YouVersion Logo
Search Icon

زبور ۵۲

۵۲
دوه پنځوسم زبور
د بدکاره کس برخلیک
(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د داود زبور، کله چې دواغ ادومي شاوول ته ورغی او ورته ویې ویل چې داود د اخیملک کور ته تللی ؤ.)
1 ای زوروره، څه له فخر کړې په خپلو بدو؟
ده تلپاتې د خدای مینه
2 ته پلانونه جوړوې چې کړې تباه نور خلک
د ستا ژبه د چاړې په شان تېره ده
ته همېش جوړوې دروغ
3 له نېکۍ نه بدي زیاته خوښوې ته
له رښتیا څخه دروغ ډېر خوښوې ته
4 ای دروغجنه! دا خوښیږي د ستا
چې په خبرو خپلو زیان خلکو ته ورسوې
5 نو خدای به تا کړي تل دپاره نابود
هغه به ونیسي تا او له خپله کوره به دې وتښتوي
او ستا ریښې به د ژوندیو له دنیا وباسي
6 نېکان به وویني دا، شي به حیران
هغوی به هغه پورې خندا کوي او وبه وایي:
7 «وګورئ هغه زورور ته تاسو
چې په خدای یې تکیه نه کړه خیر دپاره
بلکې په خپلې شتمنۍ باندې تکیه کوله
په بدکارۍ کې یې خپل خیر لټاوه»
8 خو زه یمه د زیتون د هغې ونې په شان
چې د خدای کور کې راشنه کیږي هغه
په ابدي مینه د خدای زه تل توکل کومه
9 هغو کارونو په خاطر چې تا دي کړي خدایه
همېشه شکر کوم
زه به اعلان کړم ستا د قوم په مخکې
ستا وفادارو خلکو مخکې به اعلان وکړم
چې مهربان یې خدایه

Currently Selected:

زبور ۵۲: APB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in