زبور ۵۶
۵۶
شپږپنځوسم زبور
په خدای باندې توکل
(د سرود ویونکو د مشر دپاره: «د څېړیو په لېرې ونو کې ناستې کوترې» په تال، د داود زبور، وروسته د هغې چې فلسطینیانو هغه په جت کې ونیوه.)
1 په ما رحم وکړه خدایه
ځکه خلک راپسې دي
خپل دښمنان ما همېشه ځوروي
2 زما دښمنان دي راپسې ټوله ورځ
کوي بریدونه په ما ډېر خلک په غرور سره
3 کله چې ووېرېږم
نو زه به تا باندې توکل وکړمه
4 کوم ستاینه زه د خدای د وعدو
زه توکل کړم په هغه او نه وېرېږمه زه
فاني انسان څه شي کولای په ما؟
5 زما دښمنان بدلوي ټوله ورځ زما خبرې
دسیسې تل راجوړوي چې راته زیان ورسي
6 پټو ځایو کې راټولیږي هغوی
څارنه کړي زما د هر حرکت
په دې امید کې دي چې ومې وژني
7 بدکاران دي دوی نو مه پرېږده چې تېښته وکړي
ته رانسکور کړه د دښمن قومونه په خپل قهر سره
8 تا دي شمېرلې زما ټولې لالهانده ورځې
زما د اوښکو حساب تا نیولی
د هغوی لست ستا په کتاب کې نشته؟
9 په هغه ورځ چې تاته وکړم فریاد
بېرته په شا به شي زما دښمنان
په دې پوهېږمه زه
ځکه چې خدای دی ولاړ زما په طرف
10 کوم ستاینه زه د خدای د وعدو
کوم ستاینه د څښتن د وعدو
11 زه توکل کوم په خدای او نه وېرېږمه زه
څه کولای شي انسان ما سره؟
12 ما چې منلي دي نذرونه تاته
هغه زه پوره کومه خدایه
زه به ادا کړم نذرانې د شکرانې تاته
13 ځکه چې تا کړمه زه خلاص له مرګه
زه دې کړم بچ د تیندکونو څخه
نو زه به وګرځم د خدای حضور کې
هغې رڼا کې کوم چې خلکو ته ژوندون ورکوي
Currently Selected:
زبور ۵۶: APB
Highlight
Share
Copy
Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in
Text of this book may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Afghan Pashto,
Copyright © 2023 UBS. Used by permission. All rights reserved.