YouVersion Logo
Search Icon

زبور ۵۷

۵۷
اووه پنځوسم زبور
د خطر په وخت کې د مرستې دپاره دعا
(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د «مه ورانوه!» په تال د داود زبور، وروسته د هغې چې د شاوول څخه سمڅې ته وتښتېده.)
1 په ما رحم وکړه خدایه، رحم وکړه
ځکه چې تاته مې پناه راوړې
پناه به زه ستا د وزرو تر سیوري لاندې واخلم
ترڅو تېر دغه افت شي
2 زه کومه خدای تعالی ته فریاد
هغه خدای ته چې خپل مقصد زما دپاره سر ته رسوي
3 کړي له اسمانه به قبوله مې دعا نجات به راکړي ماته
هغه چې ما باندې کړي ظلم خدای به ورکړي شرم
خدای به راوښایي وفا او هم تلپاتې مینه
4 زه د داسې دښمنانو له خوا ګېر یم
چې د زمرو په شان دي وږي د انسان غوښو ته
د دوی غاښونه دي د غشو او نېزو په شان
د هغوی ژبې دي تېرې لکه د تورو په شان
5 خدایه لویي دې کړه ظاهره اسمانونو باندې
په ټوله ځمکه خپل جلال ښکاره کړه
6 دی دښمنانو راته ایښی دام چې ګېر مې کړي
له پرېشانۍ نه ستړی شوی یمه
کنده کیندلې وه هغوی راته په لاره کې
خو دوی په خپله په کې ولوېدل
7 زه په تا باندې ډاډه یمه ای خدایه زه ډاډه یم
زه به وایمه سندرې ستا صفت به کوم
8 شه راویښ زما ځانه!
ای زما چنګه او ربابه رابېدار شئ!
زه راویښ به سباوون کړم
9 ستا نه به وکړمه مننه ای څښتنه د قومونو منځ کې
هم به ووایم ستا د ستاینې سندرې د ولسونو منځ کې
10 تلپاتې مینه دې رسیږي اسمانونو پورې
وفاداري دې تر فلکه رسي
11 خدایه لویي دې کړه ظاهره اسمانونو باندې
په ټوله ځمکه خپل جلال ښکاره کړه

Currently Selected:

زبور ۵۷: APB

Highlight

Share

Copy

None

Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in