زبور ۵۸
۵۸
اته پنځوسم زبور
بدکارانو ته د سزا ورکولو دپاره دعا
(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د «مه ورانوه!» په تال د داود زبور)
1 تاسو مشران کله کوئ په عدالت پرېکړه؟
ایا قضاوت په انصاف باندې کړئ هرچا سره؟
2 تاسو همېش جوړوئ خپل زړونو کې بد پلانونه
د تاوتریخوالي ډک جرمونه په دنیا کې کوئ
3 بدکاران وي د مور د ګېډې نه بې لارې پیدا
چې پیدا شوي دي هغوی له هغې ورځې نه دروغ وایي
4 هغوی له زهرو څخه ډک دي د مارانو په شان
د چمچه مار په شان بند کړي یې دي خپل غوږونه
5 کوم چې نه اوري اواز د پاړوګرو
نه منتر د ښو ماهرو پاړوګرو
6 د دې ځوانانو زمرو مات کړه ته غاښونه خدایه
وڅیره داړې د دوی ای څښتنه
7 دوی دې ورکې شي
لکه څنګه چې اوبه غیب شي په وچه ځمکه
کله چې ولي دوی خپل غشي بې اثره دې وي
8 لکه حلزون په شان دې ویلي شي چکړو کې دوی
هغه ماشوم په شان دې شي
چې مړ پیدا شي او لمر ونه ګوري
9 وي د اغزو د اور په څېر
او مخکې له دې چې دېګي ستاسې شي ګرم
ټول که لامده دي او که وچ، شي به له منځه ولاړ
10 عادلان به شي خوشحاله چې سزا د ګناهکار وویني
د بدکارانو خلکو وینه کې هغوی به خپلې پښې ووینځي
11 خلک به وایي: «په رښتیا چې نېکان اجر مومي
بې له شکه خدای دی چې دنیا باندې کوي قضاوت»
Currently Selected:
زبور ۵۸: APB
Highlight
Share
Copy
Want to have your highlights saved across all your devices? Sign up or sign in
Text of this book may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Afghan Pashto,
Copyright © 2023 UBS. Used by permission. All rights reserved.