YouVersion Logo
Search Icon

زبور ۲۹

۲۹
نهه ویشتم زبور
په توفان کې د څښتن اواز
(د داود زبور)
1 د څښتن ستاینه وکړئ د اسمان مخلوقه
ووایئ چې څومره ډک دی د جلال نه د څښتن نوم
2 د څښتن عبادت وکړئ د هغه په سپېڅلتوب
او شان شوکت کې
کړئ څښتن ته عبادت په سپېڅلې توګه
3 په دریابونو اورېدلی شي اواز د څښتن
جلالي خدای کړي خبرې لکه تندر
په ټولو دریابونو اورېدی شي اواز د هغه
4 زورور دی د څښتن اواز
ډک دی له جلاله د څښتن اواز
5 چې څښتن کاندي خبرې
نو اواز یې ماتوي د سبر ونې
حتی دا چې ماتوي هم د لبنان د سبر ونې
6 لړزوي هغه ټول غرونه د لبنان
وهي څرنګه ټوپونه چې خوسی
د حرمون غر په دا ډول خوځېدل کړي
لکه د ځوان وحشي غویي د ټوپونو په شان
7 ځلېدونکې برېښنا جوړه
له اوازه د څښتن شي
8 د څښتن اواز دښته په لړزان راولي
ده په لړزان د قادش دښته
9 د څښتن په اواز کږوي د څېړۍ ونې
او د ونو څخه پاڼې رژوي
نو د خدای په کور کې هر یو چیغې وهي:
«وي دې جلال څښتن ته»
10 حکم چلوي څښتن سېلاب باندې
وي هغه پاچا به تر ابده
11 ورکوي څښتن ولس خپل ته قوت
ورکوي ورته د سولې برکت

Currently Selected:

زبور ۲۹: APB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in