زبور ۵۰
۵۰
پنځوسم زبور
حقیقي عبادت
(د اساف زبور)
1 کوي خبرې څښتن خدای چې دی مطلق قادر
ټولې دنیا نه خلک راغواړي له ختیځه تر لوېدیځه پورې
2 د صهیون ښار چې په حسن کې کامل دی
ځلیږي خدای ورڅخه
3 زمونږه خدای راځي خو خاموشه نه راځي
د هغه مخکې سوځېدونکی اور وي
او ګیرچاپېره ترې وي سخت توفان
4 ځمکه او اسمان راغواړي د شاهدانو په حیث
چې په خپل قوم باندې د هغه عدالت وویني
5 وایي: «راټول زما وفادار خلک کړئ
د قربانۍ په ورکولو یې چې ما سره لوظ کړی دی»
6 اسمانونه ورکوي دا خبرتیا چې خدای عادل دی
ځکه چې خپله قاضي دی
7 ای زما قومه، زما خبرې واورئ
ای اسراییلو، ستاسو ضد زه شاهدي به وایم
زه یمه خدای، د ستاسو خدای یمه زه
8 د قربانیو په خاطر زه تاسو نه رټمه
او نه د هغو سوځېدونکو نذرانو په خاطر
چې تل یې ماته راوړئ
9 ستاسو د کور غویو ته نه یم محتاج
یا زه شپولو ته د نرانو وزو نه یم احتیاج
10 ټول حیوانات چې په ځنګل کې دي هغه زما دي
هم په زرګونو غونډیو ټول څاروي
11 پېژنم زه د غرونو ټول مرغان
د پټیو ټول خزندګان زما دي
12 که چېرې وږی یم زه تاسو ته یې نه وایمه
ځکه دنیا او چې په کې دي هغه ټول زما دي
13 ایا زه خورمه د غویانو غوښې؟
یا د وزو وینې څښم؟
14 شکر ادا کړئ د خدای دا ده قرباني د ستاسې
هغه څه ورکړئ خدای تعالی ته
چې منلي مو په نذر کې دي
15 د تکلیف په وخت کې ماته فریاد وکړئ
زه به خلاصون درکړمه تاسو لره
ثنا او صفت به کوئ تاسو زما
16 خو بدکاره ته خدای داسې وایي:
«دی ستا څه کار چې زما حکمونه وایې؟
زما د لوظ په هکله ته کوې خبرې ولې؟
17 اصلاح کېدو څخه انکار کوې ته
زما خبرې غورځوې شاته
18 هر غل چې وګورې ملګری یې شې
او یوځای کېږې زناکارو سره
19 خلاصوې خوله دې شرارت باندې
بې له دروغو بل څه نه وایې ته
20 دې ته تیار یې چې په خپل ورور دې تهمت پورې کړې
او هم د خپلې مور د زوی پسې غیبت وکړې
21 دا ټول کارونه تا کول او ما هېڅ ونه ویل
نو ستا دا خیال ؤ چې زه ستا په شان یم
خو اوس به زه تا رټم
او کړم به تا تورن
22 تاسو چې زه یمه هېر کړی دې ته غوږ ونیسئ
که نه نو تاسو به زه وداړمه
هېڅوک به نه وي چې مو خلاص کاندي
23 څوک چې د مننې قرباني کړي هغه ماته درناوی کوي
هغه چې کړي خپله لاره سمه ورکوم نجات»
Currently Selected:
زبور ۵۰: APB
Highlight
Share
Copy
Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in
Text of this book may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Afghan Pashto,
Copyright © 2023 UBS. Used by permission. All rights reserved.