YouVersion Logo
Search Icon

زبور ۵۳

۵۳
دري پنځوسم زبور
د انسان ګناه
(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د «مهلات» په تال د داود زبور)
(زبور ۱۴)
1 کم عقلان خپلو ځانونو سره وایي چې خدای نشته
هغوی ټول دي فاسد شوي او کوي ډېر بد کارونه
دوی کې هېڅ یو نېک کار نه کړي
2 په انسانانو له اسمانه خدای نظر ساتي خپل
ترڅو وګوري کوم شته داسې عاقل
چې رجوع وکړي هغه ته
3 خو هغوی ټول مرتدان شول
ورسره هم فاسدان شول
دوی کې هېڅ یو نېک کار نه کړي
یو هم نه کړي نېک کردار
4 خدای کوي دغه پوښتنه:
«بدکاران هېڅ نه پوهیږي؟
زما خلک داسې خوري دوی
لکه وږي چې ډوډۍ خوري
هېڅ دعا نه کوي ماته»
5 خو په دوی باندې به داسې وېره راشي
چې به هېڅ نه وي موجود په حقیقت کې
وشیندي خدای به د هغو هډوکي
چا چې د خدای قوم کلابند کړی دی
دغه خلک دي خدای رد کړي
نو اسراییل به پوره ماتې ورکړي
6 کاشکې راشي نجات د اسراییلو له صهیونه
برکت چې کله بیا ورکړې خدایه خپل ولس ته
بیا خوشحاله کورنۍ به د یعقوب شي
اسراییل به په دې کار سره خوشحال شي

Currently Selected:

زبور ۵۳: APB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in