راته رانه کړې
نو زه به د هغو په شان شم
چې وي روان د مرګ کندې ته
2 زه چې کله د کومک دپاره تاته زاري کومه
ستا د ډېر سپېڅلي ځای په لور چې کړم لاسونه پورته
نو قبوله مې زاري کړه
3 ما په هغو بدکارانو کې مه نیسه
کوم چې کاندي بد کارونه
هغوی تل کاندي خبرې دوستانه
خو په زړونو کې یې تل وي نفرتونه
4 څه چې دوی کړي د هغو سزا ورکړه
د هغو بدو کارونو چې دوی کړي
د خپلو ټولو عملونو سزا ورکړه ته هغوی ته
چې د کوم شي دوی لایق دي هغه ورکړه
5 هغه کارونه چې څښتن کړي دي
او یا هغه څه چې جوړ کړي دي هغه
هغوی یې نه ساتي پروا
نو به ونړوي دوی شي راګوزار به
بیا هېڅکله به هغوی نه کړي اباد
6 ثنا او صفت دې وي څښتن ته
چې یې واورېدې زارۍ زما د رحم په خاطر
7 دی څښتن زما قوت او زما سپر
زه د زړه نه توکل په هغه کړمه
هغه کوي راسره مرسته خوشحالیږي زړګی
زه یې د شکر په سندرو صفتونه کوم
8 څښتن قوت ورکوي خپل ولس ته
هغه کلا ده د نجات د خپل غوره پاچا
9 ته خپل قوم ته نجات ورکړه ای څښتنه
هغه چاته برکت ورکړه چې ستا دي
ته شپونکی د هغوی اوسه
همېشه ورباندې پام کړه

Currently Selected:

زبور ۲۸: APB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in